د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۱۱

د بریتانیا د منچسټر د چاودنې تصویرونه او ویډیوګانې

د بریتانیا پولیس وايي، د شمالي ښار منچسټر د یوه لوبغالي مخې ته په چاودنه کې لږ تر لږه ۱۹ کسان وژل شوي او نېږدې ۵۰ نور ټپیان دي.

چارواکو دا پېښه یو ترورېستي عمل بللی.

عیني شاهدانو ویلي، د شپې په نهو بجو او ۴۵ دقیقو یې هغه مهال د لویې چاودنې غږ واورېده چې خلک د منچسټر له لوبغالي چې د پاپ موسیقۍ د امریکايۍ سندرغاړې اریانا ګراندې «Ariana Grande» کنسرټ په‌کې روان و، د راوتو په حال کې و.

د منچسټر د پولیسو قوماندان پر خپله ټویټرپاڼه په یوه بیان کې د ۱۹ کسانو مړینه او د ۵۰ نورو ټپي کېدل تائید کړي او ویلي یې دي چې د تحقیقاتو د نتیجې تر وخته دوی دې قضیې ته د یوې ترورېستي حملې په سترګه ګوري.

د امریکا د کورني امنیت چارواکو ویلي چې دوی وضعیت له نېږدې څاري.​

د انګلستان صدراعظمې ترېزا مې په یوه بیان کې ویلي چې د دې پېښې د څرنګوالي د معلومولو لپاره د چارواکو هڅې روانې دي.

عیني شاهدان وايي، داسې ښکاري چې اکثر مړه او ټپیان ځوانان او ماشومان دي.

یوټیوب کې خپره شوې وېډیو

This item is part of
XS
SM
MD
LG