د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۶

د امریکا خبرداری: شمالي کوریا دې د ځان منزوي کول پای ته ورسوي


د امریکا د دفاع وزیر جېمز متېس په خبرداري کې پر شمالي کوریا ټینګار شوی چې د خپل ځان منزوي کول دې پای ته ورسوي او د اټمي وسلو د جوړولو پروګرام دې ودروي.

ښاغلي متېس ویلي، شمالي کوریا به د وسلو هر ډول سیالي او کړکېچ چې پیلوي یې وبایلي.

د متېس له دې خبرداري څو ساعته وروسته شمالي کوریا خپل هغه خبرداری بیا تکرار کړ چې د ارام سمندر په ګوام ټاپو به د منځني واټن ویشتونکي توغندي وتوغوي او زیاته کړې یې ده چې دوی هغه پلان نهايي کوي چې غواړي د جاپان په ټاپوګانو او د ګوام سواحل ته نېژدې پر اوبو څلور توغندي وتوغوي.

پیونګ یانګ همدارنګه د امریکا وروستي خبرداري هم بې معنی بللي دي او ویلي یې دي چې د امریکا له ولسمشر سره خبرو ته نه‎دي چمتو.

د پیونګ یانګ او واشنګټن ترمنځ یو بل ته دا ګواښونه په داسې حال کې تبادله کېږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن امریکایانو ته ډاډ ورکړی چې د امریکا پر خاوره د شمالي کوریا د برید د احتمال په اړه دې اندېښنه نه‎کوي.

ټېلرسن زیاته کړې چې امریکایان دې د شپې ارام خوب وکړي.

شمالي کوریا پر ګوام د برید خبرداری څو ساعته وروسته له هغې ورکړ چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دې هېواد ته اخطار ورکړ چې که بل ځل یې د امریکا متحده ایالاتو ته ګواښ وکړ له داسې اور او غضب سره به مخ شي چې نړۍ یې تر اوسه ساری نه‎دی لیدلی.

ټرمپ له دې خبرداري وروسته وویل، هیله لري چې د امریکا متحده ایالات به خپل اټمي سلاکوټ ونه کاروي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن، د ولسمشر ټرمپ د دې سخت خبرداري په اړه وايي:

"هغه څه چې د امریکا ولسمشر یې کوي دا دي چې شمالي کوریا ته په یو داسې ژبه سخت پیغام ورکړې چې د دې هېواد رهبر کیم جانګ اون پرې پوهېږي، ځکه هغه داسې نه ښکاري چې په ډیپلوماټیکه ژبه دې پوه شي. زه فکر کوم ولسمشر غوښتل شمالي کوریا رژیم ته روښانه کړي چې امریکا د خپلې دفاع لپاره له شک پرته وړتیا لري او د خپل ځان او خپلو متحدانو دفاع به وکړي. زه فکر کوم دا مهمه ده چې هغه دا پیغام ورکړ څو هغوی له ځان سره په دې اړه ناسم حساب ونه‎کړي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن

د سپینې ماڼۍ او پیونګ یانګ ترمنځ کړکېچ وروسته له هغې چې شمالي کوریا د جولای میاشت کې د توغندیو دوه ازموینې وکړې نور هم تود شو.

ویل کېږي چې له دې ازموینو سره شمالي کوریا خپل هغه هدف ته چې د اوږده واټن ویشتونکي توغندي جوړ کړي څو متحده ایالاتو ته ورسېږي نېژدې شوې ده.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اګست په پنځمه نېټه په قاطع اکثریت پر شمالي کوریا نوي بندیزونه ولګول څو خپل اټمي پروګرام پای ته ورسوي. خو شمالي کوریا ویلي له امریکا به د دې بندیزونو غچ واخلي.

د واشنګټن او پیونګ یانګ ترمنځ د وروستیو خبرداریو په اړه بېلابېل نړیوال عکس العملونه رامخې ته شوي.

د ملګرو ملتونو ویاند ویلي چې د دې سازمان عمومي منشي انتونیو ګوترس د زیاتیدونکي کړکېچ له کبله اندېښمن دی.

د جاپان د کابیني لوړ پوړي وزیر یوشیدې سوګا د چهارشنبې په ورځ د امریکا د دریځ ملاتړ وکړ او ویې ویل:

"د امریکا متحدو ایالاتونو ویلي چې د شمالي کوریا په وړاندې ټول انتخابونه په مخ کې دي. د جاپان حکومت د دې چلند ملاتړ کوي."

د جاپان د کابیني لوړ پوړی وزیر یوشیدې سوګا
د جاپان د کابیني لوړ پوړی وزیر یوشیدې سوګا

بریتانیا هم د ټرمپ د دریځ ملاتړ کړی او په ملګرو ملتونو کې د دې هېواد سفیر ویلي چې بریتانیا له امریکا سره اوږه په اوږه ولاړه ده.

فرانسې هم د ولسمشر ټرمپ دریځ پرځای بللی، خو پر دواړو خواوو یې د زغم او د ترینګلتیا د راکمولو لپاره هم ټینګار کړی.

جرمني هم پر دواړو خواوو د زغم ټینګار کړی. د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي د کوریا په ټاپو وزمه کې زیاتونکی کړکېچ د اندېښنې وړ دی او په دواړو لورو د زغم ټینګار کوي.

چین او روسیې چې له شمالي کوریا سره نېژدې اړیکې لري هم په دواړو لورو د زغم او د کړکېچ د راکمولو غږ کړی دی.

XS
SM
MD
LG