د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۸

ګارډین: افغانستان د تشدد او اعتراض په منځ کې د سولې کنفرانس جوړ کړ


افغانستان د تشدد او اعتراض په منځ کې د سولې کنفرانس جوړ کړ. دا د ګارډین بریتانیايي ورځپاڼې یو سرلیک دی، هغه حمله چې تر ۱۵۰ زیات کسان په کې ووژل شول او تر ۳۰۰ ډېر نور ژوبل شول، له ۲۰۰۱ را په دې خوا په افغانستان کې تر ټولو خونړی برید و.

د ګارډین ورځپاڼې لیکوال وايي، ولسمشر غني د نړۍ د څه باندې ۲۰ هېوادونو د استازو مخته پاکستان د افغانستان پرخلاف په جګړې تورن کړ.

دا غونډه د هغو اعتراضونو تر سیوري لاندې راغله چې د کابل د وروستیو ورځو په وژونکو چادونو پسې وشول.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم د افغانستان د وروستیو ورځو امنیتي وضعیت ته کتنه کړې او لیکلي یې دي چې د کابل د تېرې اوونۍ چاودونو د امنیت په ټینګولو کې د افغانستان د حکومت مخته پرتې ستونزې په ډاګه کړي.

د کابل د حملو مسؤلیت هېڅ ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

ورځپاڼه وايي، د امریکا متحدو ایالتونو د افغانستان د جګړې په لومړیو ۱۳ کلونو کې په دغه هېواد کې نېژدې ۷ سوه میلیارد ډالره ولګول، خو د دې لیکنې د لیکوال په باور لا هم افغان امنیتي ځواکونه د بشري ځواک، وسلو او روزنې په برخو کې نیمګړتیاوې لري او دا هغه څه دي چې له طالبانو څخه د سیمو د بېرته نیولو لپاره ضروري دي.

نیویارک ټایمز زیاتوي، اوس د امریکا متحد ایالتونه افغانستان ته تر ۵ زره پورې نورو ځواکونو پر لېږلو غور کوي.

د بشري حقونو مخکښ راپور لیکونکی هېدر بار په یوه راپو رکې ویلي چې د کابل کنفرانس یو وار بیا وښودله چې د سولې په خبرو کې د ښځو ګډون پکار دی.

هیدربار لیکلي چې د کابل د غونډې په عکس کې د ۴۷ افغان او بهرنیو برخوالو په منځ کې یوازې دوې ښځې لیدل کېږي.

د بشري حقونو راپور کښونکی دا یوه لویه تېروتنه بولي او وايي، څېړنه ښيي چې د سولې په خبرو کې د ښځو زیات ګډون د سولې د موافقې او د هغې د بري چانس زیاتوي.

هیدر بار ویلي، که ټاکل شوې وي چې سوله راشي، ښځې باید په خبرو کې د سړو ترڅنګ د سولې په خبرو کې حاضرې وي.

XS
SM
MD
LG