بانو راډیو ڼلوېزیون، په ځینو ولایتونو کې خپلې خپرونې پیل کړې.
بانو راډیو ټلوېزیون غواړي چې د مسلکي کارونو د نهموندنې او د رسنیو مهمو پستونو ته د نهرسېدو په برخه کې د ښځینه خبریالانو ستونزې هوارې کړي،
د دغې شبکې رئیس وايي، غواړي د ښځینه خبریالانو د ظرفیتونو د لوړولو او د رسنیو لوړو پستونو لکه ریاست او مدیریت برخې ته د دوی په رسولو کې همکاري وکړي.
عزیزالله اورال د پنجشنبې په ورځ د دغې شبکې د پرانیستنې پر مهال وویل، دغه ټلوېزیون د هېواد د ښځو دی او په نېږدې ورځو کې بهیې ښځینه کارکوونکي او خبریالانې ۹۰٪ ته ورسېږي.
ښاغلی اورال زیاتوي:
"بانو راډیو ټلوېزیون د نورو رسنیو تر څنګ، په رسنیو کې د ښځو د کار کولو په هدف جوړ شو، بانو راډیو ټلوېزیون، په رسنیو کې د هېواد د ښځو د کار کولو لپاره نوی زیری دی چې وبهتوانېږي، په راتلونکي کې د رسنیو په مدیریت کې ښه نقش ولري."
د یادې شبکې د مسؤلینو په خبره، بانو راډیو ټلوېزیون اوس، په کابل، کاپیسا، میدان وردګو، بلخ او نورو نېږدې ولایتونو کې، د انالوګ او دیجیټل په سیسټم خپرونې کوي او په نېږدې راتلونکي کې به د انټرنت له لارې هم خپرونې پیل کړي.
رسنیو په وروستیو کلونو کې، په هېواد کې د پام وړ وده کړې ده.
د رسنیو د ځینو فعالانو په خبره، که څه هم رسنۍ له یو لړ بندیزونو او ګواښونو سره مخې دي، خو د ښځینه خبریالانو یو انتقاد دا هم دی چې د رسنیو مهمو پستونو ته نهدي رسېدلي او په دې برخه کې، له تبعیض سره مخ دي.
په ورته وخت کې د زن په نوم یوې ټلوېزوني شبکې له دوو میاشتو راهیسې خپلې خپرونې پيل کړي او د رسنیو د هغو فعالانو لپاره چې تازهیې رسنیز کارونه پیل کړي، دا هیلې وروبخښلې چې د ښځینه خبریالانو ظرفیتونه به لوړ او د رسنیو مهمو پستونو ته بهيې ورسوي.
خو د بانو په نوم د ښځو لپاره د دوهم ټلوېزیون د خپرونو پیل هغو ښځو ته هم د دوی د غږ اورېدلو هیلې پیدا کړي کوم چې تاوتریخوالي ځپلي دي.
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون رئیسې سیما سمر د دغه ټلوېزیون د پرانیستې په غونډه کې، د یادې شبکې له مسؤلینو وغوښتل چې د ښځو پر وړاندې د بېعدالتیو د ختمولو په هدف دې، له نورو رسنیو څخه زیاتې هڅې وکړي.
نوموړې زیاته کړه:
"دا یو جدي مسؤلیت دی او تمه لرو چې دا وضعیت د ښه کولو، د جنسیتي برابریو، د بېعدالتۍ او تبعیض د لهمنځه وړلو سره مرسته وکړي، یو کار چې باید ویې کړي، خپرونې یې باید د عدالت او د بشري حقونو لپاره وي، داسې خپرونې ونهکړي چې خلک او په تېره ښځې بوختې وساتي بلکې ښځو ته د هغوی د ازادي په اړه ووايي او په هېواد کې د برابرۍ په هکله تبلیغ وکړي."
د خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې اجرائیوي رئیس صدیقالله توحیدي وویل، سره له دې چې په رسنیو کې ښځینه خبریالانې شته، خو غږ یې له څو کلونو راهیسې، د نارینهو د زورزیاتي له امله غلی دی.
د ده په خبره، د دغه تېري پر وړاندې به چپ پاتې کېدل، د افغانستان د نهپرمختګ په معنی وي.
راپور: خان محمد سیند