د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۶ کب ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۴۷

خبرونه

هند پاکستان له خپلو ګاونډیو سره په ناوړه چلند تورن کړ

هند په ملګرو ملتونو کې پاکستان له خپل ګاونډیو هیوادونو سره په ناوړه چلند تورن کړ او ویې ویل چې د دغه هیواد له لوري په افغانستان کې هوايي بمبارۍ باید په کوم نوم یادې شي.

د ملګرو ملتونو لپاره د هند دایمي استازي پرواتانېني هریش د دوشنبې په ورځ (۱۶ مارچ) له اسلام‌فوبیا سره د مبارزې د نړیوالې ورځې د نمانځنې په غونډه کې، چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ له خوا جوړه شوې وه، وویل:

«د هند لوېدیځ ګاونډی د دې ښه بېلګه دی چې په خپل ګاونډ کې د اسلام‌فوبیا په اړه خیالي کیسې جوړوي.»

هغه د پاکستان نوم په مستقیم ډول یاد نه کړ.

هغه زیاته کړه:

«سړی حیرانېږي چې په همدې هېواد کې د احمدیانو پر وړاندې سخته ځپنه باید څه ونومول شي، یا د بې‌وسه افغانانو په لویه کچه ایستل، او یا د روژې په سپېڅلې میاشت کې په افغانستان کې هوايي بمبارۍ څنګه توجیه کېدای شي؟»

هند او پاکستان له لسیزو راهیسي په خپل منځ کې سیالي لري او تر اوسه پورې یې څو ځلې په خپل منځ کې جګړې هم کړي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

په تهران کې د پرله‌پسې چاودنو راپورونه

په ایران کې ځینو کورنیو رسنیو راپور ورکړی چې د سې شنبې په سهار (۲۶ حوت) د تهران په شمال کې د پرله‌پسې چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

الجزیرې چاینل هم نن سهار راپور ورکړی چې د تهران په شمال کې، د سعدآباد ماڼیو کمپلېکس ته نژدې، څو لویې چاودنې اورېدل شوې دي.

د اسرائیل پوځ د تهران په وخت د سهار له پیل سره سم په خپل ټیلیګرام کې اعلان وکړ چې

«په ټول تهران کې یې پر حکومتي بنسټونو د بریدونو پراخې څپې پیل کړې دي.»

د دغو راپورونو خپلواک تأیید ستونزمن دی، ځکه چې په ایران کې انټرنیټ پرې شوی او د معلوماتو ترلاسه کول محدود شوي دي.

اسرائیل وايي د سپاه پاسداران د بسیج مشر غلامرضا سلیماني وژل شوی دی

له ښي خوا لاریجاني او غلامرضا سلیماني
له ښي خوا لاریجاني او غلامرضا سلیماني

اسرائیل وايي د سپاه پاسداران د بسیج مشر غلامرضا سلیماني وژل شوی دی.

د اسرائیل پوځ وایي چې د سپاه پاسداران د بسیج سازمان مشر غلامرضا سلیماني یې په تهران کې په برید کې ویشتی او وژلی دی.

په ورته وخت کې څو اسرائيلي چارواکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي، علي لاریجاني، هم ویشتل شوی دی. خو د ایران رسنیو تر اوسه دا خبرونه نه دي تایید کړي.

بریدجنرال غلامرضا سلیماني د ۱۳۹۸ لمریز کال له دوبي راهیسې د علي خامنه‌يي په حکم د بسیج سازمان د مشر په توګه ټاکل شوی و.

د علي لاریجاني د برخلیک په اړه ضد او نقیض راپورونه

په همدې وخت کې اسرائیلي رسنیو د سې شنبې د ورځې شاوخوا غرمه مهال راپور ورکړ چې علي لاریجاني هم په نخښه شوی، خو لا روښانه نه ده چې وژل شوی که ټپي شوی.

رویټرز اژانس هم د څلورو اسرائيلي چارواکو له قوله دا خبر تایید کړی دی.

خو د ایران تسنیم خبري اژانس، چې سپاه پاسداران ته نژدې بلل کېږي، د دغو راپورونو په غبرګون کې ویلي چې علي لاریجاني به په څو دقیقو کې یو پیغام خپور کړي.

د درو میاشتو لپاره د یوناما ماموریت پر غځولو غبرګون

UNAMA logo
UNAMA logo

د بخښنې نړیوال سازمان د درو میاشتو په مخه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) د ماموریت د غځولو پر پرېکړې اعتراض کړی دی.

د دې سازمان د جنوبي اسیا سیمه‌ییز دفتر د دوشنبې په شپه (۲۵ حوت) په اېکسپاڼه کې لیکلي:

«په داسې وخت کې چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت لا هم خرابېږي، د امریکا په غوښتنه یوازې د درې میاشتو لپاره د یوناما د ماموریت غځول ژوره اندېښنه راولاړوي.»

په بیان کې ویل شوي چې که د یوناما ماموریت د یوه کال لپاره غځول شوی وای، نو دا زمینه به برابره شوې وای چې دا اداره د خپل ماموریت پر پلي کولو تمرکز وکړي، په ځانګړي ډول د بشري حقونو د څارنې او راپور ورکولو او همداراز د ښځو، سولې او امنیت په برخو کې.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون دوشنبې د یوناما ماموریت د درې میاشتو لپاره وغځاوه.

له دې مخکې متحدوایالتونو ویلي وو چې د یوناما د ماموریت لنډمهاله غځول به امنیت شورا ته وخت ورکړي څو معلومه کړي چې ایا دا ماموریت د افغانستان د اوسني وضعیت له مخې مناسب او بشپړ عملي دی که نه.

په پاکستان کې د پوځي اډې ترڅنګ یوه بې پېلوټه الوتکه لوېدلې

ارشیف
ارشیف

پاکستاني رسنیو د شاهدانو په قول راپور ورکړ چې نن (سې شنبې) سهار وختي د راولپنډۍ د چکلاله په سیمه کې د پاکستان د هوايي ځواک یوې اډې ته نژدې د یوې بې‌پيلوټه الوتکې مخه ونیول شوه.

ځايي اوسېدونکو ویلي چې د سهار شاوخوا ۶:۵۰ بجې د برېښنا مزي ته څېرمه یوه چاودنه وشوه، او په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې له چاودنې وروسته د یوه بام څخه لوګی پورته کېږي.

شاهدانو همداراز ویلي چې د پېښې پر مهال جنګي الوتکې والوتې.

تر اوسه د مرګ ژوبلې یا لوی زیان راپور نه دی ورکړل شوی.

تر دې دوې ورځې پخوا راولپنډۍ او اسلام اباد ته نژدې د فیض اباد پر پوځي سیمه د افغان طالبانو له لوري د بې پېلوټه الوتکو بریدونه شوي وو. خو د دې تازه پېښې په اړه طالبانو څه نه دي ویلي.

هند په کابل کې د معتادانو پر روغتون د پاکستان برید وغانده

په کابل کې د معتادانو روغتون چې تېره شپه پرې پاکستان بمباري وکړه
په کابل کې د معتادانو روغتون چې تېره شپه پرې پاکستان بمباري وکړه

هند په کابل کې د پاکستان د تېرې شپې هوايي برید «وحشیانه» او «یو کرغېړن تهاجمي عمل» وباله او ویې ویل چې دا کار د افغانستان د حاکمیت ښکاره سرغړونه ده.

د طالبانو حکومت ویلي چې د پاکستان د هوايي برید په نتیجه کې په کابل کې د نشه يي توکو د درملنې پر روغتون لږ تر لږه ۴۰۰ کسان وژل شوي او ۲۵۰ نور ټپیان شوي دي. پاکستان دغه ادعا ناسمه کوونکې بللې او ویلي یې دي چې د دوشنبې په شپه یې پوځي تأسیسات او د ترهګرو د ملاتړ بنسټونه په دقیق ډول ویشتي دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جېسوال په یوه توند بیان کې وویل:

«هند په څرګند ډول د مارچ د ۱۶مې په شپه په کابل کې د معتادانو د درملنې پر روغتون د پاکستان وحشیانه هوايي برید غندي. دا په هېڅ ډول پوځي هدف نه شي بلل کېدای. پاکستان اوس هڅه کوي دا عامه وژنه د پوځي عملیاتو په نوم پټه کړي.»

خو پاکستان ویلي چې په کابل کې یې پوځي هدفونه بمباري کړي دي.


د طالبانو محکمې په زابل کې اوه کسه په درو ووهل

د طالبانو لخوا د احکامو د تنفیذ یوه صحنه ، ارشیف
د طالبانو لخوا د احکامو د تنفیذ یوه صحنه ، ارشیف

د طالبانو د حکومت سترې محکمې وویل چې دغه کسان په شاه جوی ولسوالۍ کې د غلا او لواطت په تور هریو شل تر دیرشو درو ووهل شول.

ستره محکمه زیاتوي چې تورنو کسانو ته د د ولتي ادارو د چارواکو او مراجعینو په حضور کې سزا ورکړل شوه.

دغه کسان له ۸ میاشتو تر ۳ کلونو په تنفیذي حبس هم محکوم شوي دي.

د طالبانو حکومت د یکشبنې په ورځ هم ۲۱ کسه د قاچاق او د مخدرو موادو او الکولي مشروباتو د قاچاق او خرڅلاو په جرم په کابل کې په درو وهلي وو.

بدني سزا باندې تل د بشري حقوقو د سازمانونو او ملګرو ملتونو لخوا تل نیوکه شوې ده.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو په دې وروستیو کې خبرداری ورکړ چې په عام محضر کې بدني سزا د نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه ده.

افغانستان کې دشري ناروغۍ موارد زیات شوي

د روغتیا نړیوال سازمان وايي افغانستان کې د شري ناروغي مخ په زیاتیدو ده.

دغه سازمان د دوشبنې په ورځ د مارچ په ۱۶ مه د یو رپوټ په خپرولو سره وویل چې په تیره فبروري میاشت کې افغانستان کې د شري څه دپاسه ۲۶۰۰ نوي موارد او ۱۶ وفیات یې ثبت شوي دي.

د ملګرو ملتونو دغه اداره زیاتوي چې دغه شمیر د مخکنۍ میاشتې په پرتله ۳۵ سلنه زیاتوالی ښيي.

د روغتیا نړیوال سازمان دغه راز په فبروروي میاشت کې د تنفسی شدید عفونت د ۱۵۷ زره مواردو او د ۳۱۳ اړوندو وفیاتو هم خبر ورکوي او وايي چې دغه شمیرې د جنوري میاشتې ابتلا ته په کتو ۳ سلنه کموالی ښيي.

د افغانستان د روغتیايي خدماتو سیستم د بودجې د کموالي له کبله له جدي بحران سره مخ دی او په ځانګړې توګه د لیرې پرتو سیمو اوسیدونکي خدماتو ته دکم لاسرسي څخه شکایت کوي.

ټرمپ: هرمز تنګي کې دایران لخوا ماینونه ایښودل ځان وژنه ده

د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ ، ارشیف
د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ ، ارشیف

د متحدو ایالاتو ولسمشر وايی هرمز تنګی کې ماین ایښودل د ایران د حکومت لپاره ځان وژنه ده.

دونالد ټرمپ زیاتوي چې ایران سره جګړه په وروستیو ورځو کې په "ټول زور" سره دوام لري او تراوسه په دغه هیواد کې څه دپاسه ۷ زره ځایونه په نښه شوي دي.

ټرمپ ټینګار وکړ چې اکثریت دغه اهداف پوځي او اقتصادي وو.

د متحدو ایالاتو ولسمشر وویل ددوشنبې په ورځ په ایران کې د توغندیو او ډرونونو د تولید درې ځایونه هم په نښه شول.

ټرمپ د دوشنبې د ورځې خبرې غونډه کې ګواښ وکړ چې که سپاه پاسداران په هرمز تنګې ماینونه کیږدي دا به یې د ځان وژنې په څیروي.

هغه وویل چې دامریکا پوځ د ایران ټولې دیرش کشتۍ چې ماینونه یې ایښودل له مینځه یوړلې او په وینا یې ټولې اوس د سمندر په تل کې دې.

د اوسکار تر ټولو زیاتې جایزې "یو په بل پسې جګړې" فلم وګټلې

د یو په بل پسې جګړې فلم لوبغاړي او جوړوونکي
د یو په بل پسې جګړې فلم لوبغاړي او جوړوونکي

د اوسکار تر ټولو زیاتې جایزې One Battle After Another یا یو په بل پسې جګړه فلم وګټلې.

د اکاډمي یا اوسکار جایزو ۹۸ دور بېګا په لاس انجلس کې وشو.

یو په بل پسې جګړه د غوره فلم، ډایرکټر، اقتباسي سکرین پلې، ملاتړي رول، ایډيټنګ او د ښه کسټنګ یا لوبغاړو ګمارنې په کټګوریو کې غوره جایزې وګټلې.

تر څنګ یې د غوره نارینه فلمي ستوري جایزه مایکل بي جورډن د سینرز فلم لپاره وګټله.

د غوره فلمي نجلۍ جایزه هم جیسي بکلي ته د همنیټ فلم لپاره ورکړل شوه.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG