د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۷

رکس ټېلرسن: ډونالد ټرمپ د پخوا په څېر د افغانستان د جګړې دوام نه‌مني


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن وايي، ولسمشر ډونالد ټرمپ نه‌غواړي د افغانستان ستراتېژۍ ته د پخوا په څېر دوام ورکړي.

سپینه مانۍ په افغانستان کې له ۱۶ کاله جګړې وروسته د دې جګړې لپاره پر خپله پالېسۍ بیا غور کوي او راپورونه وايي چې د ټرمپ د ملي امنیت ډله په دې اړه چې افغانستان ته اضافي پوځیان ولېږل شي که نه؟ په دوو ډلو وېشل شوې ده.

ټېلرسن چې د جنوب ختیځې آسیا د هېوادونو د ټولنې یا "ازیان" د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره په مانیلا کې دی نن خبریالانو ته وویل، ښاغلی ټرمپ د پخوا په څېر د دې جګړې دوام نه‌مني او ځکه د افغانستان د مأموریت په اړه مشخصې او سختې پوښتنې کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن


ټېلرسن زیاته کړه، دا هغه پوښتنې دي چې مخکې هېڅ‌چا هم نه‌غوښتل رابرسېره‌یې کړي.

ټېلرسن وویل چې د ملي امنیت ډله هم دې سختو پوښتنو ته وړ ځوابونه او مشورې ورکوي.

ده د خپلو مشورو په اړه څه ونه‌ویل، خو یادونه‌یې وکړه چې دا مشورې د ډېر دقت، بصیرت او د راتلونکې په اړه د ریالیسټیک تصویر پر بنسټ ورکول کېږي.

د ټېلرسن په وینا د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ټیم د دې موضوع د څېړنې لپاره تر اوسه درې ځلې غونډه کړې او مرستیال ولسمشر مایک پنس هم له ولسمشر ټرمپ سره یوځای د افغانستان پر ستراتېژۍ د غور لېوال دی.

د امریکا پوځي جنرالان د افغانستان جګړې ته ولاړ حالت وايي او حتی د امریکا او د ناټو د غړو له څو کلنو دوامدارو هڅو وروسته لا هم د افغانستان امنیتي ځواکونه د وسله‌والو طالبانو د ځپلو په برخه کې له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د افغانستان دفاع وزارت غواړي چې متحده ایالات باید نه‌یوازې د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو له پیاوړتیا سره مرسته وکړي، بلکې باید په بهر کې د وسله‌والو مخالفینو مرکزونه هم په نښه کړي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري له ازادي راډیو سره په خبرو کې پر هغو هیلو رڼا واچوله چې حکومت‌یې د افغانستان لپاره د امریکا له نوې ستراتېژۍ څخه لري.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري
د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري

ښاغلي وزیري وویل:

"دا هم باید د جګړې ستراتېژي وي، څو ترورېستي ډلې له‌منځه یوسو او هم د سولې لپاره ستراتېژي وي، څو د سولې لپاره لار اواره شي، خو په دې ستراتېژۍ کې باید پر پاکستان هم فشار زیات شي، څو له ترورېستانو سره مرسته ونه‌کړي، یا پر نورو استخباراتي کړیو چې په بېلابېلو بڼو مرستې ورسره کوي، فشار راوړل شي."

ولسمشر ټرمپ له دې مخکې دفاع وزیر جېمز مټېس ته پراخ صلاحیت ورکړی و چې افغانستان ته د استول کېدونکو اضافي سرتېرو د شمېر په اړه پرېکړه وکړي، خو په دې اړه تر دې دمه هېڅ پرمختګ نه‌دی شوی.

مټېس ویلي، له پرېکړې مخکې غواړي تر هغه وخته انتظار وکړي چې سپینه ماڼۍ نه‌یوازې د افغانستان بلکې د ټولې سیمې په تېره د پاکستان لپاره او په دې اړه چې له ترورېستي ډلو سره باید څه ډول چلند وشي، خپله ستراتېژي بشپړه کړي.

XS
SM
MD
LG