د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۳ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۵۸

افغانستان

وحدت: کندز کې اقتصادي فعالیتونه تقریباً په ټپه دریدلي

په کندز کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وایي چې په دغه ولایت کې د ناامنیو له امله اقتصادي فعالیتونه تقریباً په ټپه دریدلي دي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې د صادراتو د پراختیا مدیر مسعود وحدت نن ازادي راډیو ته وویل چې اوس د کندز په کلیو او بانډو کې د کرنیزو محصولاتو وخت دی خو له بده‎مرغه چې د ناامنیو له امله نه صادرېږي.

وحدت وايي چې د کندز له سقوط وروسته د دغه ولایت په امنیتي وضعیت کې بدلون نه‎دی راغلی او سوداګرو په دغه ولایت کې خپل اقتصادي فعالیتونه محدود کړي دي.

دی وايي:

"موږ شاوخوا ویلی شو چې په کندز کې ټول سوداګریز فعالیتونه په ټپه دریدلي دي او زه چې اوس تاسو سره خبرې کوم جګړې د کندز ښار په شاوخوا کې دوام لري."

ښاغلی وحدت وايي چې له جګړو مخکې په کندز کې څه باندې ۳۰۰ تولیدي فابریکو فعالیت درلود خو اوس یو شمېر دغه فابریکې د افغان ځواکونو په سنګرونو بدلي شوي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

سلګونه افغانان د جمعې په ورځ له پاکستان او ایران خپل هیواد ته ستانه شوي

اسلام کلا بندر ته له ایران څخه د راستنیدونکو ګډوالو یو انځور ، ارشیف
اسلام کلا بندر ته له ایران څخه د راستنیدونکو ګډوالو یو انځور ، ارشیف

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي چې د جمعې په ورځ نږدې ۱۷۰۰ افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه خپل هیواد ته ستانه کړای شوي دي .

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د شنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې له دوی څخه ۱۴۴۷ تنه له پاکستان څخه د تورخم او سپین بولدک له لارې اخراج شوي، او ۲۴۲ نور له ایران څخه د نیمروز او اسلام کلا له لارې ایستل شوي دي.

هغه دا هم اعلان وکړ چې له ایران او پاکستان څخه راستنیدونکو ځینو کډوالو کورنیو سره مرسته کیږي.

د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) په دې وروستیو کې وویل چې یوازې په یوه اونۍ کې په پاکستان کې ۲۰۶۳ افغان کډوال نیول شوي او بندیان شوي دي.

له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو ایستل په ۲۰۲۵ کال کې په چټکۍ سره دوام درلود، او د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د احصایو له مخې، په ۲۰۲۵ کال له پاکستان څخه د ایستل شویو کډوالو شمیر له یو ملیون څخه واوښت.

تخار کې د سرو زرو د کان له مسوولینو سره د کلیوالو لانجې او نښتې

تخار
تخار

د تخار په چاه اب ولسوالۍ کې د سیمې د خلکو او د سرو زرو د کان د یوه استخراجي شرکت د مسوولینو تر منځ اخ او ډب شوی.

په خواله رسنیو په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې د سیمې خلک څو موټر په ډبرو وهي او په وړاندې یې د دغو معترضینو د لرې کولو لپاره هوايي ډزې کېږي.
سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړی په ډزو کې د سیمې یو کس ټپي شوی او وروسته د معترضینو له خوا د ډبرو د ویشتلو له امله د کان کیندنې د شرکت څو کارکوونکي ژوبل شوي.

د سیمې خلکو ویلي چې له دوی سره له همغږۍ پرته د کان کیندنې یوه شرکت د کار د پیل په هدف خپل ماشینونه او وسایط راوړي وو.

د طالبانو چارواکو لا د دې پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.

مخکې له دې هم د افغانستان په شمال په تېره تخار او بدخشان کې د سرو زرو د کانونو پر سر لانجې پېښې شوي دي.

د طالبانو په حکومت باندې نیوکې کېږي چې په بې رویې شکل د سرو زرو او نورو قیمتي ډبرو د ایستلو لپاره لاس په کار شوي او په قراردادونو کې یې هم ډېر ستنډرډونه له پامه غورځولي دي.

راشدخان د یو ورځنیو غوره بالر او عظمت الله عمرزی غوره الرونډر ټاکل شوي

راشدخان پاکستان سره د یو ورځنۍ لوبې پر مهال
راشدخان پاکستان سره د یو ورځنۍ لوبې پر مهال

په نړۍ کې د کرکټ د یو ورځنیو سیالیو په نهو غوره لوبغاړو کې دری د افغانستان دي.

د کرکټ نړیوالې شورا پرون د ۲۰۲۵ کال پر مهال د نړۍ د غوره لوبغاړو نوملړ اعلان کړی دی.

راشدخان د یو ورځنیو بالرانو لومړی مقام ګټلی.

عظمت الله عمرزی په الرونډرانو کې لومړی مقام او محمد نبي بیا په الرونډرانو کې دریم مقام لري.

راشدخان همداراز په شل اووریزو سیالیو کې د بالرانو دریم مقام ساتلی دی.

طالبانو په درې ولایتونو کې یوشمیر تورن کسان په درو وهلي

ارشیف
ارشیف

د طالبانو سترې محکمې اعلان وکړ چې د نوي میلادي کال په لومړۍ ورځ یې اته تنه په رزګان، بلخ او ننګرهار کې د غلا، لواطت، شخصي حریم ته د ننوتلو، زنا او الحکولي مشروباتو د پلورلو په تور په عام محضر کې په درو وهلي دي.

د طالبانو د سترې محکمې په وینا دغو کسانو ته د نهه دیرش درو سربیره هر یو ته تر دوو کلونو پورې د بند سزا ورکړل شوې ده.

تر دې مخکې پرون د طالبانو سترې محکمې په یوه بیان کې وویل چې په دوه زره پنځه ویشتم کال کې په افغانستان کې د دوی د دولت له لورې شپږ تنه اعدام شوې دي او یو زر یو سل او اتلس تنه نور په مختلفو تورونو په عام محضر کې په درو وهل شوې دي.

د ملګرو ملتو په ګډون د بشري حقونو نړیوالو موسسو بیا بیا له طالبانو غوښتې دي چې په عام محضر کې له اعدامونو او خلکو ته له سزا ورکولو لاس واخلي، ځکه چې دا ډول سزاګانې د بشري حقونو له نړیوالو اصولو سره سمې نه دي.

طالبانو له ملګرو ملتو وغوښتل چې د افغانستان دایمي استازولي دوی ته وسپاري

په قطر کې د طالبانو سفیر سهیل شاهین یو ځل بیا له ملګرو ملتو وغوښتل چې د ملګرو څوکۍ د دوی حکومت ته وسپاري.

سهیل شاهین د پنجشنبې په ورځ وویل چې د ملګرو ملتو په سازمان کې د افغانستان څوکۍ ترلاسه کول له څو پلوه طالبانو ته مهم دي؛ یو به نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي، بل به د افغانستان کنګل شوي پیسې دوی ته وسپارل شي او نړیوالو مرستو ته به لاسرسۍ پیدا کړي.

له تیرو څه باندې څلورو کلونو راهیسې چې طالبانو بیاځلي کابل نیولی دی، ورته غوښتنه له ملګرو ملتونو کوي، خو ملګري ملتونه له دوی څخه غواړي چې بشري حقونه په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونه رعایت کړي او یوه ټولشموله حکومت ته لار پرانیزي.

په افغانستان کې د وروستیو ورښتونو د قربانیانو شمیر زیات شوی

ارشیف-په هلمند کې سیل
ارشیف-په هلمند کې سیل

په افغانستان کې د وروستیو ورښتونو او سیلونو له امله د قربانیانو شمیر اوولسو ته ورسید.

په قربانیانو کې د یوې کورنۍ هغه پنځه تنه هم شامل دي چې په هرات ولایت کې د خپلو کور د چت د نړیدو له امله یې د پنجشنبې په ورځ ساه ورکړه.

د طالبانو له طبیعي پیښو سره د مبارزې ملي ادارې د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې د ځاني تلفاتو ترڅنګ د ورښتونو او سیلونو له امله دوه سوه څلور اویا کورونه بشپړ ویجاړ شوي او نژدې یو زر پنځه سوه شپیته کورونه په جزیي ډول تخریب شوې دي.

په افغانستان کې د تیرو څلورو ورځو په ترڅ کې د ورښتونو له امله د شاوخوا دولس سوه څارویو د له منځه تللو خبرونه هم خپاره شوې دي.

د تیرو درې ورځو د ورښتونو او سیلونو له امله په افغانستان کې مرګ ژوبله تر شلو واوښته

ارشیف
ارشیف

د طالبانو له طبیعي پیښو سره د مبارزې ملي اداره وایي، په تیرو دریو ورځو کې په ۱۱ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو له امله لږ تر لږه ۱۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

د ورښتونو له امله دا مرګ ژوبله په کاپیسا، پروان، دایکندي، رزګان، کندهار، هلمند، بادغیس، فاریاب، بدخشان، هرات او فراه کې اوښتې ده.

له طبیعي پیښو سره د مبارزې ملي ادارې نن په خپاره کړي بیان کې دا هم وویل چې د ورښتونو او سیلونو له امله دوه سوه څلور اویا کورونه بشپړ ویجاړ شوي او نژدې یو زر پنځه سوه شپیته کورونه په جزیي ډول تخریب شوې دي.

په افغانستان کې د تیرو درې ورځو په ترڅ کې د ورښتونو له امله یوشمیر مالي زیانونه هم اوښتې دي او د شاوخوا دولس سوه څارویو د له منځه تللو خبرونه خپاره شوې دي.

د سالنګ لویه لار د وړو موټر پرمخ پرانیستل شوه

د سالنګ لویه لار-ارشیف
د سالنګ لویه لار-ارشیف

د سالنګ لویه لار د مسافر وړونکو موټرو پرمخ پرانیستل شوه. د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس په ایکسپاڼه کې لیکلي دي چې د حفظ او مراقبت د مسوولینو د هڅو په ترڅ کې یوه لیکه سړک پرانیستل شوی دی چې د سالنګ دواړو لوریو ته ولاړو مسافروړونکو موټرو ته اجازه ورکړل شوې ده چې حرکت وکړي.

حقشناس زیاته کړه چې د لارې د پاکیدو هڅې روانې دي چې سمه خلاصه شي او بیا ټولو موټرو ته د تیریدو امکانات برابر شي.

د ټولګټو چارو وزارت د ویاند په وینا که چیرته واوره او توفان ودریږي نو سبا به دا لویه لار په بشپړ ډول پرانیستل شي.

د سالنګ لویه لار د دوشنبې له ورځې راهیسې د درنې واورې او توفان له امله د ترافیک پرمخ بنده شوې وه.

قزاقستان وايي افغانستان ته یې ۲۶۰زره ټنه غنم صادر کړي

Khabieh
Khabieh

قزاقستان وايي، په وروستیو څه کم درو میاشتو کې یې افغانستان ته ۲۶۰ زره ټنه غنم صادر کړي دي.

قزاق چارواکو پرون (چهارشنبې) وویل چې د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر له مياشتې څخه د ډسمبر تر ۱۹مې پورې یې افغانستان ته د غنمو صادرات ۳۶٫۸ سلنه زيات شوي، چې له ۱۹۰ زره ټنه څخه ۲۶۰ زره ټنو ته رسېدلي دي.

د دوی په وينا، افغانستان لا هم د قزاقستان د غلې دانې د صادراتو لپاره يو مهم ترانزيتي لوری دی.

په ټوله کې، قزاقستان په همدې موده کې بېلابیلو هیوادونو ته ۳٫۹ ميليون ټنه غله صادره کړې، حال دا چې په ۲۰۲۴ کال کې دا اندازه ۳٫۴ ميليون ټنه وه.

دا مهال قزاقستان د نړۍ ۴۵ هېوادونو ته غله صادروي.

د قزاقستان د کرنې وزير، ايداربيک ساپاروف، ويلي چې د دغه هېواد د غلې دانې د صادراتو مجموعي ظرفيت شاوخوا ۱۳ ميليونه ټنه دی.

د واورو د اورېدو له کبله د هرات- تورغونډۍ لاره بنده شوه

د هرات–تورغونډۍ لویه لاره پرون (چهارشنبې) د واورې اورېدو او د سړک د ښویېدو له امله د باروړونکو او درنو موټرو پر مخ تړل شوې ده.

تورغونډۍ له ترکمنستان سره د افغانستان د راکړې ورکړې مهم سرحدي بندر دی.

په هرات کې د طالبانو د والي دفتر په یوه خبرپاڼه ويلي چې د دې لویې لارې په بقرچر سیمه کې سړک ښویېدلی دی.

طالبانو زياته کړې چې يوازې چټک مسافروړونکي موټر کولی شي د چاینونو په کارولو سره په دې لارې تګ راتګ وکړي.

په خپره شوې خبرپاڼه کې د باروړونکو او درنو موټرو له چلوونکو غوښتنه شوې چې تر بلې خبریتا پورې په دې لاره تګ راتګ ونه کړي.

له تېرو څو ورځو راهیسي د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې واورې او بارانونه اوري.

د ورښتونو له کبله په ځینو سیمو په تېره بیا فراه ولایت کې سېلونه هم جاري شوي چې د سرومال تاوانونه یې اړولي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG