د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۶

امریکایي چارواکي: د افغانستان لپاره د امریکا پر ستراتیژۍ بحث روان دي


د امریکا دفاع وزیر جیمز متېس وایي، د افغانستان لپاره د امریکا د متحد ایالتونو د ستراتیژۍ کارونه لا نه دي بشپړ شوي.

جیمز متېس د دوشنبې په ورځ په واشنګتن کې خبریالانو ته وویل، د افغانستان د مسئلې په اړه ټول اختیارات لا هم د میز پر سر دي.

د امریکا دفاع وزیر جیمز مټېس
د امریکا دفاع وزیر جیمز مټېس

د متېس په وینا پر دې هم فکر کېږي چې امریکا خپل ټول پوځیان له افغانستانه وباسي او قراردادیانو ته په افغانستان کې خپل ماموریت پرېږدي.

په واشنګتن کې د افغانستان د جګړې د خصوصي کېدو پر مسئلې بحثونه روان دي.

ټایمز ورځپاڼه خبر ورکوي چې د بلک واټر په نوم مشهور خصوصي شرکت انتظار دی چې ولسمشر ټرمپ بلنه ورکړي او دی د افغانستان د جګړې په اړه خپلې طرحې ور سره شریکې کړي.

پرنس ویلي دي، که چېرته د افغانستان د جګړې چارې ور وسپارل شي، د امریکایي ځواکونو پر ځای به د امریکا، اروپا، استرالیا او جنوبي افریقا ۵۰۰۰ قراردادي اجیر ځواکونه وګماري.

پرنس وایي چې د دوی له طرحې سره سم به د افغانستان د جګړې اوسنی لګښت چې هر کال ۴۵ میلیارډه ډالر کېږي، لس میلیارډه ډالرو ته راښکته شي.

د افغانستان لپاره د امریکا د نوې ستراتیژۍ مشري د امریکا دفاع وزیر جیمز متېس او د دغه هېواد د ملي امنیت سلاکار مک مسټر کوي.

متېس د جون په میاشت کې د امریکا د سنا د پوځي خدماتو کمېټې ته ویلي وو چې د جولای په میاشت کې به دا ستراتیژي اعلان شي، خو پر جولای دا دی، دوه اوونۍ اوښتې دي او لا هم دا ستراتیژي نه ده اعلان شوې.

په جرمني کې مېشت د سیاسي چارو کتونکی روح الله احمدزی وایي چې د ستراتیژۍ د ځنډ علت، د سیاسي او پوځي هلو ځلو همغږه کول دي.

ښاغلی احمدزی وایي:

"زه فکر کوم، نظامي تګلاره به د دوی یوه برخه وي، اما اوس ډېر په ډیپلوماټیکې برخه غواړي چې ټینګار وکړي، دا په دې معنی ده چې کومې هلې ځلې چې د ولسمشر اوباما په زمان کې شوې دي او لا هم روانې دي، دې ته به بل لوری ورکړي او په دې اړه د سنا مجلس هم را روان دی او فکر کوم په یوې میاشتې کې به د سنا په غونډه کې هم دې ستراتیژۍ ته بیا کتنه وشي."

د افغانستان لپاره د امریکا د ستراتیژۍ له ځنډېدو وروسته د امریکا په سنا کې د پوځي خدماتو د کمېټې مشر جان مک کېن له خپل لوري د یوې ستراتیژۍ وړاندیز وکړ، په دې ستراتیژۍ کې افغانستان ته د نورو امریکايي پوځیانو د استولو غوښتنه شوې ده او امریکایي ځواکونو ته د طالبانو او داعش پرضد، د عملیاتو په برخه کې، تر پخوا ډېر واک په نظر کې نیول شوی دی.

XS
SM
MD
LG