د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوي د هېواد روان امنیتي وضعیت بحراني وباله او پر حکومت او ټولو سیاسي ګوندونو یې غږ وکړ چې د روانې مخ په زیاتېدونکې امنیتي ستونزې هوارولو ته دې په ګډه همکاري وکړي.
اداري پلاوي ټینګار وکړ چې حکومت او سیاسي ګوندونه دې په دې برخه کې ځنډ نهکوي.
د ولسي جرګې اداري پلاوي دا خبرې د چهارشنبې په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې د هېواد پر ناوړه امنیتي وضعیت د وکیلانو د اندېښنو تر څرګندولو وروسته وکړې.
د ولسي جرګې رئيس عبدالرؤف ابراهیمي وویل:
"بحران دی، موږ هیله کوو چې د ټولو ګوندونو مشران، افغان حکومت سره په همکارۍ، د بحران د مدیریت لپاره چې د افغانستان د خلکو اساسي اړتیا ده او دغهشان د ملي یووالي د ټینګښت لپاره یو له بل سره همکاري وکړي."
د ولسي جرګې غړو وویل، نن سبا د هېواد شمالي ولایتونه له بل هر وخت زیات ناامنه دي او که تدابیر ورته ونهنیول شي د وسلهوالو مخالفینو بریدونه به نور هم پراخ شي.
د جرګې غړي شریف بلخابي وویل:
"په افغانستان کې امنیتي بحث د اندېښنې وړ دی او په تېره شمال او شمال ختیځ کې موږ دا ستونزه بیا-بیا له امنیتي مسؤلینو سره شریکه کړې ده. په دې سیمو کې بیا د سرپل امینتي وضعیت ډېر خراب دی."
د جرګې بل غړي قدیر خروټي وویل، د پکتیکا ولایت د ګومل په سرحدي ولسوالۍ کې پراته امنیتي ځواکونه د خاورې د ساتنې لوړ هوډ لري خو د وسلهوالو مخالفینو د بریدونو شنډولو ته کافي تجهیزات او وسلې نهلري.
ده هیله وښوده چې امنیتي مسؤل ارګانونه دې د سیمې د ستونزو حل ته رسېدنه وکړي.
د یادونې ده چې په دې وروستیو کې یو شمېر شمالي او شمال ختیځ ولایتونه د وسلهوالو مخالفینو د ګواښونو شاهدان وو او په ځانګړي ډول له کندزه چې په تېره کې هم د وسلهوالو مخالفینو لهخوا پرې حملې شوي د ناامنۍ راپورونه خپرېږي.
د افغانستان دفاع وزارت وايي، د هېواد په هره هغه سیمه کې چې وسلهوال مخالفین موجود دي پر وړاندې یې بریالي عملیات پیل شوي او ادامه لري.
د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش وايي:
"په هر ځای کې چې د افغانستان امنیتي ځواکونه شته، هغه مو اکمال کړي دي. نن مو ټول افغانستان کې ۱۸ عملیاته پلان کړي او دښمن ته مو درانه زیانونه رسولي دي. په بادغیس، فاریاب، سرپل او جوزجان ولایتونو کې مو، د دولت په ګټه کیفي او کمي هلې ځلې روانې دي."
دا په داسې حال کې ده چې دفاع وزارت وايي، دمګړۍ د هېواد په شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې د وسلهوالو مخالفینو پر وړاندې عملیات روان دي او کومې سیمې لکه د کندز ولایت قلعهزال او د بدخشان ولایت ځینې ولسوالۍ چې د وسلهوالو مخالفینو تر ګواښ لاندې وې، ژغورل شوې دي.
دفاع وزارت دا هم وايي چې د مخالفینو پر وړاندې ټولو عملیاتو ښه نتیجه ورکړې او په بري سره پر مخ ځي.
راپور: خان محمد سیند