د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۵ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۷

د بریتانیا منچسټر کې چاودنې ۱۹ کسان وژلي او ۵۰ یې ټپیان کړي


د بریتانیا پولیس وايي، د شمالي ښار منچسټر د یوه لوبغالي مخې ته په چاودنه کې لږ تر لږه ۱۹ کسان وژل شوي او نېږدې ۵۰ نور ټپیان دي. چارواکو دا پېښه یو ترورېستي عمل بللی.

عیني شاهدانو ویلي، د شپې په نهو بجو او ۴۵ دقیقو یې هغه مهال د لویې چاودنې غږ واورېده چې خلک د منچسټر له لوبغالي چې د پاپ موسیقۍ د امریکايۍ سندرغاړې اریانا ګراندې «Ariana Grande» کنسرټ په‌کې روان و، د راوتو په حال کې و.

د منچسټر د پولیسو قوماندان پر خپله ټویټرپاڼه په یوه بیان کې د ۱۹ کسانو مړینه او د ۵۰ نورو ټپي کېدل تائید کړي او ویلي یې دي چې د تحقیقاتو د نتیجې تر وخته دوی دې قضیې ته د یوې ترورېستي حملې په سترګه ګوري.

د امریکا د کورني امنیت چارواکو ویلي چې دوی وضعیت له نېږدې څاري.

د انګلستان صدراعظمې ټرېزا مې په یوه بیان کې ویلي چې د دې پېښې د څرنګوالي د معلومولو لپاره د چارواکو هڅې روانې دي.

عیني شاهدان وايي، داسې ښکاري چې اکثر مړه او ټپیان ځوانان او ماشومان دي.

XS
SM
MD
LG