د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۲۹

عدالتجو: رسنۍ دې د تشدد د پېښو پرځای عاطفي او کورنۍ مسایل خپاره کړي


د افغانستان د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت له رسنیو څخه غواړي؛ څو د ښځو او ماشومانو په وړاندې د تاوتریخوالي د پیښو د خپرولو پر ځای خلکوته حقوقي؛ عاطفي او کورني مسایل خپاره کړي.

د دې وزارت د جندر د برخې مشرې وحیدې عدالتجو د چهارشنبې په ورځ د نشه یي موادو او د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي په راکمولو کې د ښځو د رول په اړه یوې غونډې ته وویل؛ د رسنیو له خوا د ناوړه پیښو خپرونه په ټولنه بد اغیز لري.

عدالتجو وايي، اوس مهال کم شمېر رسنۍ خلکوته معلوماتي او کورنۍ مسایل خپروي:

"رسنۍ باید هغه پروګرامونه خلکو ته خپاره کړي چې؛ په کې عاطفی مسایل نغښتي وي او ترڅنګه یې حقوقي مسایل باید نشر کړي چې، د اسلام له نظر یوه ښځه په نارینه وو باندې څومره حقوق لري؛ او نارینه د اسلام له نظر څومره حقوق په ښځینه وو باندې لري او له ماشومانو سره په کوم ډول چلند وشي چې په غیر مستقیم ډول د خلکو په ژوند تاثیر ولري؛ د رسنیو له لارې د تاوتریخوالي د پیښو خپرول پر ځای د دې چې ګټور تمام شی منفي پیغام لري."

آغلې عدالتجو دا څرګنده نه کړه چې؛ ښځینه خبریالانې د تاوتریخوالي د پیښو په مخینوي کې کوم ډول رول لوبولی شي؛ خو زیاته یې کړه، ښځینه خبریالانې د خبرونو او راپورنو د نشرولو پر وخت د ښځو ستونزې ښې انځورولی شي.

عدالتجو زیاتوي چې رسنۍ باید د تشدد پیښو د خپرولو پر ځای داسې پروګرامونه جوړ کړي چې؛ د کورنی ژوند په اړه خلکوته معلومات ورکړي.

د عدالتجو په خبره د رسنیو له لارې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پیښو خپرولو تراوسه منفي اغیز لری دی.

نوموړې وایي، د تاوتریخوالي د پیښو په اړه د رسنیو راپورونو د دې پیښو له مخنیوي سره کومه مرسته نه کوي؛ بلکې برعکس راپورونه د دې پیښو د زیاتیدو سبب کیږي.

خو نی یا د آزادو رسنیو څخه د ملاتړ اداره د رسنیو رول د ښځو او ماشومانو د تاوتریخوالي د پیښو په مخینوي کې مهم بولي.

د دې ادارې اجرایوي مشر صدیق الله توحیدی د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت دا غوښتنه چې رسنۍ دې د تاوتریخوالي پیښې نه خپروي د حقایقو د پټولو په معنی دي.

د افغانستان د ښځو چارو وزارت په دې وروستیوکې وویل چې؛ له ښځو سره د تاوتریخوالي پيښې جدي او ډیرې شوي دي.

دا لومړی ځل دی چې ویل کیږي؛ رسنۍ دې د ښځو او ماشومانو په ضد د تاوتریخوالي پیښې نه خپروي؛ ځکه چې پر ټولنه منفي اغیز لري.

خو یوشمیر خبریالان وایي، که د هر ډول تاوتریخوالي په اړه راپور خپور او عاملین یې د قانون منګولو ته وسپارل شي؛ له دې سره به په هېواد کې د ښځو او ماشومانو په وړاندې د تاوتریخوالي کچه راټیټه شي.

راپور: مرضیه احمدزۍ
XS
SM
MD
LG