د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۸

احمدزی: ټاکل شوې نن د اعتراض کوونکو د تحصن خیمې ټولې شي


د ملي وحدت حکومت او په کابل کې د اعتراض کوونکو تر منځ د ملي شورا مذاکره کوونکي پلاوي بېګا له ولسمشر محمد اشرف غني سره وکتل.

دا پلاوی د افغانستان د ملي شورا له غړو جوړ دی او "د بحران د حل ملي حرکت" تر نوم لاندې فعالیت کوي.

دې درېیمګړي پلاوي ویلي چې نن یکشنبه ښايي په کابل کې روان اعتراض پای ته ورسېږي او د تحصن خیمې به چې د هغوی په وینا، ولسي خلک‌یې له ستونزو سره مخامخ کړي، ټولې شي.

د افغانستان د ملي شورا د څلوېښت کسیز پلاوي غړي او د ولسي جرګې دوهم نائب نذیر احمد احمدزي چې له ولسمشر سره د اعتراض کوونکو د غوښتنو په اړه په خبرو کې و، تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې ولسمشر له قانونه د سرغړونکو د پېژندل کېدو او قانون ته د هغوی د معرفي کولو ډاډ ورکړ.

ولسمشر محمد اشرف غني همداراز ډاډ ورکړی چې په کابل کې د اعتراض کوونکو قانوني غوښتنې به ومنل شي.

احمدزی:هغه څوک چې مجرم وي، هغه به قانون ته وسپارل شي.
احمدزی:هغه څوک چې مجرم وي، هغه به قانون ته وسپارل شي.

نذیر احمد احمدزي زیاته کړه:

"هغه څه چې د افغانستان نافذه قوانین وايي، د افغانستان ولسمشر تل همکاري کړې او دا وار یې هم خپله همکاري اعلان کړه، هغه څوک چې مجرم وي، هغه به قانون ته وسپارل شي خو غیر قانوني غوښتنې اول موږ چې د ولس استازي یو نه‌منو نو ولسمشر خو یې په هېڅ ډول نه‌شي منلی."

د افغانستان د ملي شورا د پلاوي په وینا، اعتراض کوونکو د هغو کسانو د پېژندل کېدو او محاکمې غوښتنه کړې چې په کابل کې پر مظاهره‌یې ډزې کړې دي.

راپورونه وايي، اعتراض کوونکو همداراز د ملي امنیت شورا د مشر په ګډون د یو شمېر امنیتي ادارو د مشرانو د برطرفۍ غوښتنه کړې وه.

خو نذیر احمد احمدزي دا خبر رد کړ.

اعتراض کوونکو له حکومته غوښتنه کړې چې د دوی د تحصن د پای ته رسولو لپاره دې له زور او فشاره کار نه‌اخلي، خو د درېیمګړي پلاوي غړي نذیر احمد احمدزي وویل چې د ښار په منځ کې د خیمو درول او د لارو بندول چې له امله‌یې ولسي خلکو ته ستونزې پېدا شوي، د قانون مخالف کار دی.

د ولسي جرګې د دوهم نائب او "د بحران د حل ملي حرکت" غړي نذیر احمد احمدزي وویل، د اعتراض کوونکو له لوري تر یوه حده ډاډ ورکړل شوی چې نن به دا ستونزه حل او د تحصن خیمې به لیرې شي.

کابل ښار کې د سړکونو پر سر د تحصن خېمې.
کابل ښار کې د سړکونو پر سر د تحصن خېمې.

ښاغلي احمدزي زیاته کړه:

"په داسې حالت کې چې زموږ دښمن د جنازې مراسم، جومات یا د تحصن خیمه یا بل هېڅ‌ځای نه‌پېژني، له دې امله، په ښار کې ټول ملت ته داسې ستونزې پېدا کول غیر قانوني کار دی، د تحصن ځای معلوم وي، ښايي یو پارک یا بل داسې ځای چې ضرر یې نورو ښاریانو ته ونه‌رسېږي، موږ ورته وویل چې خپلې خیمې لیرې کړي نور چې د هغوی هره قانوني غوښتنه وي، د ملت د کور دروازې يې پر مخ پرانیستې دي."

په کابل کې د وورستۍ خونړۍ چاودنې او په مظاهره کې د تاوتریخوالي له امله یو شمېر خلکو د اعتراض خیمې درولې دي.

اعتراض کوونکي، زیات د "بدلون پاڅون" په نوم د حرکت غړي دي او وايي چې د خپلو غوښتنو تر منل کېدو به اعتراض جاري وساتي.

د کابل یو شمېر ښاریان شکایت کوي چې د ښار په منځ کې د تحصن خیمو د موټرو تګ راتګ ګران کړی او د دوی ورځنیو چارو ته‌یې خنډ پېښ کړی دی.

د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه ریاست د دې لانجې د حل لپاره د ملي حرکت له غړو غوښتنه کړې چې دا لانجه ژر تر ژره خلاصه کړي.

د اجرائیه ریاست خبرپاڼه وايي چې عبدالله عبدالله دې پلاوي او د ولسي جرګې نورو غړو ته ډاډ ورکړی چې اعتراض د خلکو قانوني حق دی او حکومت به د خلکو د قانوني اعتراضونو پر ضد د هرې سرغړونې جدي څېړنه وکړي.

XS
SM
MD
LG