د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۳

له خوست نه د وزیرستانیو کډوالو د ستنېدو بل بهیر پیل شو


نن د دوشنبې ورځې له سهاره د خوست د ګلان کمپ او د یاد ولایت د بېلابېلو سيمو څخه د وزيرستانيو کډوالو د واپسۍ بهیر يو ځل بیا پيل شوی دی.

اوس‎مهال له یادو سیمو د وزیرستانيو کډوالو لسګونه کورنۍ د غلام خان بندر صفري نقطې ته رسېدلي دي.

د افغانستان د سرحدي پوليسو یوې سرچینې چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل، دوی ته د دوشنبې ورځې لپاره د وزيرستانیو کډوالو اړوند د خدرخېلو قوم د ۱۴۰ کورنيو لېستونه ورکړل شوي چې تر اوسه شااوخوا ۵۰ کورنۍ د غلام خان بندر صفري نقطې ته رسېدلي دي او پاتې کورنۍ هم يوه-يوه د ورځې په جريان کې یادې سیمې ته رسېږي.

دوی زیاتوله که کومې کورنۍ په واپسۍ کې ستونزې لري، دوی سره‌يې لېستونه شته او کولای شي راتلونکو ورځو کې واپسي وکړي.

وموغوښتل د غلام خان له سرحدي سيمې څخه يو شمېر ستنېدونکي وزیرستاني کډوال په مخامخ ډول له ازادي راډیو سره وغږوو او د دوی تأثرات له اورېدونکو سره شريک کړو، خو له بده مرغه په هغې سيمه کې مخابراتي شبکو کار نه‌کاوه او موږ د اړيکې په ټينګولو بريالي نه‎شوو.

د غلام خان د سرحدي پوليسو په کمیسارۍ کې څو کورنۍ چې کډې يې په لاریو کې بار وې، ازادي راډيو سره په خبرو کې د افغان حکومت، امنيتي ادارو او د خوست د اوسېدونکو له ښه چلنده خوشالي څرګندوله او ويل‌یې چې وروستيو شااوخوا درېیو کلونو کې یې د بېګانګۍ او پرديتوب احساس نه‎دی کړی.

دوی د پاکستان له حکومته هم غوښتنه کوله چې خپلو سيمو ته په ژر لېږد او همدارنګه د دوی د کورونو، کليو، جوماتونو، ښوونځيو، روغتونونو، د څښاک اوبو او د ژوندانه د نورو اړينو توکو په برابرولو کې دې ورسره مرسته وکړي.

یو تن ستنېدونکي وزیرستاني کډوال د غلام خان د سرحدي کمېساری په سیمه کې وویل:

"زما نوم قاسم‌الدین دی، زه د ته‌خېلو یم، په افغانستان کې مو څه دپاسه درې کاله تېر کړل، په افغانستان کې زه د عوامو څخه هم ډېر خوښ یم، د حکومت نه‌يې هم ډېر خوښ یم، د پاکستان له حکومته دا غواړو چې سکولونه راته جوړ کړي، جومات دې راته جوړ کړي، د اوبو نلونه دې راته جوړ کړي، که ماشومان په تعلیمونو لګیا شي، نو ذهن به‌يې صحیح شي."

د اکرم خان په نوم د خدرخېلو د قوم اوسېدونکی وايي، په لاره کې ګرمي ډېره ده، ماشومان او تور سرې ورسره دي، نو د پولې په دواړو غاړو کې دې سرحدي ساتونکي په تلاشیو کې دوی ډېر نه‌ځنډوي.

یو بل تن وزیرستانی کډوال هم په خوست کې د خلکو او حکومتي مسؤلینو له ګزارې څخه خپله خوشالي څرګنده کړه او ويې‌ویل:

"زه محمد اسحق نومېږم په افغانستان کې مو درې، درې نیم کاله تېر کړل، تر اوسه موږ ته هېڅ تکلیف نه‎دی رسېدلی، د افغانستان حکومت که پوځ دی او که عوام دي، الحمدالله موږ ته‌يې ډېر عزتونه راکړي دي."

موږ د ګلان کمپ ته لاړو، تر څو د وزيرستانيو کډوالو د واپسۍ بهیر بيا پيلېدنه ووينو، خو داسې مالومېده چې دا بهیر د ګلان کمپ څخه منظم نه‌و عیار شوی، د ګلان کمپ د پراخې سيمې څخه يوه يوه کډه بارېده او د غلام خان بندر په لوري تلل.

د خوست د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رئيس محمد هاشم حليم وويل دوی هم د رسنيو له لارې د دوشنبې په ورځ د وزيرستانيو کډوالو د بېرته ستنېدنې د بهیر رپوټونه اورېدلي، خو په رسمي شکل دوی ته مالومات نه‌دي ورکړل شوي.

نوموړی زیاتوي که څه هم د لارې په اوږدو کې افغان امنیتي ځواکونه د کډوالو د بېرته ستنېدو په ټول بهیر کې مرسته کوي، خو دوی د ستنېدونکو کډوالو لپاره د مرستو امکانات په لاس کې نه‌لري.

بل لوري ته غلام خان بندر ته یو شمېر هغه افغانان هم راغلي ول چې پخوا د وزیرستان په بېلابېلو سیمو کې اوسېدل او د پاکستان د حکومت له پوځي عملیاتو وروسته دوی هم د وزیرستانیو کډوالو سره خوست ته راغلل.

دوی ویل، هلته‌يې ډک کورونه او نور وسایل پاتې شوي دي.

دوی له سرحدي پولیسو غوښتنه کوله چې د پاکستان حکومت له سرحدي مسؤلینو سره دا خبره شریکه کړي او دوی ته اجازه ورکړي چې خپل شخصي سامانونه خوست ته راواړوي.

ده زیاته کړه:

"میرعلي کې وم، د بلال مدرسې سره مخامخ د سهراب په کور کې وم، هلته مو پنډیتوب کاوه او کورونه مو وو، کله چې زموږ په ځایونو بمبار وشو، موټر نه پیدا کېدل، کورونه مو ډک پرېښودل، موږ په پښو راووتو، هر څه پاتې شول، څوک افغانستان ته لاړل او څوک میرعلي ته، اوس باید د پاکستان حکومت موږ ته اجازه راکړي چې د خپلو شیانو غم وخورو."

خوست د افغانستان د هغو ۳ ولايتونو له ډلې دی چې د شمالي او جنوبي وزيرستان او نورو قبايلي سيمو ډېری کډوال په دې ولايت کې مېشت شوي دي.

سره له‎دې چې په خوست کې د وزيرستانيو کډوالو کره شمېره نه‎ده څرګنده، خو وزيرستاني کډوال وايي، په دې ولايت کې د دوی شمېر له هغې اندازې چې د پاکستان حکومت‌یې وړاندې کوي څو برابره ډېر دی.

که څه هم په پيل کې له وزيرستانيو کډوالو سره د خوست د ځايي ادارې، عامو خلکو او نړيوالو مرستندویه بنسټونو له‎خوا ډېرې مرستې کېدې، خو ویل کېږي چې اوس مهال يوازې هغو وزیرستانيو کډوالو سره منظمې مياشتنۍ مرستې روانې دي چې ځانونه‌یې بایو مټريک کړي او رسمي ثبت او راجسټر دي.

راپور: نجیب‌الله الوخېل

XS
SM
MD
LG