د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۲۸

د داعش یو لوړپوړی چارواکی په افغانستان کې وژل شوی دی


نړېوالو رسنیو په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې د یوه لوړ پوړي چارواکي د وژل کېدو او په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه مطالب خپاره کړي دي.

يو ايس اې ټوډې:

يو ايس اې ټوډې ورځپاڼې د په افغانستان کې د اسلامي دولت د يوه لوړپوړي چارواکي د وژل کېدو په اړه مقاله خپره کړې ده.

مقاله ليکي چې د داعش هغه لوړپوړی چارواکی چې له طالبانو سره په لانجه اخته و؛ د امریکا د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې وژل شوی دی.

په دې حمله کې د جلال آباد ښار په جنوب کې له نورو سخت دريځو سره يو ځای؛ شاهدالله شاهد هم ووژل شو. په دې ښار کې د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې د لومړي ځل لپاره خپل د لوړې کچې بريد په اپرېل مياشت کې وکړ چې په کې ۳۵ کسان ووژل شول.

د بې پیلوټه الوتکې برید د سې شنبې په ورځ وشو او په همدې ورځ د طالبانو استازيو د لومړي ځل لپاره له افغان هييت سره په اسلام آباد کې د سولې د مذاکراتو لپاره وکتل.

د افغانستان د ملي امنيت چارواکو خبريالانو ته وويل چې د بې پیلوټه الوتکې په بريد کې په وژل شويو کسانو کې شاهد هم شامل وو چې د تحريک طالبان پاکستان پخوانی وياند وو او په دې بريد کې يو بل په افغانستان کې د داعش لوړپوړی مشر ګل زمان هم ووژل شو.

يو ايس اې ټوډې ورځپاڼه ليکي؛ تېر کال شاهد له هغه وروسته چې له داعش سخت دريځې ډلې سره د تحريک طالبان پاکستان د وياند په توګه له خپلې دندې ګوښه شو.

وروسته بي بي سي راپور ورکړ چې پاکستاني طالبانو ويلي؛ شاهد الله شاهد د دغه کس خپل نوم نه و بلکه د ده اصلي نوم شېخ مقبول و. له دې مخکې په فبرورۍ مياشت کې د داعش ډلې يو بل لوړپوړی غړی چې له طالبانو جلا شوی او له داعش سره يو ځای شوی و؛ د امریکا د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې ووژل شو.

وال سټريټ ژورنال:

وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې "د افغانستان راتلونکی او ښځې" تر عنوان لاندې يوه مقاله خپره کړې ده.

د مقالې ليکوالې په افغانستان کې د خپلې تجربې په اړه لیکلي او وايي؛ کله چې زه د لومړي ځل لپاره په فبرورۍ مياشت کې له ناټو سره د دندې تر سره کولو لپاره افغانستان ته ولاړم؛ ما د دې هېواد د تېرو څوارلسو کلونو د پرمختګ په اړه په ډېر شوق سره ويل.

د وال سټريټ ژورنال دا مقاله زياتوي چې افغانې ټولنې ګڼ شمېر پرمختګونه کړي. خو اوس هم ډېر کار ته اړتيا شته.

مقاله په کابل ښار کې د قران پاک د سوځلو په ناسم تور د قهرجنو خلکو له خوا د فرخندې د وژل کېدو په اړه لیکي. مقاله د فرخندې د وژل کېدو د پيښې په هکله پوښتنه کوي چې داسې وژنه په نوره نړۍ کې څه مانا لري؟

مقاله وايي، په داسې حال کې چې کابل د ناټو ځواکونو مرکز و؛ په دې ښار کې ګڼ شمېر ډپلوماټيک ماموريتونه پر مخ ځي او داسې نور... په داسي ښار کې د دې پيښې کېدل بايد له امکانه ليرې خبره وای.

مقاله وايي، د داسې او پر نورو ورته پېښو سربېره هم په افغانستان کې داسي خلک شته چې د ښځو لپاره کار کوي او غواړي د دې هېواد ښځې او نجونې زده کړه وکړي.

مقاله د راضيې د هيلې څرک بنسټ يادونه کوي چې د نجونو د زړه کړې په برخه کې کار کوي.

مقاله زياتوي چې په افغانستان کې ډېری ښځې يوازي کار نه شي کولای ځکه چې د کورنۍ د غړيو اجازې ته اړتيا لري ځکه دا يوه مهمه خبره ده چې افغان سړي په دې پوه شي چې د دوی د کورنیو د ښځينه غړيو لپاره نورې مواقع به ټولې ټولنې ته ګټور وي.

XS
SM
MD
LG