د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۳۳

نېکزاد: رسنیو کې د ښځینه خبریالانو ونډه ۵۰ سلنه کمه شوې


د افغانستان د ښځینه ژورنالیستانو د ملاتړ د نوي مرکز مسؤلین وايي، په رسنیو کې د ښځينه خبریالانو ونډه په تېرو دوو کلونو کې نېږدې پنځوس سلنه کمه شوې ده.

د دغه مرکز مشرې فرېدې نېکزاد د سې شنبې په ورځ د ياد مرکز د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې هڅه به وکړي د دغه مرکز له لارې د ښځينه خبریالانو په وړاندې پرتې ستونزې هوارې او دوی په رسنیو کې کار ته وهڅوي.

اغلې نېکزاد وايي، د تېرو دوو کلونو په پرتله اوسمهال په رسنیو کې د ښځو ونډه ډېره کمرنګه او تیته شوې ده.

فریده نېکزاد.
فریده نېکزاد.

نوموړي زیاته کړه:

"د څو لاملونو له امله د ښځو ونډه حتا تر پنځوس سلنې کمه شوې، دوه کاله وړاندې مو چې د هېواد په کچه په رسنیو کې د ښځينه ژورنالیستانو ونډه لېده، له بده مرغه چې موږ اوس د داسې حضور شاهدان نه یو."

اغلې نېکزاد وايي، د دغه مرکز له لارې به هڅه وکړي چې د ښځينه ژورنالیستانو ستونزو ته رسېدګي وکړي او په رسنیو کې يې کار ته وهڅوي.

د دغه مرکز مسؤلین وايي، په رسنیو کې ښځینه ژورنالیستان په ټيټو پوستونو کې دي او د رسنیو مشران د دوی کار ته په کمه سترګه ګوري.

دا په داسې حال کې ده چې ۲۰۱۶ کال د افغان خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی کال بلل شوی چې ۱۷ خبریالانو په وژل شوي او د خبریالانو په وړاندې د زورزیاتي او تاوتریخوالي له ۵۰۰ ډېرې پېښې ثبت شوې دي.

اوسمهال په هېواد کې شااو خوا ۲۰۰ راډیوګانې،۷۰ تلوېزیونونه او په سلګونه چاپې رسنۍ فعالیت لري چې د رسنیو څخه د ملاتړ ټولنو او فعالانو په خبره د ښځينه ژورنالیستانو حضور په کې کمرنګه دی.

د رسنیو څخه د ملاتړ ادارې او ژورنالیستان په رسنیو کې د ښځینه وو خبریالانو د ونډې د کموالي لامل، نا امني او د خوندي کاري چاپېریال نه موجودیت او يو لړ عنعنوي دودونه ګڼي.

د افغانستان د لومړۍ مېرمنې سلاکاره زهره یوسف وايي چې په رسنیو کې د ښځو د کار په اړه ذهنونه لا هم تیاره پاتې دي او باید په دې برخه کې ذهنیت جوړونه وشي.

په ورته وخت کې د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي دغو مراسمو ته په خبرو کې وویل چې د هېواد ټول خبریالان که هغه نارینه دي او که ښځینه په ډېرو سختو شرایطو کې کار کوي او د ټولو باید يو شان ملاتړ وشي.

شاه حسین مرتضوي.
شاه حسین مرتضوي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ رسنیزې حوزې باید د ښځینه او نارینه په نوم ترڅېړنې لاندې ونه نیسو، بلکې رسنیزې حوزې باید د يوې رسنۍ په توګه تربحث او څېړنو لاندې ونیول شي او د خبریالانو ملاتړ او څېړنه هم باید د خبریال په توګه وشي."

د خبریالانو د خونديتوب کمېټې مشر نجیب شریفي بیا غونډې ته وویل چې د ښځينه ژونالستانو څخه د ملاتړ دا نوی مرکز باید د نورو کارونو ترڅنګ د ښځينه ژورنالستانو د ظرفیت لوړونې او مسلیکیتوب لپاره هم کار وکړي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG