خبرونه
زیلینسکي: سوله کوو، خو په هره بییه نه
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د نوي کال هرکلی په یوې وینا وکړ او ژمنه یې وکړه چې له روسیې سره به د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې د تړون لپاره هڅو ته دوام ورکړي، خو نوموړي وویل داسې هم ممکنه نه ده چې په هره بییه موافقه وشي.
د زیلینسکي د تیرې شپې دا تلویزیوني وینا یو ویشت دقیقې وه. ده وویل چې د متحده ایالاتو په منځګړیتوب د سولې تړون "۹۰ سلنه" بشپړ شوی، خو نوموړي خبرداری ورکړ چې پاتې ۱۰ فیصده به ستونزمن وي او دا به "د سولې، اوکراین او اروپا برخلیک" وټاکي.
د اوکراین ولسمشر بیا وویل، اوکراین سوله غواړي خو په هر قیمت یې نه غواړي. زیلینسکي زیاته کړه چې د جګړې پای ته رسیدل غواړي، خو د اوکراین ختمیدل نه غواړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له ایرلنډ سره خپله وروستۍ لوبه کوي
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د شنبې په ورځ د (اګسټ ۱۵مه) له ایرلنډ سره لوبه لري.
لوبه د افغانستان په وخت د ماسپښین په ۳ بجو او ۱۵ دقیقو پیلېږي.
دا لوبه د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو ۵۰ اوریزو لوبو د لړۍ وروستۍ سیالۍ ده.
لوبه د ایرلنډ په سټورمونټ لوبغالي کې ترسره کېږي.
د روانې لوبلړۍ لومړۍ لوبه د باران له کبله لغوه شوه، خو پاتې درې نورې لوبې افغانستان په لوی توپیر وګټلې.
تمه ده د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د سپټمبر په میاشت کې د هند پر وړاندې د درېیو ۲۰ اوریزو سیالیو کوربهتوب وکړي.
د امریکا د خزانې وزیر: امریکا غواړي ایران ته "بېساری مالي زیان" ورسوي
د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنټ وايي، "امریکا غواړي ایران ته بېساری مالي زیان ورسوي".
هغه د پنجشنبې په ورځ مکس نیوز شبکې سره په یوه مرکه کې وویل: "راتلونکې اوونۍ د نویو خبرونو په تمه اوسئ، ځکه غواړو داسې اقدامات وکړو چې په تاریخي ډول ایران اقتصادي انزوا ته وړي."
د امریکا د خزانې وزارت په وروستیو میاشتو کې د ایران پر مرکزي بانک او د دې هېواد په میلیونو ډیجیټالي پانګې بندیزونه ولګول.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له دې مخکې د ایران د اقتصادي انزوا په اړه خبرداری ورکړی و.
هغه د تېرې سې شنبې په ورځ په یوه مرکه کې ویلي و "د امریکا لپاره د ایران په اړه ښه انتخاب دا دی چې تهران په بحراني اقتصادي وضعیت کې پرېږدي څو له اقتصادي اړخه ماتې وخوري".
بریتانوي چارواکي:د اطفاییې کارکونکي د څو پراخو اورلګیدونو د مړه کولو لپاره ترفشار لاندې دي
بریتانیا کې چارواکي وايي د هوا د ګرمي د زیاتیدو او وچکالۍ په نتیجه کې د اطفاییې کارکونکي د څو پراخو اورلګیدونو د مړه کولو لپاره ترفشار لاندې دي.
په سټور بریج ښار کې د پنجشنبې اورلګیدنې یو شمیر کورونه زیانمن کړل او دځینو سیمو څخه خلک له کورونو وویستل شول.
چارواکو خبرداری ورکړی دی چې اقلیمي بدلون او سختې ګرمي د پراخو او ستونزمنو اورلګیدنو خطر زیات کړی دی.
د خبریالانو دساتنې کمیټه افغانستان کې له چارواکو غواړي چې د خبریالانو له ځپنې لاس واخلي
د خبریالانو دساتنې کمیټه،(CPJ)، افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د پنځمې کالیزې په مناسبت د رسنیو او په ځانګړې توګه د ښځینه خبریالانو د ځپنې د پای ته رسولو غوښتنه کوي.
په نیویارک کې دغه کمیټه له طالبانو دا هم غواړي چې هغه پراخ محدودیتونه دې لرې کړي چې خپلواکو معلوماتو ته د لاسرسي مخه یې نیولې او د تبلیغاتي فضا د پراخېدو زمینه یې برابره کړې ده.
طالبانو دخبریالانو د ساتنې د کمیټې اعلامیې ته غبرګون نه دی ښودلی خو مخکې یې ویلي چې د اسلامي شریعت او ملي ګټو په چوکاټ کې د رسنیو او د خبریالانو د فعالیت ملاتړ ته ژمن دي.
تاجیکستان ددغه هیواد په هوايي حریم د تیري له امله کابل ته احتجاج لیک سپارلی دی
تاجیکستان د بدخشان په سرحدي سیمو کې د نښتو په ترځ کې ددغه هیواد په هوايي حریم د تیري ، د پولې پورې غاړه کورونو ته دزیان اوښتو او دیوه ولسي وګړي د وژل کیدو له امله کابل ته احتجاج لیک سپارلی دی.
د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وايی د تاجیکستان پولو ته نږدې وسله والو نښتو ددغه هیواد امنیت ګواښلی او نړیوال قوانین مات کړي دي.
دوشنبه افغانستان کې د طالبانو له حکومت غوښتي چې د پولو درناوی وکړي او د تیریو مخه ونیسي.
په عین حال کې ،د اسیا – پلاس رسنۍ د جمعې په ورځ رپوټ ورکړ چې په ډزو کې په یوه سرحدي کلي کې یوه امیندواره ښځه لګیدلې او مړه شوې ده.
رپوټونه وايي د بدخشان نسی ولسوالۍ کې د طالب ځواکونو او ددوی دیو ناراضي قوماندان جمعه خان فاتح د پلویانو ترمینځ نښتې درې ورځې مخکې پیل شوي دي چې په ترځ کې یې د پنجشنبې په ورځ د طالبانو یوه هیلي کوپټر هم نسکوره شوې ده.
جي ډي ونس : ایران سره د جګړې اصلي لومړیتوب اوس د تیلو دبیو را کمول دي
د متحدوایالاتو مرستیال ولسمشر جي ډي ونس د پنجشنبې په ورځ ، د زمري په ۲۳مه، وویل چې له ایران سره په جګړه کې د امریکا اصلي لومړیتوب نور د دغه هېواد اټومي پروګرام نه،بلکې د امریکايانو لپاره د تېلو د بیو راکمول دي.
د خزانې وزیر سکاټ بسنت هم ټینګار وکړ چې د تهران د کمزوري کولو لپاره نوي اقتصادي بندیزونه په لاره دي.
ښاغلي ونس له فاکس نیوز شبکې سره په خبرو کې وویل چې د اټومي وسلو د ترلاسه کولولپاره د ایران دهلوځلو مخنیوی اوس د هرمز له تنګي څخه د تېلو د ازاد جریان په پرتله دویم لومړیتوب دی.
د امریکا مرستیال ولسمشر زیاته کړ چې د تیلو بیې د جګړې لومړیو ورځو ته په کتو اوس ډېرې ټیټې شوې دي او لومړی هدف دا دی چې د امریکایانو لپاره د تېلو او ګازو بیې ارزانه وساتل شي.
هغه وویل چې البته دویم هدف دا دی چې ډاډ ترلاسه شي چې ایران هېڅکله اټومي وسلې ترلاسه نه کړي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې ولسمشر ټرمپ تل ایران سره د جګړې اصلي دلیل ددغه هیواد اټومي پروګرام یاد کړی دی.
د هرمز تنګی چې له جګړې مخکې ورڅخه د نړۍ د نفتو او ګازو ۲۰ سلنه صادرات ترسره کیدل دایران په ځوابي اقدام کې په بشپړه توګه وتړل شو خو امریکايي چارواکي ټینګار کوي چې په دغه ستراتیژیک تنګي کې د بیړیو تګ راتګ جریان لري او دامریکا تربشپړ کنټرول لاندې دی.
افغانستان کې د طالبانو د حکومت دفاع وزارت تاییدوي چې یوه هیلي کوپټر یې بدخشان کې نسکوره شوې
افغانستان کې د طالبانو د حکومت دفاع وزارت تایید کړه چې یوه هیلي کوپټر یې بدخشان کې نسکوره شوې ده.
ددفاع وزارت څو ساعته مخکې په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې دغه الوتکه د ناستې په مهال دیوې تخنیکي تیروتنې له امله نسکوره شوې خو پیښه کې چاته زیان نه دی رسیدلی.
تر دې مخکې سرچینو د ازادي راډیو تاجیکستاني څانګې ته ویلي وو چې هیلي کوپټر په نسی ولسوالۍ کې د طالبانو د ناراضي قوماندان جمعه خان فاتح د پلویانو د ډزو په نتیجه کې نسکوره شوې ده.
سرچینو داهم ویلي وو چې هیلي کوپټر د ټپیانو د انتقال په حال کې وه چې په یوه کور را پریوتله او په پیښه کې د هیلي کوپټر د اوه کسه سپرلیو سربیره په ځمکه هم یو ماشوم مړه شوی او څلور کسه نور ټپيان شوي دي.
د جمعه خان فاتح او طالب ځواکونو ترمینځ نښتې درې ورځې مخکې پیل شوي دي.
په یو بل خبر کې پرون د فیض اباد لپاره د طالبانو د حکومت ښاروال حبیب الرحمن منصور په یوه چاودنه کې چې مسئولیت یې د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې» په نامه د طالبانو یوې مخالفې ډلې په غاړه واخیست ووژل شو .
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د شنبې په ورځ له ایرلنډ سره وروستۍ لوبه لري
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د شنبې په ورځ د (اګست۱۵مه) له ایرلنډ سره لوبه لري.
لوبه د افغانستان په وخت د ماسپښین په ۳ بجو او ۱۵ دقیقو پیلږي.
دا لوبه د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو پنځوس اوریزو لوبو د لړۍ وروستۍ سیالۍ ده.
لوبه د ایرلنډ په سټورمونټ لوبغالي کې ترسره کیږي.
د روانې لوبلړۍ لومړی لوبه د باران له کبله لغوه شوه خو پاتې درې نورې لوبې افغانستان په لوی توپیر وګټلې.
تمه ده د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د سپټمبر په میاشت کې د هند پر وړاندې د دریو شل اوریزو سیالیو کوربتوب وکړي.
یوناما: طالبان دې د افغانستان د پرمختګ لپاره پر ښځو او نجونو لګیدلي بندیزونه لیرې کړي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستنیدوی ماموریت یوناما وايي، پر افغانو ښځو او نجونو د لګیدلو بندیزونو لیرې کیدل د افغانستان د سولې او ثبات لپاره مهم اقدام دی.
یوناما نن پنجشنبه د (اګست۱۳مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي،" پر ښځو او نجونو د طالبانو بندیزونو په نړیواله کچه د افغانستان د پرمختګ او له نورو هېوادونو سره د تعامل مخه نیولې او د هېواد دننه يې د ترهګرۍ د پراخیدو په اړه اندېښنې راپورته کړي دي".
یوناما له طالبانو غوښتي چې پر ښځو لګیدلي بندیزونه لغوه کړي.
د یوناما په بیان راغلي، په وروستیو کلونو کې د امنیت له ښه کیدو سره د بیارغونې او اقتصادي همکاریو زمینه برابره شوې ده.
خو په افغانستان کې د یوناما سرپرسته مرسیتاله جورجیت ګانیون وايي،" سوله یوازې د جګړې د نشتون په مانا نه ده، د افغانستان راتلونکې د داسې ټولنې له رامنځته کیدو سره تړلې ده چې په کې د ټولو افغانانو ظرفیتونه او حقونه خوندي او ادارې ځواب ویونکې او مسولیت منونکې وي".
هغې تاکید وکړ چې پر ښځو او نجونو د بندیزونو دوام به د افغانستان اقتصاد ته سخت زیان ورسوي او په اوږد مهال کې به د افغانانو لپاره نه جبرانیدونکې پایلې ولري.
د طالبانو حکومت تراوسه د یوناما د دې اعلامیې ته غبرګون ښودلی نه دی.
ډونالډ ټرمپ: هرمز تنګی د امریکا په واک کې دی او ساتنه به يې وکړي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي،" هرمز تنګی د امریکا په واک کې دی او ساتنه به يې وکړي".
هغه پر خپلې ټروت سوشل پاڼې لیکلي،" امریکا د هرمز تنګي واک په لاس کې لري او فکر کوم چې دا تنګی به په خپل واک کې وساتو".
هغه وړاندې ویلي،" ټول زموږ دې سمندري محاصرې ته " اوسپینز دیوال" وايي او ایران ځکه څه کولی نه شي چې سمندري ځواکونه او سرتیري نه لري".
ولسمشر ټرمپ لیکي،"د ایران حکومت نور مالي توان نه لري چې خپل سرتیري راټول کړي او د مشرانو برخلیک يې نا څرګند دی".
هغه په پای کې لیکي،"د خدای شکر" خو دغه کلمی يې په عربي "الحمدالله" لیکلې ده.
ولسمشر ټرمپ په وروستیو کې په ځلونو د ایران د بد اقتصادي وضعیت یادونه کړې ده.
هغه د تیرې سه شنبې په ورځ په یوه مرکه کې ویلي و،" د امریکا لپاره د ایران په اړه ښه انتخاب دا دی چې تهران په بحراني اقتصادي وضعیت کې پریږدي څو له اقتصادي اړخه ماتې وخوري".