د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۸

ولسي جرګه: دښمنان غواړي په هېواد کې یو خطرناک ناورین رامنځته کړي


ولسي جرګه وايي، د افغانستان دښمنان په دې هڅه کې دي چې په دغه هېواد کې اختلافونه او لوی ناورین رامنځته کړي.

ولسي جرګه په دغه هېواد کې روان وضعیت د اندېښنې وړ ګڼي، ټینګار کوي چې په هېواد کې د یو لوی او خطرناک ناورین لپاره هڅې روانې دي.

د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي د شنبې د ورځې په عمومي غونډه کې د وکیلانو تر اندېښنې ورسته وویل چې د افغانستان دښمنان غواړي په دې ناورین سره په دغه هېواد کې د ستونزو لمن پراخه کړي.

عبدالروف ابراهیمي
عبدالروف ابراهیمي

ښاغلي ابراهیمي زیاته کړه:

"د افغانستان دښمنان له هرې ممکنې لارې هڅه کوي چې اختلافونو ته لمن ووهي او زموږ سیاسي یووالی زیانمن کړي او داسې یو خطرناک ناورین رامنځته کړي چې مدیریت یې د خلکو او حکومت له حوصلې بهر وي او موږ هیله کوو چې ولسمشر او د حکومت مشرتابه دې برخې ته جدي پام واړوي."

خو ښاغلي ابراهیمي په څرګند ډول دا ونه ویل چې دا کسان څوک دي او ولې په افغانستان کې د دې خطرناک ناورین د رامنځته کولو هڅې کوي.

یو شمېر وکیلانو بیا ټینګار کوي چې ځیني کړۍ په نظام کې دننه او بهر د ایران، پاکستان او یو شمېر نورو ګانوډیو هېوادونو په اشاره قومي او ژبنیو مسایلو ته لمن وهي او په دې توګه د ملي وحدت د حکومت د راپرځولو هڅې کوي.

د ولسي جرګې لومړي مرستیال همایون همایون ادعا وکړه چې ارګ هم د فیس بوک پاڼو له لارې قومي او ژبنیو مسایلو ته لمن وهي.

دا لومړی ځل نه دی چې په افغانستان کې د یو لوی ناورین د رامنځته کېدلو خبره کېږي بلکې تر دې مخکې یو شمېر مدني فعالانو، قومي او سیاسي مشرانو هم په دې اړه خبرداری ورکړی و او له حکومت نه یې د جدي اقداماتو غوښتنه کړې وه.

په ورته وخت کې د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې د امنیتي ستونرو د هواري او د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې هڅې روانې دي او یو شمېر کارونه شوي هم دي.

د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال نجیب الله ازاد ازادي راډیو ته وویل چې په دې برخه کې څلور کلن پلان جوړ شوی او د وروستي کېدو په حال کې دی.

نجیب الله ازاد
نجیب الله ازاد

نوموړي زیاته کړه:

"د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې یو سراسري طرحه چمتو شوې، پرته له دې چې موږ له ترهګرو سره مخ یو د لویو ښارونو په ځانګړي ډول د کابل امنیت په لومړیتوب کې دی، په ټول افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې څلور کلنه طرحه تقریباً وروستۍ شوې او په نېږدې راتلونکې کې به پلې شي."

که څه هم ښاغلي ازاد د دغې طرحې په اړه ډېر څه ونه ویل، خو ویې ویل چې ولسمشر له خلکو سره په مشوره هڅه کوي چې په افغانستان کې روانو ستونزو ته حل لارې بیامومي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ولسي جرګې رئیس وايي، د ملي وحدت د ټینګښت او سیاسي یووالي په نوم یوه مصوبه تصویب او حکومت ته استول شوې چې پلي کېدل به یې د سیاسي ناورین په مدیریت او د ملي وحدت په تینګښت کې اغیزمن تمام شي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG