د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۰

والسټریټ ژورنال: ایا ټرمپ د اوباما اشتباه تکراروي؟


وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې د افغانستان لپاره د سپینې ماڼۍ د ستراتیژۍ په اړه چې کار پرې روان دی، یو تحلیلي مطلب خپور کړی.

په مطلب کې راغلي دي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بهرنۍ پالیسۍ په برخه کې تراوسه کومه لویه سهو نه ده کړې خو که د پوځ د جنرالانو مشورې له پامه وغورځوي نو ښايي د پخواني ولسمشر بارک اوباما په اندازه سهو به یې کړې وي.

د پوځ جګپوړو چارواکو ولسمشر ټرمپ ته مشوره ورکړې ده چې افغانستان ته د دریو او پنځو زرو ترمینځ نور ځواکونه واستوي او نوې ستراتیژي ورته جوړه کړي.

وال سټریټ ژورنال لیکي، ولسمشر ټرمپ افغانستان ته د اضافي ځواکونو د استولو او د وسله والو مخالفینو پرضد د هوايي حملو د زیاتولو او د نورو وسایلو د کارولو وړاندیز څو اوونۍ مخکې منلی و، خو د خپل سلاکار ستیف بینن له انزوا غوښتونکو افکار څخه د اغیزمنې غریزې په رڼا کې اوس بیا په دې اړه فکر کوي.

وال سټریټ ژورنال د مطلب په دوام لیکي، د ټرمپ پریکړه به دا خبره روښانه کړي چې ایا دی به هم د اوباما هغه اشتباه تکرار کړي کنه چې په ۲۰۱۱ کال کې یې ټول امریکايي ځواکونه له عراقه وایستل.

ورځپاڼه لیکي، ولسمشر ټرمپ هم د نورو ټولو امریکایانو په څیر د افغانستان له جګړې څخه چې شپاړس کاله وروسته لاهم نه ده بریالۍ شوې ستړی شوی دی.

وال سټریټ ژورنال د مطلب په پای کې لیکي، له افغانستان څخه مخ اړول یا د پوځي جنرالانو د مشورو رد به ثابته کړي چې ټرمپ هم د اوباما په څیر دی.

ګارډین:

د برتانیا چاپ ګارډین ورځپاڼې د هرات په چاودنه کې په امریکا کې د روبات جوړولو په نړیواله سیالۍ کې د ګډونوالې هراتۍ پیغلې د پلار د وژل کېدو په اړه یو مطلب خپور کړی.

د هرات پر جوادیه جومات د تېرې اوونۍ برید ۳۶ کسان ووژل او ۶۷ نور یې ټپیان کړل.

څوارلس کلنې فاطمې قادري تېره میاشت په امریکا کې د روبات جوړولو په نړیواله سیالۍ کې ګډون وکړ او یوازې څو ورځې وروسته له دې چې دا هېواد ته ستنه شوه پلار یې په دې چاودنه کې ووژل شو.

ګارډین ورځپاڼه د روبات جوړولو د دې ډلې د روزونکي علي رضا مهربان له قوله لیکلي چې نوموړی وايي، فاطمه ډېره خواشینې ده او هېڅوک نشي کولای د هغې د اوښکو مخه ونیسي.

ورځپاڼه د نوموړي له قوله یادونه کوي چې فاطمې د پلار له مړینې وروسته د څه باندې ۲۴ ساعتونو لپاره نه څه وخوړل، نه یې څه وڅښل او نه له ځایه وخوځیده.

ښاغلي مهربان ګارډین ته ویلي چې فاطمې له خپلې دې بریا څخه هیڅ خوند وانخیست.

XS
SM
MD
LG