د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بندو لارو د پرانیستلو لپاره د هڅو په دوام، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي،د پاکستان د سوداګرۍ او صنعت له فدراسیون سره یې د دواړو هېوادنو ترمنځ د تګ راتګ لارو پر خلاصون خبرې کړې دي.
د دې خونې ویاند جان اغا نوید وویل، په دې ناسته کې چې په انلاین ډول ترسره شوه د یوې ګډې کمېټې د جوړېدو پرېکړه هم وشوه.
په دې ناسته کې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لارو د پرانیستلو په هدف جوړه شوې وه، پرېکړه وشوه چې د دواړو لوریو ترمنځ شپږ، شپږ کسان باید وټاکل شي او یوه کمېټه جوړه شي، همدارنګه پرېکړه وشوه چې دوی به ژر د جلالاباد په ښار کې ناسته وکړي او دلارو د پرانیستلو په اړه خپل نظریات او طرحې وړاندې کړيجان اغا نوید
"په دې ناسته کې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لارو د پرانیستلو په هدف جوړه شوې وه، پرېکړه وشوه چې د دواړو لوریو ترمنځ شپږ، شپږ کسان باید وټاکل شي او یوه کمېټه جوړه شي، همدارنګه پرېکړه وشوه چې دوی به ژر د جلالاباد په ښار کې ناسته وکړي او دلارو د پرانیستلو په اړه خپل نظریات او طرحې وړاندې کړي."
په دې اړه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي په دې ناسته کې چې د دواړو هیوادونو د سوداګرۍ خونو مسولینو او سوداګرو برخه اخیستې وه د یکشنبې په ورځ ترسره شوه.
په اعلامیه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رئیس سید کریم هاشمي له قوله ویل شوي که چیرې د پاکستان حکومت د د لارو د پرانیستلو صلاحیت د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ته ورکړی وي، د افغانستان لوری هم د دې لارو د پرانیستلو لپاره چمتو دی.
د اعلامیې له مخې د پاکستان د سوداګرۍ او صنعت د فدراسیون رئیس عاطف اکرام شیخ د دواړو هېوادونو تر منځ د لارو بند پاتې کېدل د سوداګرۍ په ځانګړې توګه د پاکستان صادراتو ته زیان رسوونکي بللی او ویلي یې دي چې په لومړي ګام کې به هغو کانتینرونو ته اجازه ورکړل شي چې د افغان سوداګریز توکي په کې بار او په پاکستان کې بند پاتې دي.
د دواړو لوریو ترمنځ لومړنۍ انلاین ناسته د جدي په ۹ مه شوې وه.
د افغانستان او پاکستان ګډه خونه د هر هغه اقدام هرکلی کوي چې د لارو د پرانیستلو لپاره کېږي او په دې برخه کې همکاري کوينقیبالله ساپي
په همدې حال کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې د دغه اقدام هرکلی کړی
د دې ګډې خونې اجرائیوي رئیس نقیبالله ساپي ازادي راډیو ته وویل،
"د افغانستان او پاکستان ګډه خونه د هر هغه اقدام هرکلی کوي چې د لارو د پرانیستلو لپاره کېږي او په دې برخه کې همکاري کوي."
خو د افغانستان او پاکستان سوداګر د دې ناستو پایله ګټوره به بولي او ټینګار کوي چې دا موضوع سیاسي ده او د حل لپاره باید د دواړو هېوادونو حکومتونه هوکړې ته ورسیږي.
عطاالله، چې د تازه مېوو او سبزیو سوداګر دی او د لارو د بندېدو له امله یې جدي زیان لیدلی، ازادي راډیو ته وویل،
"زما په ګډون د تازه میوو ډېری سوداګرو ډیر مالي زیان لیدلی، زما په نظر دا ناستې دلارو په پرانستلو اغیز نه لري، ملا برادر په خپله ویلي چې تر څو پاکستان کلک تضمین ورنکړي، لارې نه پرانیزي، دا موضوع اوس سیاسي ده او د دواړو حکومتونو له مشرانو سره تړاو لري."
له کرښې بلې غاړې ته د سیمنټو یو سوداګر شاهد حسین چې د لارو د بندیدو له امله زیانمن شوی هم ورته نظر لري:" دا ناستې مخکې هم شوي خو اصلا دا موضوع سیاسي ده او د دواړو هېوادونو په حکومتونو پورې تړلې ده زموږ غوښتنه له حکومتونو دا ده چې د دواړو غاړوخلک له زیان سره مخ دی، د افغانستان او پاکستان تر منځ سوداګري ډیره مهمه ده."
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ او سوداګرۍ لارې نژدې درې میاشتې مخکې د دواړو هېوادونو د پوله ساتو تر جګړې وروسته وتړل شوې.
د پاکستان د دې اقدام په ځواب کې د طالبانو د ريیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر خبرداری ورکړو چې که پاکستان خپلې لارې پرانیزي هم، دوی به یې تر هغو خلاصې نه کړي چې پاکستان کلک ضمانت نه وي ورکړی چې بیا به سوداګري لارې له سیاسي او امنیتي چارو سره نه تړي.
له هغې وروسته د دواړو لوریو حکومتي پلاویو په دوحه، استانبول او ریاض کې خبرې وکړې خو پایله نه درلوده.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د لارو بند پاتې کېدل سوداګرو او کاروبارونو ته لوی اقتصادي زیان اړولی دی.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې ریس خانجان الکوزي، د روان کال په عقرب میاشت کې ازادي راډيو ته وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لارې د بندېدو له امله افغان سوداګرو ته لږ تر لږه سل میلیونه ډالر زیان رسېدلی، او د زیان اندازه ورځ په ورځ ډېریږي.
د دې خونې د معلوماتو له مخې، د دواړو هیوادونو ترمنځ په ورځني ډول ۲ زره سوداګریزو موټرو تګ راتګ کاوه چې میاشتنۍ سوداګریزه اندازه یې شاوخوا ۲۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېده.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت له پاکستان سره د لارو له بندیدو وروسته د بدیلو لارو د پیدا کېدو هڅې پیل کړي او په دې لړ کې یې خپلې اړیکې د هند، ایران په ګډون د منځنۍ اسیا هېوادونو سره پراخې کړې او سوداګریزې هوکړې یې هم لاسلیک کړي دي.