د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۲

دنیا: بیا پاکستان څه روان کړي دي؟


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو افغانستان ته د عبدالرشید دوستم د راتګ او ځینو نورو مهمو مسایلو په اړه مطالب خپاره کړي دي.

مسیر خپلواکې ورځپاڼې له دوستم سره سیاسي نه قانوني چلند پکار دی تر عنوان لاندې په سرمقاله لیکلي دا چې دوستم ته د راتګ اجازه ورکړل شوې او که نه دا بیل بحث دی خو له دوستم سره چلند له بده مرغه د قوانیو پر اساس نه بلکې سیاسي دی.

سرمقاله لیکونکی وړاندې لیکي:

د افغانستان د قوانینو پر اساس د ایشچي له ادعا وروسته باید د دوستم د دندې د ځنډولو تر څنګ د قضیې په اړه بې پرې څېړنو په ترڅ کې محاکمو خپله پریکړه کړې وایي، خو له دوستم سره له لومړي سره سیاسي چلند، له هغې وروسته سمې څېړنې ونه شوې او بالاخره اړ شو چې هېواد پریږدي.

انصار خپلواکې ورځپاڼې بیا نوی ائتلاف له حکومته د چنې وهلو لپاره رامنځ ته شوی، تر عنوان لاندې په سرمقاله کې ویلي په داسې حال کې چې د دغه ائتلاف رامنځته کوونکې خپله لوړې حکومتي څوکۍ لري او خپل امتحان یې ورکړي نو څنګه به د افغانستان ستونزې حل کړي.

د سرمقاله لیکونکې په خبره ائتلاف په دې هدف چې له حکومت څخه باج واخلي جوړ شوی خو په ظاهر کې وايي چې دوی غواړي په حکومت کې استبداد له منځه یوسي.

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د افغانستان دښمانان په ټول وس پارونو ته لمن وهي تر عنوان لاندې په سرمقاله کې کښلي چې د ولسمشر هلو ځلو او د هېواد لپاره یې د ابادولو پلانونو غوغا جوړه کړې.

سرمقاله لیکونکي وړاندې لیکي چې په افغانستان کې که د ولسمشر غني پلانونه د خلکو او نړیوالې ټولنې ملاتړ له ځان سره لري خو په ورته وخت کې يې په کور دننه او بهر ځینې حساسیتونه هم راپارولي دي او تر ډېره يې پر وړاندې مخالفتونه هم له همدې کبله کېږي.

دنیا نا دولتي ورځپاڼې بیا پاکستان څه روان کړي دي؟ تر عنوان لاندې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې په پر پاکستان د نړیوالو د فشارونو د زیاتېدو سره سم دغه هېواد د ډیورنډ کرښې ته څېرمه پوځي عملیات پیل کړي دي.

د سرمقاله لیکونکي په باور د ډیورنډ کرښې ته څېرمه په قبایلي سیمو کې ترهګر نشته خو پاکستان بیا هم غواړي چې د نړۍ د فشار د کمولو په هدف غواړي پښتانه په نښه کړي.

XS
SM
MD
LG