د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۷

په کوریا ټاپووزمه کې د کړکېچ مخنیوي لپاره له امریکا د چین غوښتنه


د چین ولسمشر شي جین پینګ د امریکا د متحدو ایالتونو پر ولسمشر ډونالد ټرمپ ټینګار کړی څو له داسې کلمو او اعمالو دې ډه ډه وکړي چې د کوریا په ټاپو وزمه کې وضعیت چې لا دمخه ترینګلی دی نور هم خراب کړي.

چینايي رسنۍ وايي چې دا خبره د چین ولسمشر د امریکا له ولسمشر سره په ټلیفوني خبرو کې کړې ده.

سپینې ماڼۍ هم نن په یوې اعلامیې کې پر شمالي کوریا ټینګار کړی چې له پارونکي چلن څخه دې ډه ډه وکړي.

د امریکا او چین د ولسمشرانو ترمنځ له ټلیفوني خبرو وروسته سپینې ماڼۍ نن په یوې اعلامیې کې وویل «شمالي کوریا دې پارونکی چلن پای ته ورسوي» او دا چې پر پیونګ یانګ د ملګرو ملتونو نوي بندیزونه د کوریا په ټاپووزمه کې د سولې او ثبات خوا ته «یو مهم او ضروري» ګام دی.

سپینه ماڼۍ همدارنګه وايي چې ولسمشر ټرمپ او د چین ولسمشر شي جین پینګ خپله هغه ژمنه تکرار کړه چې د کوریا ټاپووزمه به له اټمي وسلو پاکوي.

امریکا پر چین ټینګار کړی چې کوریا ټاپووزمه له اټمي وسلو پاکه کړي.
امریکا پر چین ټینګار کړی چې کوریا ټاپووزمه له اټمي وسلو پاکه کړي.

ولسمشر ټرمپ پر چین ټینګار کړی چې پر شمالي کوریا دې د اټمي وسلو د جوړولو د پرواګرام د بندولو لپاره نور فشار راوړي.

چین د شمالي کوریا لوی اقتصادي شریک او د مرستې سرچینه ده، خو وايي دوی نه شي کولای چې پیونګ یانګ د خپل اټمي پروګرام بندولو ته اړ کړي.

د چین او امریکا ولسمشران وروسته له هغې د کوریا د ټاپووزمې پر وضعیت ټلیفوني خبرې کوي چې تېره اوونۍ د امریکا او شمالي کوریا ترمنځ پرلپسې یو بل ته خبرداری ورکړل شول.

شمالي کوریا ګواښ وکړ چې د امریکا پر ګوام ټاپو توغندیو د برید پر پلان غور کوي چیرې چې د امریکا یوه مهمه پوځي اډه ده.

ګوام ټاپو
ګوام ټاپو

د جمعې په ورځ ولسمشر ټرمپ خبرداری ورکړ چې د شمالي کوریا په وړاندې پوځي انتخاب چمتو شوی دی.

نوموړي پر خپل ټویټر ولیکل، «پوځي هواری اوس په بشپړه توګه پر ځای دی، هیله ده چې د شمالي کوریا مشر کیم جانګ اون به بله لاره انتخاب کړي.»

کله چې له ولسمشر ټرمپ څخه دده د وروستي خبرداری په اړه وپوښتل شول، نوموړي وویل:

«زه هیله لرم چې د شمالي کوریا چارواکي د هغه څه په وزن چې زه یې وایم په بشپړه توګه پوه شي.» نوموړي په نیوجرسي کې خبریالانو ته وویل:

ولسمشر ټرمپ
ولسمشر ټرمپ

"که چېرې (د شمالي کوریا مشر کیم جانګ اون) د ګوام، یاد امریکا د خاورې د بلې هرې سیمې او د امریکا د متحدانو پر ضد څه وکړي، نوموړی به پرې ريښتیا پښیمانه شي او زر به پرې پښیمانه شي."

د جمعې په ورځ د خپلې بهرنۍ پالیسۍ له ډلې سره تر لیدنې وروسته ولسمشر ټرمپ وویل، جنوبي کوریا او جاپان چې په سیمه کې د امریکا متحدان دي او د شمالي کوریا له مستقیم ګواښ سره مخ دي د ده له پالیسۍ خوشاله دي.

ولسمشر ټرمپ زیاته کړه چې په شمالي کوریا کې وضعیت ډېر خطرناک دی خو ده د سوله ییز هواري لپاره هیله مندي له لاسه نه ده ورکړې.

د امریکا د دفاع وزیر جیمز متېس ویلي د امریکا متحده ایالات د شمالي کوریا په وړاندې چمتو دي خو خبرداری یې ورکړ چې جګړه به یو ستر ناورین وي.

XS
SM
MD
LG