افغانستان
مټېس: د افغانستان په اړه ستراتېژي به ټرمپ په خپله اعلان کړي
د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزیر جېمز مټېس وايي، د افغانستان په اړه ستراتېژي به ژر ولسمشر ټرمپ په خپله اعلان کړي.
هغه دا خبره پرون اردن ته تر سفر مخکې وکړه.
جېمز مټېس وویل، د افغانستان په اړه ستراتېژي په دقیقه توګه جوړه شوې او بیا کتنې یا د کومې پوښتنې ځای پهکې نهشته دی.
دفاع وزیر وویل، ولسمشر ټرمپ لکه څنګه چې خپله ویلي دا ستراتېژي به امریکایانو ته اعلانوي.
چارواکو ویلي، د ټرمپ امنیتي همکارانو افغانستان ته د درې تر پنځه زره سرتېرو د استولو په پرېکړې ټينګار کړی دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
بدخشان کې سېلابونو د ۱۰ ولسواليو لارې تړلي
د بدخشان له مرکز فیض اباد ښار سره د دغه ولایت د لسو ولسوالیو د تګ راتګ لارې نن تړل شوې دي.
د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې باختر آژانس خبر ورکړ چې د فيض آباد – بهارک لويه لاره، چې له فيض آباد سره لس ولسوالۍ نښلوي د ترافيکو پرمخ بنده شوې ده.
باختر اژانس د بدخشان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس ذبيح الله اميري پر اساس وویل، چې سېلونه د دې لارې د بنديدو سبب شوي دي.
په افغانستان کې وروستیو سېلونو په ځانګړي ډول په بغلان او غور ولایتونو کې سلګونه کسان مړه او ټپیان کړي دي.
سرچینې: تخار کې پر طالبانو چاودنه شوې ده
د تخار ولایت سیمه ییزو سرچینو ویلي چې نن ماسپښین په تالقان کې چاودنه شوې ده.
ځینې سرچینې وايي چې په یوه موټرسایکل کې نصب شوی ماین چاودلی دی.
خو ځينو نورو سرچينو ويلي چې چاودنه د طالبانو په موټر کې د مقناطسي بم په نتیجه کې شوې ده.
د تخار ولایت سیمه ییزو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او ویل کېږي چې له چاودنې وروسته طالبانو د تخار امنیه قوماندانۍ ته غځېدلې لارې تړلې دي.
تر اوسه د دې چاودنې مسوولیت چا منلی نه دی او نه هم د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه څه ویل شوي دي.
د اسپانیا چارواکو په بامیان کې د خپلو اتباعو وژنه تایید کړه
د اسپانیې د بهرنیو چارو وزیر تایید کړې چې په بامیان کې د دې هېواد اتباع وژل شوي دي.
پیدرو سانچیز تېره شپه په خپله ایکسپاڼه لیکلي، د اسپانوي وګړو د وژل کېدو په اړه خواشینی شوی٬ خو نوموړي دا نهدي لیکلي چې په دې پېښه وژل شوي بهرني سیلانیان ټول اسپانویان دي او که نه.
بلخوا رویټرز خبري اژانس د اسپانیا د بهرنیو چارو وزارت په حواله راپور ورکړی چې تېره ورځ جمعه د دې هېواد درې وګړي په بامیان کې وژل شوي او یو بل ټپي دی.
د طالبانو حکومت وايي، د دې پېښې سره په تړاو یې ۴ تنه نیولي دي.
لا تر اوسه چا د دې حملې مسوولیت نهدی منلی.
د افغانستان ازادۍ جبهې په کابل کې د درېیو طالبانو د وژلو ادعا کړې
د افغانستان د ازادۍ جبهه ادعا کوي چې په کابل کې یې د طالبانو د مشر په ساتونکو برید کې د هغوی درې تنه وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.
دې جبهې تېره شپه ناوخته په خپله ایکسپاڼه لیکلي، چریکیانو یې دا برید پرون ماښام د کابل د شاه دو شمشېره جومات تر څېرمه د ارګ په موقتي کمربند کې د ملاهبتالله د ځانګړي ځواک په وسلهوالو وکړ.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومتي چارواکو منلې چې د دوی مشر له څو ورځو راهیسې په کابل کې دی او د والیانو په یوه غونډه کې یې هم ګډون کړی دی.
طالبان: په لوګر کې چادونه شوې
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې د تېرې شپې چاودنه په سیمه د پخوانیو چاودېدونکو توکو د چاودنې پایله ګڼي.
د دې وزارت ویاند عبدالمتین قانع په خپله ایکسپاڼه لیکلي، تېره شپه ۱۲نیمې بجې د د دوی ځانګړو ځواکونو د تعلیمي مرکز "شکار قلعه" ته نږدې یوه اندازه پخواني چاودېدونکي توکي چې په یو ځای کې ایښودل شوي و، د دوی د یوه عسکر د بې احتیاطۍ له امله چاودېدلي دي.
قانع زیاته کړې چې په دې چاودنه کې چا زیان نهدی رسېدلی.
خو په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې وېډیوګانې او معلومات ښيي چې چاودنه زوروه او ان تر لېرې سیمو کې د ځینو کورونو ښېښې ماتې کړي دي.
ملګري متلونه: هره ورځ چاودنې لږ تر لږه دوه افغانان وژني یا هم ټپي کوي
د ملګرو متلونو یو چارواکی وايي، په افغانستان کې هره ورځ چاودنې لږ تر لږه دوه کسان یا وژني یا هم ټپيان کوي.
د سولې د عملیاتو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ژان پیر لاکروا پرون پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې په هرو لسو تلفاتو کې ۸ یې د ماشومانو وي.
لاکروا لیکلي، خوشحاله دی چې افغانستان ته یې د خپل وروستي سفر پر مهال له هغو کسانو سره کتلي چې د دغه تهدید د کمولو او په وړاندې یې د اقدام هڅه کوي.
د ملګرو ملتونو دغه چارواکي لیکلي چې یوناما او شریکان یې د خپلو ژغورونکو بشري چارو د پرمخ بېولو لپاره ملاتړ ته اړتیا لري.
په افغانستان کې وخت ناوخت د پخواني شوروي اتحاد د مهال یا هم په تېرو شلو کلونو کې د طالبانو لهخوا د ځای پر ځای شویو بمونو یا هم ناچاوده وسیلو په چاودنو کې خلکو ته مرګژوبله اوړي.
قُمي: لا هم د هېوادونو اقدامات د افغانستان د لانجې په حل کې ګټور نه دي تمام شوي
د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی او سفیر حسن کاظمي قُمي وايي، لا هم د سیمې د لیرې هېوادونو اقدامات د افغانستان د لانجې په حل کې ګټور نه دي تمام شوي.
قُمي دا خبره د افغانستان لپاره د ایټالیا له ځانګړي استازي جانفرانکو پیټروزیلا سره په کتنه کړې ده.
قُمي پرون په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې په افغانستان کې د ناوړه وضعیت دوام، ښايي د اروپا لپاره د ګواښونو سرچینه شي.
د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي لیکلي چې په دې کتنه کې یې د دوحې د درېیمې غونډې پر موضوعاتو هم خبرې وکړې.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایووا په مارچ میاشت کې ویلي وو چې د دوحې د درېیمې غونډې لپاره چمتووالی روان دی.
پر افغانستان د دوحې دویمه غونډه د فبروري پر ۱۸مه او ۱۹مه شوې وه چې د ۲۵ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو په کې برخه اخیستې وه.
طالبان له ایران سره د صادراتو او وارداتو اندازه ۱۰ میلیارد ډالرو ته رسول غواړي
ځینو ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر ویلي، د طالبانو حکومت پر دې غور کوي چې له ایران سره د صادراتو او وارداتو اندازه ۱۰ میلیارد ډالرو ته ورسوي.
د ایران "ایسنا" او "عصر ایران" رسنیو پرون لیکلي چې نورالدین عزیزي د کازان فورم د پنځلسمې غونډې پر مهال د ایران د حلال صنعت د نندارتون د کتنې پر مهال دا خبره کړې ده.
د راپور له مخې، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر ویلي، دوی غواړي د افغانستان پر پولو د ګمرکونو کاري موده ۲۴ ساعته کړي چې ورسره واردات او صادرات چټک شي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد مخکې ویلي وو چې په ۲۰۲۳م کال کې له ایران سره د افغانستان د سوداګرۍ اندازه یو میلیارد او ۷۳۹ میلیون ډالرو ته رسېدلې وه.
د ده په وینا، په دې اندازه ۲۹ میلیونه ډالره د افغانستان صادرات او پاتې یو میلیارد او ۷۱۰ میلیون ډالره له ایران څخه افغانستان ته د وارداتو اندازه وه.
کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ افغان ملي لوبډله ورته تمریناتي کمپ پیلوي
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د کرکټ ملي لوبډله به په ویسټ انډیز کې د راروان نړیوال جام لپاره خپل لس ورځنی تمریناتي کمپ پیل کړي.
د دغه بورډ ویاند سید نسیم سادات پرون ازادي راډیو ته وویل، ملي لوبډله ویسټ انډیز ته تللې ده.
هغه وايي: "د افغانستان هغه لوبغاړي به چې په آيپيایل IPL کې لوبېدل ډېر ژر له ملي لوبډلې سره یوځای شي. مخکې تر دې چې دوی خپلې رسمي لوبې وکړي، دوی به په ویسټ انډیز کې لس ورځې تمرینات وکړي. افغان ټیم دوې دوستانه لوبې هم لري، چې یوه له عمان او بله له سکاټلنډ سره ده."
په نړیوال شل اووره جام کې به، د افغانستان لومړۍ رسمي لوبه د جون میاشتې پر څلورمه له یوګانډا سره وي، بیا به له نیوزیلنډ، پاپوانیوګیني او ویسټ انډیز سره لوبې کوي.
پاملرنې نړیوالې موسسې د افغان سېلاب ځپلو د ناروغیو د ژر درملنې غوښتنه وکړه
د پاملرنې نړیوال مرستندویه سازمان په افغانستان کې د وروستیو سختو وروښتونو او ورسره تړلو سېلابونو وروسته په دې هېواد کې د اوبو له لارې د خپریدونکو ناروغیو، لکه کولرا او نورو ناروغیو د زیاتیدو انديښنه ښودلی او خبرداری یې ورکړی چې که په وخت یې مخه ونه نیول شي په سېلاب زپلو سیمو کې خراب بشري وضیعت به نور هم خراب شي.
دې سازمان په یوه بیان کې د پاملرنې موسیسې د افغانستان د برخې د مشر ګراهم ډېوېسن له خولې ويلي: " په دې برخه کې په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو په اړه اندېښمن دي، هغوی چې پر ازادیو یې لګیدلي محدودیتونه حیاتي خدمتونو ته د دوی د لاسرسي په برخه کې خنډ ګرځي. "
ګراهم ډېوېسن زیاته کړې دا سېلابونه په داسې وخت کې راغلي چې افغانستان د بشري مرستو د بودیجې له کمي سره مخ دی او د بشري مرستو پلان یوازې ۱۶٪ تمویل شوی.
نوموړي خبرداری ورکړی چې " روستي سېلابونه به موجودې ننګونې نورې هم زیاتې کړي، او د هغو لپاره به چې مځکې او شتمنۍ یې له لاسه ورکړي به سرپناه، خوړو او درملو ته لاسرسی لا پسې ستونزمن کړي" .
په ورته وخت کې، د بې پولې ډاکټرانو سازمان (MSF) ویلي چې په ۲۰۲۴ کال د لومړیو څلورو میاشتو کې د دوی ټیمونو په بلخ، هرات او هلمند ولایتونو کې چې دا سازمان په کې فعالیت کوي، د شري د ناروغۍ په پېښو کې د اندېښنې وړ زیاتوالی راغلی دی.