د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۶

"څومره چې افغان ژورنالستان مسلکي کیږي هغومره ورته ګواښونه زیاتیږي"


نیویارک ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې خبریالانو ته د ورپیښو خطرونو په اړه یو مطلب لیکلی دی.

ورځپاڼه لیکي:

څومره چې افغان ژورنالستان مسلکي کیږي هغومره ورته ګواښونه زیاتیږي.

نیویارک ټایمز لیکي:

په مزارشریف کې د پلوشه توخي په نامه د یوې خبریالې له وژل کیدو سره په روان م کال کې په افغانستان کې د وژل شوو خبریالانو شمېر۷ ته رسیدلی دی.

د ورځپاڼې په وینا ښايي د پلوشې توخي وژنه انتخاباتي شخړو پورې تړاو ولري او هغه ځکه چې د افغانستان د ۲۰۰۹ کال د انتخاباتو پرمهال هم درې افغان خبریالان وژل شوي وو.

نیویارک ټایمز له ژورنالستانو څخه د دفاع د کمیټې د ویاند نجیب خلوتګر په حواله لیکلي:

له ۲۰۰۱ لومړي کال راپدیخوا په افغانستان کې څلویښت ژورنالستان وژل شوي چې قضیه يې هم د قضايي ارګانونو له خوا حل شوې نه ده.

د خلوتګر په خبره د قضايي سیستم له خوا نه تعقیب د دې سبب شوی چې وژونکي زړور شي او داسې وانګیرې چې د ژورنالستانو پرضد څه چې وغواړي کولی شي.

خلوتګر له نیویارک ټایمز سره په خبرو کې د افغان ژورنالستانو د پرمختګونو په اړه ویلي.

افغان خبریالان مسلکي شوي او د جنګسالارانو او فساد پرضد تحقیقاتي لیکنې کوي چې دا کار د زورواکو د غصې سبب کیږي.

نیویارک ټایمز د دې مطلب په پای کې لیکلي، روان کال د افغانستان د ژورنالستانو لپاره وژونکی کال ثابت شوی دی.

هافنګټن ټایمزامریکايي ورځپاڼې هم د افغانستان د ژورنالستانو د وضیعت او ورته د پیښو ګواښونو موضوع یاده کړې ده.

ورځپاڼه لیکي، د خبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالي او زورزیاتي زیاتې پیښې په ولایتونو کې کیږي.

هافنګټن ټایمزد افغانستان د بشري حقونو د کمیسون د غړې ثریا صبحرنګ څخه په نکل وايي، افغان ښځینه ژورنالستانې په بحراني حالاتوکې فعالیت کوي او د خپل کارپه ساحه کې هم په مختلفو ډولونو ځورول کیږي.

ورځپاڼه زیاتوي: که څه هم چې په نړېواله سطحه سوریه د ژورنالستانو لپاره وژونکی هېواد بلل کیږي خو په مزارشریف کې د افغان خبریالې د وژنې وروستۍ پیښې یوځل بیا د نړېوالو پام هغو خطرونو ته اړولی چې افغان ژورنالستان ورسره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG