د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۸

د پاکستان ملي امنیت د افغانستان په خرابېدونکي وضعیت اندېښنه ښودلې


د پاکستان د ملي امنیت کمېټې د افغانستان له‎خوا پر پاکستان لګېدلي تورونه رد او بې‌بنیاده بللي او همدا شان‌یې د افغانستان په خرابېدونکي امنیتي وضعیت اندېښنه ښودلې ده.

د پاکستان د صدراعظم نواز شریف په مشرۍ د دغه هېواد د ملي امنیت کمېټې چې د پاکستان سیاسي او پوځي چارواکي په‎کې ګډون لري، د چهارشنبې په ورځ په یوې غونډه کې د سیمې او د افغانستان د امنیتي وضعیت په ګډون په یو لړ مسایلو خبرې کړې دي.

تر غونډې وروسته د صدراعظم نوازشریف دفتر په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د غونډې ګډونوالو په کابل کې وروستي ترهګریز بریدونه په کلکو ټکو غندلي او په دې لړ کې یې له افغان ولس سره خواخوږي ښودلې ده.

د پاکستان صدراعظم نواز شریف
د پاکستان صدراعظم نواز شریف

خبرپاڼه د کابل تر برید وروسته د افغانستان له‌خوا پر پاکستان د لګېدلو تورونو په اړه وايي:

"د غونډې ګډونوالو د کابل تر بریدونو وروسته د افغانستان له‌خوا پر پاکستان لګول شوي تورونه رد او بې‌بنیاده بللي او ویلي یې دي چې پاکستان نه‌یوازې د پر امنه او باثباته افغانستان پلوی دی، بلکې د دې مقصد لپاره‌یې په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه هلې ځلې هم کړې دي."

د صدراعظم نواز شریف دفتر خبرپاڼه زیاتوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د هغو ترهګریزو بریدونو لپاره پر کارېدو سربېره چې ګڼ شمېر خلکو ته‌یې مرګ ژوبله اړولې، په دې لړ کې غیر معمولي زغم ښودلی دی.

د پاکستان صدراعظم نواز شریف په مشرۍ د دې هېواد د ملي امنیت کمېټې دا غونډه په داسې کې حال کې شوې چې کابل یو ځل بیا اسلام‎اباد د وسله‎والو ډلو پر ملاتړ تورن کړی.

افغان حکومت تر هغې وروسته پر پاکستان دا تور پورې کړ چې تېره اوونۍ د کابل د وزیر محمد اکبر خان په ډیپلوماتیکه ساحه کې خونړی موټر بم برید وشو چې تر ۱۰۰ زیات کسان‌یې مړه او تر ۴۰۰ زیات‌یې ټپیان کړل.

د کابل په وزیر اکبر خان کې د نننۍ چاودنې په اړه بېلابېل غبرګونونه

ملي امنیت: د کابل چاودنه حقاني شبکې د "ISI" په لارښوونه پلان کړې وه

سرچینه: د کابل د نننۍ چاودنې په اړه امنیتي ارګانونو ته خبر ورکړل شوی و

که څه هم د دغه برید مسؤلیت کومې وسله‎والې ډلې پر غاړه نه‎دی اخیستی، خو د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي چې دا برید حقاني شبکې د پاکستان د استخباراتي ادارې په مرسته او لارښوونه پلان کړی و.

خو د پاکستان سیاسي او پوځي مشرانو دا تورونه بې‌بنیاده وباله او دا ډول څرګندونې یې د هغو کړیو کار وباله چې د افغانستان او پاکستان اړیکې خرابول غواړي.

د یادونې وړ ده چې پاکستان او افغانستان په دې وروستیو کې پر خپلو خاورو تر ترهګریزو بریدونو وروسته پر یو بل تورونه لګوي چې وسله‎وال ترهګر یې خاوره د ترهګریزو بریدونو لپاره کاروي او دواړه خواوې له یو بله غواړي چې پر خپلو سیمو کې دې د ترهګرو پر ضد کوټلي اقدامات وکړي.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG