د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۹

ځیني وکیلان: د کډوالو چارو وزارت بې‌ځایه شویو کورنیو ته تدابیر نه‌دي نیولي


د ولسي جرګې ځینو غړو د نا امنیو له امله د بې‌ځایه شویو کورنیو پر ستونزو اندېښنه وښوده.

د دې جرګې ځیني غړي د ناامنیو له امله د بې‎ځایه شویو کورنیو د ستونزو په هوارولو کې د کډوالو چارو د وزارت هڅې کمزورې ګڼي او وايي چې په روان کال کې د ناامنیو له امله زرګونه کورنۍ له خپلو اصلي سیمو بې‎ځایه شوي چې بېړنۍ مرستو ته اړتیا لري، خو د کډوالو چارو وزارت ورته هېڅ ډول تدابیر نه‎دي نیولي.

دوی وویل، همدا اوس ځینو لویو ښارونو ته څېرمه زرګونه کورنۍ، ځیني په خیمو او ځیني له خیمو پرته، د خوراکي موادو، اوبو، روغتیایي خدمتونو، سرپناه او داسې نورو ضروري وسایلو د نشتوالي له امله، په سختو شرایطو کې شپې سبا کوي.

دوی دا هم وویل، په دې برخه کې کندز او د هلمند اوسېدونکي تر نورو زیات زیانمن شوي دي.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال محمد نذیر احمدزی
د ولسي جرګې دوهم مرستیال محمد نذیر احمدزی

د ولسي جرګې دوهم مرستیال محمد نذیر احمدزي په دې اړه د جرګې د غړو د اندېښنو او بحثونو وروسته وویل:

"اړوند کمېسیون ته دنده سپارل کېږي چې یوازې د کندز د بې‎ځایه شویو کورنیو ستونزه نه بلکې، په ټولو ولایتونو کې د بې‎ځایه شویو د ستونزو د هوارۍ په اړه، د کډوالو چارو وزیر کمېسیون ته راوغواړي، موضوع ورسره شریکه او د حل‎لارې یې د جرګې عمومي غونډې ته وړاندې کړي."

یوازې د کندز ولایت نه‎دی چې خلک‌یې د جنګونو له امله له خپلو کورونو بې‎ځایه شوي بلکې د ننګرهار ولایت د شینوارو د اکثرو ولسوالیو، د کندهار، فراه، هلمند او ځینو شمالي ولایتونو زرګونه کورنۍ، د خپلو سیمو پرېښودلو ته اړې شوي چې اوس‌مهال، له ډول-ډول ستونزو سره مخې دي.

د کډوالو چارو وزارت چارواکي وايي، د بې‎ځایه شویو کورنیو د شمېر زیاتوالی له امینتي وضعیت سره تړلی دی، په دې معنی چې په کومو سیمو کې چې ناامني زیاته ده، بې‎ځایه شوي په‌کې هم زیات دي.

دوی وايي، په ځینو سیمو کې چې امنیت‌یې مخ په ښه کېدو دی، ډېری کورنۍ بېرته ورګرځېدلي دي.

د دغه وزارت مطبوعاتي سلاکار او ویاند حفیظ احمد میاخېل ازادي راډیو ته وویل، د روان میلادي کال له پیل راهیسې ۴۱۴۹۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۴۸۹۷۶ کېږي، له خپلو کورونو بې‎ځایه شوي چې په نوبت سره ورته مرستې رسېږي.

د کډوالو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخیل
د کډوالو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخیل

حفیظ احمد میاخيل وايي، بې‎ځایه شویو کورنیو ته د مرستو رسولو لړۍ اوس هم روانه ده:

"کمېټه جوړه شوې، کومې کورنۍ چې مستحقې وې، له هغوی سره مرستې کېږي، تر اوسه د سږ کال او تېرو کلونو له شااوخوا دوه نیم لکو بې‎ځایه شویو کسانو سره مرسته شوې او دا لړۍ روانه ده."

د چارو پوه میر سردار ځدراڼ په دې نظر دی چې امنیتي ځواکونه باید د امنیت راوستلو ته تدابیر پراخ او جدي کړي او سربېره پر دې دولت ته په‎کار ده چې د بې‎ځایه شویو د اړتیا د پوره کولو لپاره، د نړیوالو مرستندویه ټولنو او مؤسسو مرستې جلب کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG