د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۷

افغان حکومت د "کابل پروسې" غونډه یوه لویه لاسته راوړنه بولي


افغان حکومت د «کابل پروسې» په نوم د سې شنبې د ورځې نړیوال کنفرانس یوه مهمه بریا ګڼي.

د ولسمشر اشرف غني د ویاند د دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې د څو ورځو پرله‌پسې ترهګریزو بریدونو وروسته د «کابل پروسې» په نوم د دې نړیوال کنفرانس جوړېدل د افغانستان لپاره خورا مهمه لاس ته رواړنه ده.

مرتضوي: د کابل پروسې په نوم کنفرانس د افغانستان لپاره لویه لاسته راوړنه ده.
مرتضوي: د کابل پروسې په نوم کنفرانس د افغانستان لپاره لویه لاسته راوړنه ده.

نوموړي زیاته کړه:

"لومړی دا چې د لومړي ځل لپاره افغان حکومت د یوه نړیوال کنفرانس مدیریت کوي، تر دې مخکې هم په کابل کې نړیوال کنفرانسونه جوړ شوي چې د ملګرو ملتونو یا نورو نړیوالو سازمانونو په همکارۍ مدیریت کېدل، خو دا لومړی ځل دی چې افغان حکومت د یوه کنفرانس مدیریت کوي هغه هم په داسې شرایطو کې چې موږ په دې وروستیو اوونیو کې له سختو ترهګریزو بریدونو سره مخ وو او ډېرو ګومان کاوه چې دا کنفرانس به جوړ نه‌شي، خو د کابل کنفرانس جوړ شو او د هېوادونو استازو په‌کې په هماغه سطحه چې ژمنه‌یې کړې وه، ګډون وکړ. دوهم مهم ټکی دا دی چې د لومړي ځل لپاره یوه اجماع رامنځته کېږي چې موږ څنګه د ترهګرۍ پر ضد شریکه مبارزه وکړو، څنګه د هغو هېوادونو په وړاندې جدي دریځ خپل شي چې د ترهګرو ملاتړي دي."

د «کابل پروسې» په نوم کنفرانس کې د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وروستی ویناوال و.

نوموړي په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د ثبات لپاره له ترهګرو څخه د بهرني ملاتړ له‌منځه وړل مهم وباله، خو په عین حال کې یې په کور دننه د شتو انتقادونو پر اورېدو او د اصلاحاتو پر راوستو هم ټینګار وکړ.

ښاغلي عبدالله په کابل کې له وروستیو ترورېستي بریدونو وروسته د خلکو اعتراضونو ته په اشارې، د حکومت منتقدینو ته په یوه رغوونکې مذاکره کې د ګډون بلنه ورکړه.

عبدالله:ضروري ده چې هوښیار تصمیم ونیسو.
عبدالله:ضروري ده چې هوښیار تصمیم ونیسو.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:

"زه ټولو منتقدینو، د ټولنې او قوم مشرانو، د نظر خاوندانو، دیني عالمانو او د سیاسي، ټولنیزو او مدني حرکتونو استازو ته بلنه ورکوم چي په یوه رغوونکې مذاکره کې برخه واخلي، څو موږ لومړیتوبونه مشخص، ګټور او عملي نظریات راټول او هغه بدلونونه راولو چې امنیت مو ورسره ښه شي، که دا هدف تر لاسه کول د مأمورینو او لوړ رتبه مسؤلینو د تغییر په بیه تر لاسه کېدای شي، تر لاسه دي شي! ولې، ضروري ده چې هوښیار تصمیم ونیسو."

  • کابل کې وروستۍ ترورېستي پېښې او مظاهرې

کابل کې چاودنې ۸۰ کسان وژلي او څه باندې ۳۵۰ یې ټپيان کړي

مجروح: د کابل وروستي پېښې ۷ تنه وژلي او ۱۱۹یې زخمیان کړي

کابل ګارنېزیون: د پرونۍ مظاهرې یو شمېر کسانو سره وسلې وې

تر ښاغلي عبدالله مخکې افغان ولسمشر محمد اشرف غني طالبانو ته په خطاب کې ویلي وو چې د سولې لپاره یو وروستی فرصت ورکوي خو د نوموړي په وینا دا یو ابدي فرصت نه‌دی.


د "کابل پروسې" غونډه، د افغانستان جګړې ته له کومو لارو د پای ټکی کېښودل شي؟

ښاغلي غني همدارنګه له پاکستانه وغوښتل چې د مذاکراتو لپاره یو روښانه مېکانیزم او اجنډا وړاندې کړي.

  • کابل کې د امریکا سفارت

بل‌خوا روېټرز خبري اژانس په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر هوګو لارېنس د یوې اعلامیې په حواله ویلي چې «د کابل کنفرانس د افغانستان دښمنانو ته د دې پیغام استوي چې دوی به ګټونکي نه‌شي او افغانستان یوازې نه‌دی.»

په کابل کې د امریکا سفارت د سې شنبې په ورځ په یوې خبرپاڼه کې هیله څرګنده کړې چې د کابل د پروسې په نوم د نړیوال کنفرانس بحثونه به د نړیوالې ټولنې لپاره د هغو عملي لارو د پېژندنې یو عملي چوکاټ برابر کړي چې په کارولو یې سولې، پخلاینې او ثبات ته د رسېدو لپاره د افغانستان د هڅو ملاتړ وکړي.

  • یوناما

په کابل کې د یوناما دفتر هم په یوې اعلامیه کې د کابل په کنفرانس کې د افغان حکومت د لیدلوري ملاتړ کړی دی.

اخوا یو شمېر څېړونکي په دې اړه شک لري چې په داسې کنفرانسونو کې شوې ژمنې دې په یوازې توګه په افغانستان کې سولې او ثبات ته لاره هواره کړی شي.

خادم:د یوه نړیوال کنفرانس جوړول د افغان حکومت لویه لاس ته راوړنه ده.
خادم:د یوه نړیوال کنفرانس جوړول د افغان حکومت لویه لاس ته راوړنه ده.

د نړیوالو چارو څېړونکی انتظار خادم وايي:

"د یو نړیوال کنفرانس جوړول د افغانستان حکومت ته یوه لاسته راوړنه ده، خو کله چې د نتایجو خبره کوو، نو دلته بنیادونه سم دي او د یو تعمیر بنسټ چې سم نه‌وي که هر څومره لوړ شي بیا به هم کوږ وي، تر هغې چې موږ د سولې او جنګ او دوست دښمن لپاره تعریف نه‌وي پیدا کړی، تر هغې چې د سولې عالي شورا کې مو منظم بدلونونه نه‌وي رامنځته کړي، فکر نه‌کوم سوله دې راشي، نو ځکه د کابل کنفرانس په رسمیاتو کې ښه و خو نتایجو کې یې لا هم ډېر شکونه شته."

د یادونې وړ ده چې د "کابل پروسې" په نوم په دې کنفرانس کې د ۲۷ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو ګډون کړی و او په‌کې په سیمه او نړۍ کې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې پر ګډو لارو چارو خبرې وشوې.

په اړه‌یې تفصیل د اجمل اند په راپور کې:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:33 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG