کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د نورو مطالبو ترڅنګ د افغانستان او پاکستان تر منځ د موجوده ترینګلو اړیکو او د جوړولو د هڅو په اړه یې یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.
سرنوشت خپلواکې ورځپانې د خپلې نننۍ ګڼې په یو مطلب کې لیکلي، ټاکل شوې چې د پاکستان د استخبارتي ادارې ای. اېس. ای مشر په نېږدې راتلونکې کې کابل ته راشي.
سرنوشت لیکلي چې دغه خبره د پاکستان د پارلمان مشر ایاز صادق چې د یو پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی و تېره ورځ اسلام اباد ته تر رسیدنې ورسته له خبریالانو سره کړې ده.
په مطلب کې راغلي چې نوموړي افغانستان د پاکستان د پارلماني پلاوي سفر ګټور بللی او ویلي چې دا به د دواړه هېوادونو تر منځ ترینګلي اړیکې ښه کړي.
هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې که د افغانستان او پاکستان اړیکې وارزوو نو د پاکستان له زېږون را په دېخوا خړ پړ او خراب دي.
سرمقاله لیکونکی لیکلي دغه هېواد تل د افغانستان پر وړاندې سوداګریزې لارې تړلي، د جګړې دوام یې پرې غوره بللی او د افغانستان بربادي یې د خپلې ابادۍ لپاره تل پاتې پالیسي او شعار ګرځولی دی.
د سرمقالې لیکوال کابل ته د پاکستان د پارلماني پلاوي ورستي سفر ته په اشارې سره چې مشري یې د نومړي هېواد د پارلمان رئیس ایاز صادق کوله وايي چې داسې غونډې ډېرې شوي، ان تردې چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ درېیم ګړي نور هېوادونه هم په کې ناست دي خو په خبره یې د پاکستان پالیسۍ ته یې بدلون نه دی ورکړی.
سرمقاله لیکونکی لیکي، که پاکستان په خپلې پالیسۍ کې بدلون رانه ولي د امریکا او لویدیځو هېوادونو مرستې به پرې بندې او نوموړی هېواد به له داسې ناورین سره مخ شي چې وتل به ترې ګران وي.
اصلاح ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې لیکلي چې د حراست او ثبات شورا غړي او جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف تېره ورځ په افغانستان کې د مجاهدینو د بریا د کلیزې د لمانځلو په مناسبت په یوې جوړې شوې غونډه کې پر ګاونډیانو غږ کړی چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه بنده کړي.
په مطلب کې که څه هم په مشخص ډول د پاکستان نوم نه دی اخېستل شوی خو ویل شوي چې ښاغلي سیاف پر هغو هېوادونو چې د طالبانو ملاتړ کوي غږ کړی چې نور دې د افغانانو د دښمنانو ملاتړ نه کوي او پرځای دې سیمه کې د سولې او امن په خاطر له افغان حکومت سره مرسته او همکاري وکړي.