د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۴:۱۰

ټرمپ: شمالي کوریا باید له پارونکو څرګندونو لاس واخلي


سپینې ماڼۍ نن سهار په یوه خبرپاڼه کې وویل چې شمالي کوریا باید له تحریک امیزه کارونو او د شدت څرګندولو لاس واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون له شمالي کوریا سره د لانجې په اړه د چین له ولسمشر سره ټلیفوني خبرې کړې دي.

سپینې ماڼۍ ویلي چې دواړو ولسمشرانو ټینګار کړی چې کوریا ګانې باید له اټمي وسلو پاکې او خوندي پاتې شي.

ډونالد ټرمپ پرون په نیوجرسي کې خبریالانوته وویل:

"زه هیله لرم چې شمالي کوریا به په بشپړ ډول، د زما د خبرو په شدت وپوهېږي او عمق به یې ورته څرګند شي او زه په خپله خبره ولاړ یم."

XS
SM
MD
LG