د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۷

کابل چاپ ځينو ورځپاڼو د هېواد امنیتي وضعیت په اړه تبصرې کړي


کابل چاپ ورځپاڼې په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان د امنیتي وضعیت په ځانګړي ډول د افغانستان په شمال کې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې د نا پېژانده هلیکوپټرو د ناستې او په ۲۰۱۸ کال کې د افغانستان د امنیتي وضعیت د خرابېدو په اړه د یو امریکايي مقام د څرګندونو په اړه مطلب چاپ کړي دي.

ملي ارمان:
ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقاله کې لیکلي، د افغانستان په شمال کې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې د هلیکوپټرو ناستې د افغانستان ولسي جرګې د غړو اندېښنې هم راپارولې دي.

د سرمقالې لیکوال لیکلي چې پرون په ولسي جرګه کې د خلکو د استازو تر منځ په دې خبره تود بحث شوی او پرېکړه شوې چې د افغانستان کشفي او استخبارتي مسؤلین باید د یادې موضوع په تړاو تر راتلونکو لسو ورځو پورې په جرګې ته راوغوښتل شي او د وکیلانو پوښتنې ځواب کړي.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې که دا خبره رېښتینې وي نو لومړنۍ پوښتنه چې راولاړېږي هغه به دا وي چې دا هلیکوپټرې د کوم هېواد دي او ولې د مخالفینو تر ولکې لاندې سیمو کې ناستې دي؟

په سرمقاله کې له امنیتي مسؤلینو غوښتل شوي چې له خلکو سره په دې اړه رښتیني معلومات شریک کړي چې خبره څه ده او په هېواد یې څه تېرېږي؟

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې بیا د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقاله کې لیکلي، د امریکا د ملي اطلاعاتو رئیس د امریکا د سنا مجلس په اطلاعاتي کمېټه کې ویلي چې ۲۰۱۸ میلادي کال به د افغانستان لپاره یو بد کال وي.

په سرمقاله کې راغلي، دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې تېر کال د افغان ځواکونو لپاره یو ستونزمن کال و خو دوی وکولای شول چې دغه ازمون په بریالیتوب سره تېر کړي.

د سرمقالې لیکوال په دې اړه د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند د دفتر د سپرست شاه حسن مرتضوي څرګندونې هم راخیستي چې ویلي، حکومت او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په هغو امنیتي پلانونو سره چې لري یې د دغو ستونزو پر وړاندې به ودرېږي.

اصلاح:

اصلاح ورځپاڼې بیا د همدې موضوع په تړاو په خپله سرمقاله کې لیکلي، له یاده ادرس څخه دغه څرګندونې کېدای شي د اهمیت وړ وي.

نو د سرمقاله لیکونکي په باور مسؤل ارګانونه او په ټوله کې افغان دولت او نړیوال شریکان یې باید له وضعیت څخه سم درک ولري او د محارولو او احتمالي ناورین د مخنیوي لپاره لازم پروګرامونه او تر لاس لاندې ونیسي.

XS
SM
MD
LG