د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۳ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۷:۳۸

هغه کس چې نیویارک کې خلک په موټر ووهل محکمې ته حاضرېږي


هغه سړی چې پرون يې د نیویارک ښار په ټایمز څلورلاري کې ګڼ خلک په موټر ووهل، نن محکمه کې حاضرېږي.

په دې پېښه کې یوه اتلس کلنه ښځه مړه او ۲۳ کسان ژوبل شول.

۲۶ کلن ریچرډ روجاس چې پخوانی پوځی دی په قتل او د قتل د هڅې په تور محاکمه کېږي.

نوموړي پخوا هم څو ځله د نشې په حال کې د موټر چلولو او په چړې د خلکو د ګواښولو په قضیو کې نیول شوی دی، ده پولیسو ته ویلي چې د پېښې پر وخت یې د خلکو چغې اورېدې.

ریچرډ روجاس په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د انظباتي ستونزو له امله د امریکا له سمندري پوځ څخه ایستل شوی و.

XS
SM
MD
LG