د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۵

شمالي کوریا د امریکا پر «ګوام» ټاپو د میزایل حملې پلانونه ارزوي


شمالي کوريا ويلي، د امريکا د ارام سمندرګي پروګوام ټاپو د ميزايلو د حملې په اړه په دقت پلانونه ازمويي.

شمالي کوريا نن چهارشنبه وويل په پام کې لري، داسې يو مزايل جوړ کړي چې په اټمي سروکې سمبال وي او د امريکا متحده ايالاتو د قلمرو د ويشتلو توان ولري.

شمالي کوريا په خپلو اټمي او راکټي ازموينو سره له نړيوالو بنديزونو سرغړونه کړې، د دغو بنديزونو هدف د اټمي او ميزايلو له پروګرامونو د شمالي کوريا راګرځول دي.

د شمالي کوریا یوه ویاند ویلي چې دوی په دې اړه د «اون» پرېکړې ته په تمه دي.
د شمالي کوریا یوه ویاند ویلي چې دوی په دې اړه د «اون» پرېکړې ته په تمه دي.

د شمالي کوريا د پوځ يوه وياند په يوه اعلاميه کې چې د دغه هېواد خبري اژانس «KCNA» هم خپره کړې ويلي:

"هره شېبه چې د شمالي کوريا رهبر کېم جونګ اون پرېکړه وکړي، ممکن يو منځنى يا ليرې واټن ويشتونکى ستراتېژيک بالسټيک ميزايل د امريکا د ګوام ټاپو پر لوري وويشتل شي."

د پوځ وياند ويلي، د دغه بريد هدف به ګوام وي چې د امريکا سترې پوځي اډې په‌کې پرتې دي.

ګوام ټاپو په اسيا پاسیفيک حوزه کې د سترو پوځي مأموريتونو لپاره د امريکا مهمه ساحه ګڼل کېږي.

تر دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ خبرداری ورکړی و، که چېرې شمالي کوریا بیا د امریکا متحده ایالاتو ته ګواښ وکړي «له اور او غوسې» سره به مخامخ شي.

ټرمپ: ښه به دا وي چې شمالي کوریا هېڅ ډول ګواښ ونه‌کړي.
ټرمپ: ښه به دا وي چې شمالي کوریا هېڅ ډول ګواښ ونه‌کړي.

ډونالد ټرمپ پرون په نیو جرسي ايالت کې خبریالانو ته وویل:

"غوره به دا وي چې شمالي کوریا نور د امریکا متحده ایالاتو ته هېڅ ډول ګواښ ونه‌کړي، که نه؟ له داسې اور او غوسې سره به مخ شي چې نړۍ یې تر اوسه ساری نه‌دی لیدلی."

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د شنبې په ورځ د شمالي کوریا د اټمي پروګرام د پای ته رسولو لپاره د رأیو په اکثریت پر دې هېواد تازه بندیزونه تصویب کړل.

شمالي کوريا دغه بنديزونه پر خپله ځمکنۍ بشپړتيا تېرى بللى او ويلي يې دي تياره ده چې واشنګټن ته سخت سبق ورکړي.

XS
SM
MD
LG