د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۰ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۵

ارګ: پاکستان سره پر ګډو عملیاتو د نظارت په اړه کتبي ژمنې نه‎دي شوي


د افغانستان جمهوري ریاست تمه لري چې امریکا او چین به په هغو ژمنو جدي عمل وکړي چې له مخې یې د افغانستان او پاکستان د ترورېزم پر وړاندې د ګډو عملیاتو نظارت کوي.

که څه هم د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې د امریکا او چین تر نظارت لاندې د ترورېزم پر وړاندې د افغانستان او پاکستان د ګډو عملیاتو په اړه کتبي ژمنې نه‎دي شوي، خو هیله څرګندوي چې امریکا او چین به دغه ژمنې عملي کړي.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند نجیب‎الله ازاد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، محمد اشرف غني یوازې په دې مسئله له چینايي، پاکستاني او امریکايي چارواکو سره شفاهي خبرې کړي دي.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند نجیب‎الله ازاد
د افغان ولسمشر مرستیال ویاند نجیب‎الله ازاد

ښاغلي ازاد زیاته کړه:

"تر اوسه له دوی درې واړو یعنې امریکا، چین او پاکستان سره کتبي ژمنې نه‎لرو، یوازې خبرې شوي او موږ هیله‌مند یو چې په راتلونکي کې له متحده ایالاتو او چین سره په دې اړه زیاتې خبرې او ژمنې ولرو، خو تر اوسه هېڅ هم نه‌شته."

دا په داسې حال کې ده چې دوه اوونۍ وړاندې له افغانستان او پاکستان څخه د امریکايي سناتورانو د لیدنې په ترڅ کې د ترورېزم پر وړاندې په ګډو عملیاتو توافق شوی وو.

د دغه توافق پر اساس امریکا به له ګډو عملیاتو څارنه کوي، خو د افغانستان د دفاع وزارت ویاند په دې وروستیو کې ویلي چې پاکستان له یاد توافق په شا شوی.

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس د سې شنبې په ورځ په عمومي غونډه کې د خېبر پښتونخوا په خېبر اېجنسۍ کې ډیورند کرښې ته نېږدې د پاکستان د پوځ عملیات د عامه ذهنیتونو د خرابولو هڅه بللې وه.

بل‌خوا د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون بیا ټینګار کوي چې افغان حکومت باید له امریکا وغواړي چې د ترورېزم پر وړاندې د افغانستان او پاکستان د ګډو پوځي عملیاتو څار جدي ونیسي.

د دغه کمېسیون غړي حاجي سخي مشواڼي ازادي راډیو ته وویل:

"زما په نظر نه‌یوازې له ترورېزم سره د همکارۍ په خاطر په پاکستان بلکې په نورو ګاونډیو هېوادونو هم فشار راوړل شي، څو ترورېزم له‌منځه ولاړ شي، که په دغه مسئله کې امریکا صادقه وي، نو ستونزه حلېږي."

ښاغلی مشواڼي زیاتوي دغه نظارت به په سیمه کې د ترورېزم پر وړاندې مبارزه کې ګټوره او مثبته نتیجه ورکړي.

حاجي سخي مشواڼي همدا شان ټینګار وکړ، نه‌یوازې ترورېزم د افغانستان لپاره ګواښ دی، بلکې د سیمې لپاره هم یو ستر ګواښ ګڼل کېږي، نو لازمه ده چې امریکا له دغه بهیره جدي نظارت وکړي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG