په منچسټر ښار کې د وړمې شپې له برید وروسته د بریتانیا حکومت په دې هېواد کې د یوې بلې ترورېستي حملې د احتمال خبرداری ورکړی دی.
د بریتانیا صدراعظمې ټرېزا مې تېره شپه ناوخته په یوه ټلوېزیوني پیغام کې وویل، د پوځ سرتېري مؤظف شوي چې له پولیسو سره د امنیت په ټینګښت کې مرسته وکړي.
ټرېزا مې وویل، د دوشنبې په شپه په منچسټر ښار کې له برید وروسته د یو بل برید احتمال هم شته.
دا زیاتوي:
"نن د څېړنو پر بنسټ دې نتیجې ته ورسېدو چې د امنیتي ګواښ کچه له شدید څخه شدیدتر ته پورته شي. په دې معنی چې د کارپوهانو ارزیابي دا ده چې نهیوازې د یوې بلې حملې قوي احتمال شته بلکې امکان لري چې بله حمله نېږدې وي."
د بریتانیا صدراعظمې همدارنګه زیاته کړه چې د منچسټر مشکوک بریدګر ۲۲ کلن سلمان رمضان عابدي و.
نوموړی د بمي چاودنې پر مهال وژل شوی او د دې احتمال شته چې ځانوژونکې حملهیې کړې وي.
پولیسو د یو بل ۲۳ کلن مشکوک د نیول کېدو خبر هم ورکړی دی.
د بریتانیا صدراعظمې ټرېزا مې هم وویل، د دې امکان شته چې نور کسان هم په دې حمله کې لاس ولري.
مېرمن مې وايي:
"هغه څه چې نن ترسره شول، ویېښوده چې له یو بل احتمال هم سترګې نهشو پټولی او هغه دا چې د خلکو یوه لویه ډله ممکن په دې حمله کې لاس ولري."
د بریتانیا صدراعظمې په لارو کوڅو او عامه ځایونو کې د امنیتي مأمورینو د شمېر د زیاتولو خبر هم ورکړ.
نوموړي وویل، د پوځ سرتېري هم ګمارل شوي چې د پولیسو سره د امنیت په ټینګښت کې مرسته وکړي.
همدارنګه تېره شپه د منچسټر په ښار کې زرګونه کسان راټول شول او د ترهګرۍ پر ضد یې خپل یووالی په ډاګه کړ.
د دې راټولېدنې ګډونوالو د دوشنبې شپې د برید د قربانیانو په درناوي یوه شېبه سکوت وکړ.
د دوشنبې په دې برید کې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو په ګډون ۲۲ کسان ووژل او تر ۵۹ تنو زیات نور یې ټپیان کړل.
دا چاودنه په منچسټر ارینا کې د امریکایۍ پاپ سندرغاړې اریانا ګرانډي د موسیقۍ د کنسرټ په پای کې وشوه.
د یو شمېر ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی.
د نړۍ مشرانو د دې حملې په وړاندې چې د داعش وسلهوالې ډلې یې مسؤلیت پر غاړه اخیستی، تُند عکسالعمل ښودلی.
د امریکا د کانګرس استازو او د ملګرو ملتونو د ملي امنیت شورا د قربانیانو په درناوي یوه دقیقه سکوت وکړ.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د منچسټر د برید په اړه وویل چې هېوادونه باید ترهګر وشړي.