د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۶ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۵:۰۷

کوټه: پښتو ادبي غورځنګ د نورمحمد تره کي د زوکړې سلمه کاليزه ولمانځله


د پښتو د نوميالي ليکوال او د پخواني افغان ولسمشر نورمحمد تره کي د زوکړې سلمه کاليزه په کوټه کې د پښتو ادبي غورځنګ ټولنې له خوا لمانځل شوې چې ګڼ شمېر ليکوالو او سياستوالو پکې د هغه پر سياسي او ادبي ژوند ويناوې کړې دي او هغه يې د طبقاتي مبارزې يو سرلارى ليکوال بللى دى.

د نورمحمد تره کي د زوکړې سلمه کاليزه د کوټې ښار ته څېرمه په «چشمه اچوزۍ» کلي کې د ملک عنايت کاسي د کور په لوى چمن کې د يوه سېمينار په بڼه ولمانځل شوه چې ګڼ شمېر ليکوالو، سياستوالو او د پوهنتون محصلينو پکې ګډون کړى وو.

د سېمينار جوړوونکي د پښتو ادبي غورځنګ مشر ډاکټر صادق ژړک په پرانيستونکې وينا کې وويل، ټولنې يې د نورمحمد تره کي پينځه ناولونه «بې تربيته زوى»، «سنګسار»، «د بنګ مسافري»، «څړه» او «سپين» او همدارنګه د لنډو کيسو ټولګه «د بزګر لور» د کلياتو په بڼه چاپ کړي دي.

ډاکټر صادق ژړک
ډاکټر صادق ژړک

نوموړي زیاته کړه:

"د تره کي ناولونه پښتو ادبي غورځنګ په ٢٠٠٩میلادي کال کې له نوي سره کمپوز کړي او په وار- وار د کلياتو په بڼه چاپ کړي دي، د تره کي د قلم په اړه د جهاني صاحب يو بيت دى: [د ماکسيم او جک لندن قلم به مات کړي: چې ليکي مې تره کي داستان د خلکو]، نو ريښتيا هم په تېرو څو لسيزو کې چې د خپلې ټولنې کومې ناخوالې او ستونزې ارواښاد تره کي پخپلو ناولونو او کيسو کې په څومره جرئت په روانه او ولسي ژبه بيان کړي دي، زه ريښتيا وايم که نن هم موږ هغه ستونزې- چې ده ورته اشارې کړي- له منځه يوسو، نو هغه ورځ لرې نه ده چې موږ افغانان به په نړۍ کې د سيال ملت په حيث ژوند وکړو"

په سېمينار کې د نور محمد تره کي سياسي او ادبي ژوند دواړو ته کتنه وشوه.

د مترقي ځوانانو د اتحاديې غړي کريم پرهر وويل چې تره کي پخپلو ادبي اثارو کې د خپلې طبقاتي ټولنې ډېره ښه انځور ګري کړې ده.

کریم پرهر
کریم پرهر

نوموړي زیاته کړه:

"نور محمد تره کى په اساسي توګه يو سياسي مبارز وو چې په دې وطن کې يې په طبقاتي بنيادو مبارزه وکړه، د ده ټولو ناولونو او لنډو کيسو د ده سياسي مبارزه خلکو ته منعکسوله او هغوى ته يې پوهه ورکوله چې خلک د کومو عواملو له کبله له ستونځو سره مخامخ دي."

په غونډه کې ويناوالو په دې اړه هم خبرې وکړې چې د ثور د اوومې پاڅون ناببره وشو، که نه تر دې مخکې هم ورته هلې ځلې روانې وې.

قانونپوه حسين اغا په غونډه کې وويل چې د افغانستان خلق ګوند او د هغه وخت مشر يې نورمحمد تره کى د پاکستان لاسوهنې پاڅون ته اړ کړل.

حسین اغا
حسین اغا

نوموړي زیاته کړه:

"دا د پاکستان ډېر پخوا دا پروګرام وو چې د ډيورنډ تړون سل کاله پوره کېږي تر دې مخکې به په افغانستان کې دومره لاسوهنه کوو او کمزورى کوو به يې چې مجبوره شي ډيورنډ کرښه پر مخ کړي يا يې راسره ومني، دا انقلاب په ١٩٧٨میلادي کال کې نه وو پيل شوى، دا په ١٩٧٣میلادي کال کې پيل شوى وو، پاکستان د داودخان په وخت کې په افغانستان کې مخامخ لاسوهنه وکړه او پيل يې کړ، نورمحمد تره کي يا خلق ګوند نه انقلاب راووست او نه د انقلاب ملاتړي وو."

په سېمينار کې د بلوڅو محصلينو د اتحاديې يوه غړي بلاول بلوڅ هم ګډون کړى وو، ده پخپله وينا کې وويل، دا د نېکمرغۍ زېرى دى چې پخوا خلکو د نورمحمد تره کي کتابونه هم په بلوچستان کې نه شواى خرڅولاى، خو اوس يې سلمه کاليزه لمانځل کېږي.

نوموړي زیاته کړه:

"د نورمحمد تره کي پر ادبي اړخ ډېر بحثونه کېږي، خو په دې پوهېدل پکار دي چې د يوه ادبي شخصيت کار د هغه د سياسي مبارزې انځور وي، د ده پر ناولونو او لنډو کيسو د ده د سياسي مبارزې په رڼا کې خبره کول پکار دي چې د کومو اړتياوو په اساس هغه خپله سياسي مبارزه پيل کړې وه، په ١٩٤٨میلادي کال کې يې د ويښو زلميانو نهضت جوړ کړى وو او په همدې اساس يې ځوانان را غونډ کړي وو."

د غونډې يوه بل ويناوال ډاکټر ضياء وويل په نړۍ کې د هر انقلاب تر شا د ليکوالو او مفکرينو لوى نقش وي، وايي د نور محمد تره کي ناولونو هم په افغاني ټولنه کې خلکو ته د طبقاتي نظام په اړه ژوره پوهه ورکړه.

نوموړي زیاته کړه:

"مېکسيم ګورکى ډېر زورور ليکوال وو، لېنن ويل که ګورکى نه واى موږ انقلاب نه شواى کولاى، ځکه چې وايي د ده په ادبي اثارو کې دومره ژورتيا وه، د تره کي صاحب ناولونه هم بېخي ژور وو، په افغانستان او زموږ په سيمه کې چې کوم طبقاتي جنګ وو، کومه خلا وه او کوم تضادات وو هغه يې ډېر ښه انځور کړي وو، يو عام سړى چې هغه ناولونه ولولي دا مفکوره جذبولاى شي."

د بلوڅي ژبې او ادبياتو استاد اغا زاهد وويل، نورمحمد تره کى چې د يوه بزګر زوى وو، له خپل ژونده يې د طبقاتي مبارزې پيل وکړ او تر ولسمشرۍ پورې ورسېد، وايي زموږ په ټولنه کې چې د اکثرو ګوندونو مشران د ټولنې د اشرافي طبقو خلک دي، له دوى د انقلاب هيله کول هسې يو خوب دى.

اغا زاهد
اغا زاهد

نوموړي زیاته کړه:

"د نورمحمد تره کي له مبارزې بايد دا زده کړو، چې هغه کومه ځايه را پورته کېږي او د خپل ګوند مشرتوب کوي، دلته ماته د جماعت اسلامي او جمعيت علماى اسلام ګوند په شمول داسې يو ګوند را وښيئ، چې مشر دي يې قبايلي سردار يا نواب نه وي. چې د يو ګوند مشرتوب د ضدانقلاب خلکو په برخه وي، نو له هغوى د انقلاب هيله کول زموږ ناپوهي ده."

په غونډه کې سياسي مبارز او شاعر عين الدين لمبه هم ګډون کړى وو چې د نورمحمد تره کي په اړه يې خپل نظر پخپل نظم کې څرګند کړ او په يوه برخه کې يې هغه داسې ياد کړ:

عین الدین لمبه
عین الدین لمبه

"ستورى د ادب هم وو، رهبر د سياست هم دى: په نخښه کې پښتو لري، نياز د رياست هم دى: زوړ دستور رواج لره، نوى جسارت هم دى: سترګې د افغان ملت، خيال فکر روښان لري: روزنه د ټولنې ته، ارزښت د انتخاب دى، ملګرى نورمحمد: اوس هم د پښتنو د تاريخ باب دى، ملګرى نورمحمد: په بيړه چې مخکښ د انقلاب دى، ملګرى نورمحمد."

د غونډې په پاى کې کېک هم پرې شو چې په منځ کې يې په سره رنګ «د نورمحمد تره کي سلمه کليزه» ليکلى وو او له دې سره سېمينار پاى ته ورسېد.

نورمحمد تره کى د ١٢٩٦ لمريز کال د چنګاښ مياشتې پر درويشتمه نېټه (١٤ جولاى ١٩١٧م) زوکړى وو او د ١٩٧٩م کال د سپتمبر پر څورلسمه يې له نړۍ سترګې پټې کړې.

د يادونې وړ ده چې پښتو ادبي غورځنګ د روان کال د مې په ديارلسمه او څورلسمه نېټه هم د «درې نومونه، درې وياړونه» تر سرليک لاندې دوه ورځنى بين الافغاني سېمينار کړى وو چې د سيف الرحمن سليم، محمدګل نوري او نورمحمد تره کي پر علمي او ادبي زيار باندې مقالې پکې اورول شوې وې.

رپوټ: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG