د بريټانیې په منچسټر کې د پرون شپې د پېښې تحقیقات روان دي.
د منچسټر اوسیدونکي وايي، کومه سیمه کې چې ځانمرګی برید په کې شوی د پولیسو له خوا کلابنده ده او پولیس خپل تحقیقات کوي.
د منچسټر یو اوسیدونکی او افغان فعال ګل ولي پسرلی چې اوس په رخصت ډنمارک ته تللی ازادي راډیو ته وویل، پېښه پرون شپه د منچسټر ښار په مرکزي او له ګڼې ګوڼې ډکې سیمې ویکتوریا تم ځای ته څېرمه شوې ده.
له ښاغلي پسرلي سره صفي الله ستانکزي مرکه کړې او د منچسټر ښار د وضعیت او د پېښې د سیمې په اړه له هغه پوښتنه کړې ده: