د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۳

ویسا: امریکا د طالبانو په وړاندې د دوامداره بریا لپاره اراده نه ده لرلې


په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو نن تر ډېره د افغانستان په اړه د امریکا د نوې ستراتیژۍ پر سر د بحثونو د اوږدېدو مسئله څېړلې او په دې ترڅ کې یې د نوې ستراتیژۍ ځینو افشا شویو برخو ته کتنه کړې.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې لیکلي چې د افغانستان د جنګ په اړه د امریکا د نوې ستراتیژۍ پرسر د بحثونو له اوږدېدو سره سم د ترورېزم د ملاتړ کوونکو په اړه د دې ستراتیژۍ ځینې برخې افشا شوي دي.

ورځپاڼې وړاندې د امریکا د ملي امنیت د سلاکار مک مسټر په حواله لیکلي دي چې د امریکا ولسمشر دا روښانه کړې چې واشنګټن باید په سیمه کې د ترورېزم د ملاتړ کوونکو او په تېره بیا د پاکستان په چلند کې چې طالبانو او حقاني شبکې ته یې پناه ځایونه ورکړي شاهد واوسي.

ورځپاڼې په ورته وخت کې د امریکا د یو جنرال دا وینا راخېستې چې امریکا کله هم د طالبانو په وړاندې د دوامداره بریا لپاره سیاسي اراده نه ده لرلې او دوی په افغانستان کې د ستراتیژیکو تیروتنو مرتکب شوي دي.

ورځپاڼې دا هم لیکلي دي چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار په افغانستان کې د جنګ زیات پیټې په افغان ځواکونو تړي او وایي چې ولسمشر ټرمپ ترې پوښتنه کړې چې دوی په څه ډول افغان ځواکونه پیاوړې کولای شي، څو د تمدن د دښمنانو په وړاندې په جګړه کې بریالي شي.

د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې د افغانستان او سیمې په اړه د امریکا په سیاست بدلون ته په اشارې لیکلي دي چې د امریکا د نوې ستراتیژۍ په پلي کېدو سره به په افغانستان او سیمه کې حالات بدلون ومومي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې پاکستان او ایران د سیمې هغه دوه هېوادونه دي چې په افغانستان کې د سولې ټینګښت ته ښه نیت نه لري او تل د طالبانو د ملاتړ په لیکه کې پاتی شوي دي.

ورځپاڼه د پاکستان په اړه د امریکا د ځینو چارواکو څرګندونو ته په اشارې لیکلي دي چې امریکا نور نو په سیمه کې د ترورېزم او طالبانو د ملاتړ زغم نه لري او د دوی نوې ستراتیژۍ به نه یوازې افغانستان بلکه د سیمې ځینې هېوادونه هم راونغاړي.

ورځپاڼه لیکي:

امریکا ته پکار ده چې پر پاکستان فشارونه زیات کړي، څو د طالبانو له ملاتړه لاس پر سر شي او په افغانستان او سیمه کې د امن او ټکاو لپاره کار وکړي.

هېرټ اف اشیا انګلیسي ژبې ورځپاڼې هم د مک مسټر وروستیو څرګندونو ته په اشارې لیکلي دي چې د امریکا نور نو په سیمه کې د طالبانو د ملاتړ زغم نه لري.

ورڅپاڼې لیکلي چې مک ماسټر د افغانستان د جګړې په اړه د ولسمشر ټرمپ د ستراتیژۍ ملاتړ وکړ او ویلي دي چې دا ستراتیژۍ په افغانستان کې د روان جنګ د ګټلو لپاره تیاریږي.

ورځپاڼې لیکلي چې که څه هم ددغی ستراتیژۍ اعلان ځنډیدلې، خو د مک ماسټر په حواله یی لیکلي چې ولسمشر لا د مخه د افغانستان په اړه ځینې مهمې پریکړې کړي دي.

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپل لومړي مخ کې د امریکا د ملي امنیت د سلاکار د وروستیو څرګندونو په اړه افغان حکومت غبرګون راخېستې او لیکلي دي چې د پاکستان په اړه د مک مسټر څرګندونې مهمې دي.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي چې د امریکا د ملي امنیت د سلاکار له خوا د پاکستان په اړه مطرح شوې مسایل باید د افغانستان د جګړې په اړه د امریکا په نوی ستراتیژۍ کې ځای کړای شي.

ورځپاڼې وړاندې د مک‌مسټر د وینا یوه برخه راخېستې چې ویلي یې دي پاکستان تل د ترورېزم په خلاف په جګړه د ترورېستانو په منځ کې توپیر کړې دې.

ورځپاڼه لیکي چې د پاکستان په اړه د امریکایي چارواکو دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې افغانستان له تیرو شپاړسو کلونو راهیسې په بیا بیا له اسلام اباد نه غوښتي چې د طالبانو او نورو تروریستي ډلو د ملاتړ پر ځای په افغانستان او سیمه کې د امن لپاره کار وکړي.

چمتو کوونکی: حمید مومند

XS
SM
MD
LG