د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۷

د داخلي امنیت کمېسیون: ۹ ولایتونو او ۱۴۹ ولسوالیو کې ملي اردو نشته


د ولسي جرګې د داخلي امنیت کمېسیون وايي، په نهو ولایتونو او ۱۴۹ ولسوالیو کې ملي اردو نشته او پولیس دغلته پوځي عملیات پرمخ وړي.

دفاع وزارت بیا وايي چېرته چې اردو نشته هلته پولیس موجود دي او چې کله هم پولیس له ستونزې سره مخ شي ملي اردو بیا هلته پوځي عملیات ترسره کوي.

په داسې حال کې چې افغان امنیتي ځواکونه د هېواد په مختلفو برخو کې پوځي عملیات کوي، د دې ځواکونو په وظیفو او مسؤلیتونو کې د تفکیک په اړه زیاتې پوښتنې پورته کېږي.

د ولسي جرګې د داخلي امنیت د کمېسیون په یوه راپور کې راغلي چې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې ملي اردو نشته او پولیس دغلته پوځي عملیات پرمخ وړي.

د ولسي جرګې د داخلي امنیت د کمېسیون رئیس میرداد نجرابي وايي:

"د پوځي عملیاتو اساسي او مهمې برخې د پولیسو او ځانګړو ځواکونو له خوا ترسره کېږي، په ۹ ولایتونو او ۱۴۶ ولسوالیو کې اردو نشته، په تشکیلاتو کې د وظیفو له مخې مهمات نه ځای پرځای کېږي او د پولیسو د وظایفو د ترسره کېدو لپاره د دوی په تشکیلاتو کې کافي درنې وسلې نشته."

ایا په دې نهو ولایتو او ۱۴۶ ولسوالیو کې د ملي اردو ځای پرځای کېدو ته اړتیا نشته او که بل کوم دلیل لري؟

په دې اړه د دفاع د وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش وايي:

رادمنش.
رادمنش.

"افغانستان ۳۷۰ ولسوالۍ لري، موږ هغو ولسوالیو کې چې اړتیا نشته سرتېري نه لرو، خو په هغو سیمو کې چې ګواښ وي ملي اردو هلته پوځي عملیات کړي دي او د تروریستانو پرضد جګړه کوي، سمه ده په ټولو هغو ځایونو کې چې موږ نه یوو پولیس هلته شته او چې کله هم پولیس له ستونزې سره مخ کېږي موږ سمدستي هلته عملیات کوو."

د ولسي جرګې د داخلي امنیت د کمېسیون په راپور کې ویل شوي چې د پولیسو ځواک په سمه توګه تجهیز شوی نه دی.

د پوځي چارو کارپوهان وايي، د نړۍ په هېڅ کوم هېواد کې پولیس د جګړې لپاره نه تجهیز او نه روزل کېږي.

خو په افغانستان کې پولیس په مستقیمه توګه د دولت له وسله والو مخالفینو سره جګړه کوي.

له کوم وخت راهیسې افغان پولیسو ته دا مسؤلیت سپارل شوی دی؟

د پوځي چارو کارپوه اسد الله ولوالجي په دې اړه وايي:

"اصلاً افغانستان کې د کارمل او ډاکټر نجیب الله د واکمنۍ پر مهال دا مسئله معقوله وګڼل شوه، ګلاب ځوی يې د کورنیو چارو د وزیر په توګه وټاکه او د اردو په څیر پراخ تشکیلات يې ورته ورکړل، زغره وال وسایط ، درنې وسلې او ان ټانکونه يې ورته ورکړل، له هم هغه وخت راهیسې د کورنیو چارو وزارت د اردو په شان پوځي عملیات پرمخ وړي."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت دا مهال څه ډول تشکیلات لري او د پولیسو د ښه تجهیز لپاره څه پلانونه لري؟

نجیب دانش.
نجیب دانش.

د کورنیو چارو د وزارت سرپرت ویاند نجیب دانش په دې اړه وايي:

"په تېر وخت کې د پولیسو د تجهیزاتو په اړه په جدي او ټول اړخیزه توګه پاملرنه نه وه شوې، دې ته په پام سره چې د پولیسو دنده د قانون پلې کول دي په همدې اساس ابتدايي امکانات ورکړل شوي وو، دې ته په پام سره چې موږ په یوې لویه جګړه کې ښکېل یوو او سرتېري مو هره ورځ قرباني ورکوي موجوده ګواښونو سره په مقایسه تجهیزاتو ته اړتیا لروو، په دې وروستیو کلونو کې دې موضوع ته پاملرنه شوې ده، یوه اندازه درنې وسلې ،زغروال وسایط او څه ته مو چې اړتیا لرله راکړل شوي دي،خو دا کافي نه دي."

دا چې دا وضعیت بدل شي او پولیس یوازې د ښارونو د امنیت او جنايې پېښو سره مبارزه وکړي څه پلانونه موجود دي؟ نجیب دانش په دې اړه وايي:

"موږ د لارې په یوې نقشې کار کوو چې د کورنیو چارو د وزارت څلور کلن جوړوي او په هغې کې زیات تمرکز په همدې شوی چې پولیس خپل اصلي مسؤلیت ته ستون شي، قانون پلې کړي او د جګړې مسؤلیت افغان امنیتي ځواکونو ته وسپارل شي، لومړني ګامونه اخیستل شوي او تمه ده چې موږ خپل اصلي مسؤلیت ته بېرته وګرځو او په سمه او غوره توګه په خپلو دندو کې بریالیتوبونه ولروو."

د ولسې جرګې د داخلي امنیت د کمېسیون په راپور کې راغلي چې د روان مېلادي کال له پیل راهیسې تر اوسه د دولت وسله والو مخالفینو پر افغان امنیتي ځواکونو ۳۶۳ بریدونه کړي دي.

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې جګړه دوام لري او په دې جګړو کې د نورو امنیتي ځواکونو په مقایسه د پولیسو مرګ ژوبله زیاته ده.

XS
SM
MD
LG