د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۲۳

د داعش ډلې مهم غړی شاهدالله شاهد وژل شوی


شاهدالله شاهد
شاهدالله شاهد

د ملي امنیت عمومي ریاست وایي، په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش د مشرتابه ډلې یو مهم غړی شاهد الله شاهد په هوایې حمله کې وژل شوی دی.

د ملي امنیت ریاست د معلوماتو له مخې، په ننګرهار کې د هوایې حملې په نتیجه کې د خراسان ایالت لپاره د داعش د دوهم لوړ پوړي کس ګل زمان او د دغې ډلې د پوځې برخې د مرستیال جهاد یار ترڅنګ شاهد الله شاهد هم وژل شوی دی.

شیخ مقبول چې په شاهد الله شاهد مشهور و، له دې مخکې د ټي ټي پي یا د پاکستاني طالبانو د تحریک ویاند و چې له دغې ډلې څخه تر جلا کیدو وروسته، له داعش څخه بیعت اعلان کړ.

د ملي امنیت د معلوماتو له مخې شاهد الله شاهد غوښتل، یوه ستره جګړه په سیمه کې پيل کړي او د دغې تروریستي ډلې په یوه مرکزي غړې بدل شي.

له دې مخکې د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو ازادي راډيو ته ویلي وه چې په تیرو دوو اونیو کې په دغه ولایت کې د بې پيلوټه الوتکو په حملو کې ۶۶ وسله وال وژل شوي چې د اسلامي دولت یا داعش غړې هم په کې شامل دي.

XS
SM
MD
LG