د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۱

دفاع وزارت: په تېرو ۶ میاشتو کې په افغانستان کې ۱۰۶۴داعشیان وژل شوي


د افغانستان دفاع وزارت وايي، په تېرو شپیږو میاشتو کې د داعش ډلې څه باندې زر غړي د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې وژل شوی.

دغه وزارت وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې یې د داعش ډلې په وړاندې قوي عملیات کړي چې په نتیجه کې یې د یادې ډلې د ۵۰ قوماندانانو په ګډون ۱۰۶۴ جنګیالي وژل شوي دي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د داعش ډلې قوي حضور په افغانستان کې له منځه تللی او فعالیتونه يې ډېر محدود شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري

ښاغلي وزیري زیاته کړه:

"د دوی هغه فعال حضور چې دوی غوښتل مرکزونه جوړ کړي او د افغانستان نورې سیمې نا ارامه کړي، هغه حضور اوس په افغانستان کې نه لري، مګر تحرکات لري، موږ يې مطلق نه ردوو، داعش په افغانستان کې شته، مګر په هغه زور باندې چې دوی درې څلور زره کسان راغلي وو چې ډېرې سیمې ونیسي، هغه زور اوس نه لري او ډېر کسان يې له منځه تللي. "

د ښاغلي وزیري د معلوماتو له مخې، په تېرو شپږو میاشتو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په بېلا بېلو ګډو عملیاتو کې داعش ډله په ننګرهار، کونړ او د هېواد په یو شمېر شمالي ولایتونو کې سخته ځپل شوې او په یاده موده کې د دې ډلې ۱۰۶۴ ته جنګیالي وژل شوي، ۷۴ تنه يې ټپيان شوي او ۱۲ تنه قوماندانان يې هم اسیر شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې شااوخوا دوه کاله مخکې داعش ډلې د لومړي ځل لپاره د ننګرهار ولایت په شینوارو کې خپل فعالیتونه پیل کړل.

شااوخوا څلور میاشتې مخکې امریکایي پوځ «د بمونو مور» په نامه یو ستر غیر هستوي بم د داعش ډلې د ځپلو په هدف د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د دغې ډلې په مرکزونو وغورځاوه چې ګڼ غبرګونونه يې هم له ځانه سره لرل.

دغه شان په دې وروستیو کې یادې ډلې د ننګرهار ولایت په پچیر او اګام ولسوالۍ کې د لنډ وخت لپاره توره بوره هم ونیوله چې افغان ځواکونو بیا ترې بېرته خپله کړه.

د افغانستان د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې اوس مهال د داعش ډلې د جنګیالیو شمېر له زرګونو څخه سلګونو ته رسېدلی او دغه ډله ورځ تر بلې د کمزوزې کېدو په حال کې ده.

دفاع وزارت وايي، په افغانستان کې د داعش ډلې مهم قوماندانان حافظ سعید، عبدالحسیب، شاهدالله شاهد، ګل زمان او عبدالرووف خادم یو په بل پسې و وژل شول.

په ورته وخت کې د سولې او جګړې د انسټیټوټ يو شمېر غړي وايي، داعش ډله لا هم د افغانستان او سیمې لپاره يو جدي ګواښ دی او په وړاندې يې مبارزه باید په جدي ډول پر مخ يوړل شي.

له دې ډلې حکمت الله اعظمي وايي، داعش ډلې اوس مهال يو ائتلاف جوړ کړی چې که يې مخه ونه نیول شي، په راتلونکي کې ډېر خطرناک ثابتېدای شي.

ښاغلی اعظمي وایي:

"د داعش حضور په څو لحاظه د افغانستان او سیمې لپاره لوی خطر دی او د بدبختۍ خبره دا ده چې داعش ډله اوس په يوې داسې ډلې بدل شوې چې د مختلفو ګروپونو ائتلاف یې جوړ کړی دی."

ښاغلی اعظمي وايي، افغان حکومت ته په کار ده چې د پوځي عملیاتو تر څنګ د داعش ډلې د مالي سرچینو د وچولو او د دې ډلې د جلب او جذب د مخنیوي برخې ته هم جدي پام واړوي.

نوموړی وايي، دا به ډېره ګرانه وي چې داعش ډله دې په دومره اسانۍ په مکمل ډول په افغانستان کې له منځه لاړه شي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG