د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د شمالي کوریا تر ګواښ وروسته ګوام ټاپو ته تللی


ګوام ټاپو
ګوام ټاپو

د امريکا د بهرنیو چارو وزير هغه ټاپو ته تللی چې شمالي کوريا يې د توغندیو په وسیله د ويشتلو تهديد کړی.

رکس ټېلرسن له امريکايانو غوښتي چې د دغو تهدیدونو په اړه دې اندېښنه نه‌کوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير رکس ټېلرسن وروسته له هغه چې شمالي کوریا او د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ يو بل ته ګواښونه وکړل، د ارامېدو غوښتنه کړې او ويلي يې دي چې امریکايان باید هېڅ اندېښنه ونه‌لري.

رکس ټېلرسن
رکس ټېلرسن

ټېلرسن د چهارشنبې په ورځ د امريکا په «ګوام» ټاپو کې خبریالانو ته خبرې وکړې.

ده وويل باور لري چې د شمالي کوریا له‌خوا جدي تهديد نه‌شته او پر دغې ټاپو د شمالي کوريا له‌خوا د توغندیو د حملو د پلان په اړه په محتاطه توګه ارزونه کوي.

په همدې حال کې جرمني د شمالي کوریا او امريکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ تر منځ د تُندو څرګندونو د تبادلې په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده او هيله‌يې کړې چې له داسې چلنده ډډه وکړي.

د جرمني د بهرنيو چارو وزارت وياند مارټين شېفر دا خبرې د چهار شنبې په ورځ په داسې حال کې راغلي چې ټرمپ وويل، د پيونګ‌يانګ د نورو تهدیدونو په عکس‌العمل کې به شمالي کوريا له داسې نښتې او قهر سره مخامخ شي چې نړۍ مخکې نه‌وي ليدلی.

ټرمپ او اون یو بل ته ګواښونه وکړل.
ټرمپ او اون یو بل ته ګواښونه وکړل.

يو څو ساعته وروسته شمالي کوریا وويل چې دوی د امریکا پر پاسيفیک ټاپو ګوام د توغندیو د برید په اړه غور کوي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت وياند مارټين شېفر خبریالانو ته وويل:

"موږ د کوريا ټاپووزمې په اړه د خبرو زياتېدو ته په اندېښنه ځير يو، ځکه موږ پر ټولو لورو غږ کوو چې (له داسي خبرو) ډډه وکړي."

شېفر وويل، جرمني باور لري چې له اټمي وسلو پاکه جنوب لوېديځه اسیا نه‌شي رامنځته کولای.

شمالي کوریا ويلي چې هدف‌يې د داسې اټمي سروکو لرونکي توغنديو جوړول دی چې د امريکا خاوره ويشتلی شي.

شمالي کوريا همداراز هغو نړیوالو اقتصادي بنديزونو ته بې‌تفاوتي ښکاره کړې چې د دې هېواد د اټمي او توغنديو د پروګرام د مخنیوي په هدف پرې لګول شوي دي.

د شمالي کوریا دولتي ټلوېزيون څخه د دې هېواد د پوځ اعلاميه اعلان شوې چې وايي، د امريکا د ګوام ټاپو پر لور د ميزايلو حمله يوازي د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون امر ته معطله ده.

د پوځ وياند ويلي چې دا حمله به په ګوام کې د امریکا تر ټولو لويه نظامي اډه هم په نښه کوي.

امریکا په ګوام ټاپو کې یوه مهمه نظامي اډه لري.

شمالي کوريا ويلي چې امریکا د جګړې تیاری کوي، خو دا جګړه به تغيیر وکړي او د امريکا په شمول د شمالي کوريا د دښمنانو ټول مرکزونه به له‌منځه يوسي.

XS
SM
MD
LG