د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۲

ټرمپ او مون جه-این موافقه وکړه چې پر شمالي کوریا بندیزونه زیاتوي


د جنوبي کوریا جمهوري ریاست وايي د دې هېواد مشر او د امریکا ولسمشر پرون په یوه ټیلیفوني تماس کې چې یو ساعت‌يې دوام وکړ، د شمالي کوریا پر وړاندې د خپلو همکاریو پر زیاتوالو موافقه وکړه.

ډونالد ټرمپ او د جنوبي کوریا مشر مون جه-این په داسې وخت کې پر شمالي کوریا د فشارونو پر زیاتولو موافقه کړې چې ټاکل شوې د متحده ایالاتو او جنوبي کوریا ځواکونه د روانې اګسټ میاشتې په وروستیو کې ګډ پوځي تمرینونه وکړي.

بل لور ته سپینې ماڼۍ په یوې اعلامیه کې ویلي چې د امریکا او جنوبي کوریا مشرانو شمالي کوریا د نړۍ د هېوادونو لپاره یو مستقیم او جدي ګواښ وباله.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د روانې اګسټ میاشتې په پنځمه نېټه د رأیو په مطلق اکثریت سره پر شمالي کوریا نوي بندیزونه تصویب کړل.

ملګري ملتونه وايي، د دې بندیزونو هدف له اټمي پروګرام او وسلو څخه د شمالي کوریا منع کول دي.

چین او روسیې چې په ملګرو ملتونو کې يې له ډېر وخت راهیسې د شمالي کوریا پر ضد ګام نه‌پورته کاوه پر پیونګ یانګ له نویو بندیزونو ملاتړ کړی دی.

بل لور ته د شمالي کوریا د حکومت یوه ویاند بانک کوانک هېوک پرون د فیلیپین په مرکز مانیلا کې پر خپل هېواد د نویو بندیزونو په اړه وویل:

"ایا د شمالي کوریا د اټمي وسلو دستګاه د نړۍ لپاره یو ګواښ دی او که د امریکا لپاره؟ موږ غواړو واضحه کړو چې امریکا د کوریا په ټاپو وزمه کې د وضعیت د خرابېدو او د اټمي موضوع د کړکېچ مسؤله ده."

پر شمالي کوریا وروستي لګول شوي بندیزونه کولای شي د دې هېواد کلني صادارات ۷۰ په سلو کې کم کړي.

په همدې حال کې متحده ایالاتو، جاپان او اسټرالیا له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د شمالي کوریا د ګواښونکي او ورانونکې تګ‎لارې د بندېدو لپاره دې ګامونه واخلي.

دې درې واړو هېوادونو پر نړیواله ټولنه غږ کړی چې د شمالي کوریا د وروستیو راکټي ازمیښتونو له امله دې پر پیونګ یانګ ډیپلوماتیک او اقتصادي فشارونه زیات کړي.

XS
SM
MD
LG