د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۰

دفاع وزیر: روان کال مخالفین خپل یو ستراتيژيک هدف ته هم نه دي رسېدلي


د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست وزیر وايي، روان کال کې وسله وال مخالفین خپل یو ستراتيژيک هدف ته هم نه دي رسېدلي.

طارق شاه بهرامي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته په ځانګړي مرکه کې وویل، که وسله والو مخالفینو يو شمېر پوستې او ولسوالۍ نیولي نو افغان ځواکونو ترې بېرته خپلې کړي دي.

ښاغلی بهرامي وايي، په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د دولت وسله والو مخالفینو ته د فاریاب په غورماچ، د سرپل په میرزا اولنګ، د پکتیا په جاني خېلو او د بدخشان په تګاب کې درانه تلفات اوښتي.

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست وزیر طارق شاه بهرامي
د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست وزیر طارق شاه بهرامي

دی وايي:

"درته ویلی شم چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې کوم عملیات چې په غورماچ کې د دوی له‎خوا ترسره شوي له شدید ترین عکس العمل سره مخ شوي او درانه تلفات يې ليدلي، دا شان کوم جنایت چې دوی د صیاد ولسوالۍ په میرزا اولنګ کې ترسره کړ، زموږ د درنو هوايي حملو لاندې راغلل او اوس‎مهال د دې سیمې د بېرته نیولو لپاره زموږ عملیات روان دي."

ښاغلی بهرامي وايي، افغان امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې له لاسه وتلې سیمې بېرته تر خپل کنټرول لاندې راولي.

دا په داسې حال کې ده چې د فاریاب ولایت سیمه‎ییزو چارواکو پرون وویل چې د دې ولایت غورماچ ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په لاس سقوط شوې.

طالبانو تېر کال هم دغه ولسوالۍ سقوط کړې وه چې بیا د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم په شا وتمبول.

د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ د میرزا اولنګ کلی هم له څو ورځې راهیسې د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې دی.

وسله والو مخالفینو میرزا اولنګ کلي ته په ننوتو سره د دې کلي يو شمېر خلک په ډزو ووژل چې د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون د وسله والو مخالفینو دغه کار جنګي جنایت بللی دی.

دغه شان د يو شمېر راپورونو له مخې ویل کېږي چې د پکتیا ولایت د جاني خېلو ولسوالۍ هم اوسمهال د طالبانو تر کنټرول لاندې ده.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې يو شمېر غړي وايي، که څه هم وسله وال مخالفین په روان کال کې خپلو ستراتيژيکو موخو ته نه دي رسېدلي خو دوی هره ورځ په‎خپلو حملو سره ملکي وګړو او نظامیانو ته مرګ ژوبله اړوي.

فوزیه کوفي
فوزیه کوفي

له ډلې یې فوزیه کوفي وايي:

"هغه تلفات چې زموږ ملکي خلکو ته هره ورځ اوړي او د خلکو قتل عام کېږي، دا هغه موارد دي چې حکومت یې باید ځواب ووايي. که حکومت وايي چې طالبان خپلو ستراتيژیکو موخو ته نه دي رسېدلي، ښايي د هغو خلکو په حق کې يوه اندازه بې انصافي وي چې هره ورځ په ځينو سیمو کې وژل کېږي."

اغلې کوفي وايي، حکومت ته په کار ده چې وسله‎والو مخالفینو سره د جګړې يوه نوې ستراتيژي برابره کړي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG