د امريکا متحدو ايالتونو عالي رتبه امنيتي چارواکي وايي، له شمالي کوريا سره پوځي مقابله ژر پېښېدونکې نه ده.
د امريکا د مرکزي استخباراتو يا «CIA» مشر مايک پامپيو او د ملي امنيت سلاکار اېچ، ار مکمسټر که څه هم هڅه وکړه خلکو ته ډاډ ورکړي چې له شمالي کوريا سره هره شخړه د مخنيوي وړ ده، په عين حال کې يې د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تُندو څرګندونو ملاتړ هم کړى دى.
دوى ويلي، د امريکا متحده ايالات او متحدان يې نور لاس تر زنې نه شي کښېنستاى چې شمالي کوريا دې داسې بين القاره يي بالستيک توغندي جوړ کړي چې اټمي سروکي لېږدولاى شي.
د امريکا د ملي امنيت سلاکار مکمسټر وويل:
"موږ که څه هم د تېرې اوونۍ په اندازه جګړې ته نه يو نيږدې، خو د يوې لسيزې مخکې په نسبت جګړې ته زيات ورنيږدې شوي يو."
ده وويل، د ټرمپ اداره که اړتيا وه د شمالي کوريا په وړاندې پوځي اقداماتو ته هم تياره ده.
بلخوا د امريکا د مرکزي استخباراتو ادارې مشر مايک پامپيو «Mike Pompeo» پرون له «CBS» ټلويزيون سره په مرکه کې وويل:
"موږ له سمدستي پېښېدونکي خطر سره نه يو مخامخ. د شمالي کوريا له لوري کومه حمله، داسې څه نهدي چې سم د لاسه به پېښېږي. امريکايان بايد پوه شي، دا اداره له خپل قدرته په استفاده هره ممکنه هڅه کوي. ولسمشر استخباراتي ادارې او دفاع وزارت ته بشپړ صلاحيت ورکړى. خلک دې ډاډه وي چې موږ امريکا له دغه ګواښ څخه ساتو. "
د چين ولسمشر شي جين پينګ د شنبې په ورځ له خپل امريکايي سيال ډونالډ ټرمپ سره په ټیليفوني خبرو کې غوښتنه وکړه، امريکا او شمالي کوريا دې له داسې څرګندونو او اقداماتو ډډه وکړي چې وضعيت لا خرابوي.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ شمالي کوريا ته تازه خبردارى ورکړى و.
د شمالي کوريا مينجو جوسون ورځپانې د شنبې په ورځ په خپله سرمقاله کې ليکلي، د شمالي کوريا پوځ د هرې هغې جګړې توان لري چې امريکا يې غواړي.