د افغانستان د ملي امنیت ریاست ویلي چې افغان امنیتي ځواکونو د افغانستان په جنوب لویدیځ کې د اسلامي دولت د ډلې د مسوول په ګډون د دغه ډلې پنځه کسه وژلي دي.
د دغه ریاست مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې عبدالروف مشهور په خادم د هلمند ولایت د کجکي ولسوالۍ په سادات کلي کې په نښه شوی دی.
د ملي امنیت ریاست دغه شان ویلي دي چې قومندان عبدالروف په تېره یوه میاشت کې د افغان امنیتي ځواکونو هدف و.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند تېره ورځ یوې خبري غونډې ته وویل چې د اسلامي دولت ډله په افغانستان کې نشته او په کار نه ده چې د دغه ډلې په ګټه تبلیغات وشي.
ولسمشر محمد اشرف غني هم تېره ورځ د جرمني د مونشن په امنیتي کنفرانس کې د اسلامي دولت ډله سیمې او نړۍ ته یو ستر ګواښ یاد کړ او ویې ویل هیله لري چې سیمه ییز دولتونه نور له ترهګرو ډلو ملاتړ ونه کړي.
افغان امنیتي کارپوهان وايي چې په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې فعالیتونو ته باید جدي پام واړول شي؛ ځکه که دا موضوع جدي ونه نیول شي؛ د افغانستان د امنیت لپاره به په راتلونکي کې یو ستر ګواښ وي.
د امنیتي چارو کارپوه فقیر محمد فقیر په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل:
"که ورته متوجه نه شو، نو کاملاً ګواښ دی، د پخوانيو مخالفینو په شان یوه شبکه ده؛ فقط نوم یې بدل دی، نور په عین ډول مخالفین دي، نورو چې څه کول همغه کارروايي به دا هم کوي."
خو په عین حال کې د هلمند ولایت امنیتي چارواکي وايي چې عبدالروف له څلورو وزیرستانیانو سره د بې پیلوټه الوتکې په حمله کې وژل شوی دی.
د دغه ولایت امنیه قومندان نبي جان ملاخیل رسنیو ته ویلي چې نوموړي کس یو ډله نقاب پوشان رهبري کول؛ خو ښاغلی ملاخیل په دغه ولایت کې د اسلامي دولت د ډلې فعالیتونه نه تایدوي.
راپور: اجمل تورمان
پخواني معلومات:
د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي چې افغان امنیتي ځواکونو د هېواد په جنوب لوېدیځ کې د اسلامي دولت مسوول له پنځو تنو وسله والو سره وواژه.
د دې ریاست مطبوعاتي دفتر په دې اړه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي؛ عبدالروف چې په خادم مشهور و، د هلمند ولایت د کجکي ولسوالۍ په سادات کلي کې وژل شوی دی.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست زیاتوي چې له یوې میاشتې راهیسې عبدالروف د افغان امنیتي ځواکونو تر څار لاندې و.