د امریکا چاپ د هېل نشریې د جولای د نولسمې نېټې د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت د ډلې هغې غونډې ته په اشارې چې په ترڅ کې یې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان په جګړې کې د نه بریالیتوب په اړه شکایت کړی، یوه مقاله لیکلې ده چې نوم یې دی:
"ټرمپ غواړي په افغانستان کې امریکایي قوماندان د نه بریالیتوب په خاطر لېرې کړي. "
د ډونالډ ټرمپ اداره له میاشتو راهیسې په افغانستان کې د شپاړس کلنې جګړې په اړه د یوې نوي ستراتیژۍ پر جوړولو کار کوي.
د امریکا دفاع وزیر جېمز متېس ژمنه کړې وه چې دغه ستراتیژي به د جولای تر نیمایې پورې کانګرس ته وړاندې شي، خو دا ژمنه یې تر اوسه نه ده عملي شوې.
د هېل نشریه لیکي:
جنرال جان نیکلسن چې د ۲۰۱۶ کال د مارچ میاشتې راهیسې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندان دی، سره لهدې چې د لیکوال په خبره ډېرې هلې ځلې کړي چې د ولسمشر ټرمپ د اندیښنو لېرې کولو په هدف له هغه سره وګوري، خو ټرمپ له نیکلسن او د هغه له پوځي سلاکارانو سره نهدي لیدلي.
"د هېل" د ان. بي سي خبري شبکې د راپور په استناد لیکلي چې تېره میاشت ولسمشر ټرمپ له دفاع وزیر جېمز متېس او لوی درستیز جنرال جوزف ډانفورډ څخه په تکرار وغوښتل چې جنرال جان نیکلسن د افغانستان په جګړې کې د نه بریالیتوب له کبله بدل کړي.
خو د نشریې په لیکنه جېمز متېس د جان نیکلسن دفاع کړې ده او وایي، د امریکا متحده ایالات له دې کبله په افغانستان کې نهدي بریالي شوي چې سمه یوه ستراتیژي نهلري.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار اېچ ار مکمسټر هم جنرال جان نیکلسن یو پیاوړی قوماندان بللی چې د هر ډول ماموریت لپاره تر هغه وړ کس نه ویني.
د هېل نشریه زیاتوي:
د جولای د نولسمې نېټې په غونډه کې ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا شکایت هم کړی چې د افغانستان د شاوخوا یو تریلیون ډالرو په ارزښت طبیعي زیرمو څخه پهداسې حال کې چې چېن ګټه اخلي، خو امریکا هېڅ ګټه نهده اخېستې.
نیویارک ټایمز:
نیویارک ټایمز بیا د افغانستان د جګړې په اړه یوې مقالې کې لیکلي: د افغانستان د روباتیک ډلې د کپتانې پلار په یوې ځانوژونکي حملې کې ووژل شو.
لیکوال زیاتوي:
د افغانستان د پیغلو نجونو دغه ډله چې په دې وروستیو کې یې په امریکا کې د روباتیک په نړیوالو سیالیو کې د نړیوالو پام ځانته واړوه، د خپل هېواد لپاره چې نوم یې اکثرا له وینو توئیدنې او شخړو سره تړل کېږي، د هیلې یو څرک شو.
د نیویارک ټایمز په لیکنه، ۱۴ کلني فاطمې قادریان په موسکا سره وښودله چې حتی د افغانستان په څېر هېواد کې که نجونو ته موقع ورکړل شي او ملاتړ یې وشي، نو هغوی پرمختګ کولی شي.
فاطمې په دغه کار کې د خپلې کورنۍ د ملاتړ خبره یاده کړې وه.
نیویارک ټایمز لیکي:
د سې شنبه په ورځ د فاطمې پلار آصف قادریان په یوې ځانوژونکي حملې کې ووژل شو او فاطمه د تل لپاره د خپل پلار له ملاتړه بې برخې شوه.