د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۸ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۸:۰۲

ټرمپ وايي د شمالي کوریا پر ضد پوځي انتخاب چمتو دی


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، د شمالي کوریا پر ضد پوځي انتخاب چمتو دی.

ولسمشر ترمپ نن پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل که شمالي کوریا غیر عاقلانه عمل وکړي نو د دې هېواد پر ضد پوځي ځواک استعمال اماده دی.

ډونالد ټرمپ ویلي دی هیله من دی چې د شمالي کوریا مشر کیم جون اون به بله لاره غوره کړي.

شمالي کوریا ګواښ کړی دی چې په لویدیځ پاسفیک سمندر کې به د امریکا ګوان ټاپو په نښه کړي.

د امریکا او شمالي کوریا ترمنځ دا لفظي جګړه د پیونګ یونګ لخوا په دې وروستیو د پارونکو څرګندونو او د لرې واټن ویشتونکو توغندیو له ازمیښتونو وروسته پورته شوې ده.

XS
SM
MD
LG