د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۷

متېس: که شمالي کوریا اټمي وسلو پروګرام ته دوام ورکړي رژیم به یې ختم شي


د امریکا متحدو ایالتونو د چهارشنبې په ورځ شمالي کوریا ته خبرداری ورکړ چې که د اټمي وسلو پروګرام ته دوام ورکړي هغه به د دې هېواد د رژیم د ختمېدو او د خپلو خلکو د بربادي سبب شي.

د امریکا د دفاع وزیر جېمز متېس له‎خوا دغه څرګند خبرداری د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر هغو څرګندونو یو وار بیا تاکید دی چې پرون د ورځې په لومړیو کې یې ویلې و چې د امریکا اټمي وسلې نه ماتېدونکې دي او دی هیله‎مند دی چې هېڅ‎کله له هغو کار وانه‎خلي.

د امریکا د دفاع وزیر له دغه خبرداري څو ساعته وروسته شمالي کوریا بیا د آرام سمندر پر ګوام ټاپو د منځني واټن ویشتونکو توغندیو په وسیلې د حملې ګواښ وکړ او ویې ویل چې د څلورو توغندیو د توغولو د پلان په بشپړولو چې د ګوام ټاپو د سواحلو په ۴۰ کیلومترۍ کې به راپریوځي، کار کوي.

د امریکا د دفاع وزیر جېمز متېس
د امریکا د دفاع وزیر جېمز متېس

د امریکا او شمالي کوریا ترمنځ د راپورته شوي کړکېچ په اړه د ملګروملتونو سرمنشي هم سخته اندیښنه څرګنده کړې ده.

د هغه ویاند سټیفن دوجاریچ پرون نیویارک کې خبریالانو ته وویل:

"واضح ده چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترس د دغه وضعیت دوام سخت اندیښمن کړی او هم هغو لفظي شخړو ناراحته کړی چې موږ یې شاهدان یو. "

پیونګ یانګ د امریکا خبرداري بې ځایه بللي او ویلي یې دي چې د امریکا له ولسمشرسره خبرې نه کوي ځکه هغه هېڅ دلیل نه‎لري.

XS
SM
MD
LG