د افغانستان ولسي جرګه د هېواد امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ ګڼي او ټینګار کوي چې امنیتي ځواکونه دې د ستونزې هوارولو ته اقدام وکړي.
په هېواد کې د ناامنیو او په ځینو سیمو کې د وسله والو مخالفینو د بریدونو زیاتېدو ته په کتو سره، د افغانستان ولسي جرګې یو ځل بیا وغوښتل چې امنیتي ځواکونه دې د دغې ستونزې هوارلو ته اقدامات جدي کړي.
د ولسي جرګې رئیس عبدالرووف ابراهیمي د شنبې په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې، د هېواد پرناوړه امنیتي وضعیت د جرګې د غړیو د اندېښنو تر څرګندونو وروسته وویل چې دغو ټولو ناخوالوته باید رسیدنه وشي.
نوموړي زیاته کړه:
"بېکارۍ، نا امني، بېوزلي او فساد د افغانستان عمده ستونزې دي چې د افغانستان خلک ترې په جدي توګه ځورېږي، موږ او تاسې او ټوله کې دولت باید دغو ناخوالو ته رسېدنه وکړو."
ښاغلي ابراهیمي وویل، ولسي جرګه چې له خلکو سره همېشنۍ اړیکې لري، باید په دې اړه خپل مسؤلیت اداء کړي.
دا په داسې حال کې ده چې وسله والو مخالفینو په دې وروستیو کې، د هېواد په ځینو سیمو کې بریدونو ته زور ورکړی چې په کندز ولایت کې یې د قلعه زال او بدخشان کې یې د زیباک ولسوالۍ نیولي وې، خو زیباک تر لنډ وخت وروسته اوس بېرته د افغان ځواکونو تر کنټرول لاندې ده.
د ولسي جرګې یو شمېر غړي دا اندېښنې هم ښيي چې په ځینو ولسوالیو کې امنیتي ځواکونه په لازمه توګه نه دي تجهیز شوي او اضافي ځواکونه او مهمات پر وخت نه ور رسېږي.
د جرګې غړي عبدالقدیر د پکتیکا ولایت د ګومل ولسوالۍ د امنیه قوماندان د معلوماتو له مخې وویل چې یاده ولسوالي د وسله والو مخالفینو لخوا محاصره شوې او دوی یې پروړاندې کافي تجهیزات نه لري:
"زه د هغه د خولې خبره کوم چې وايي، درې کاله کېږي چې زارۍ کوو، غږ پورته کوو چې د خدای لپاره یو ټانک یا یوه دهشکه راکړۍ چې له دښمن سره مقابله وکړو."
په ورته وخت کې د جرګې یو بل غړی عبیدالله بارکزی وايي چې مر ستندویه هېوادونه او نړیواله ټولنه دې، افغانستان ته د اضافي سرتېرو د لېږلو پرځای، افغان امنیتي ځواکونه پیاوړي کړي.
نوموړي زیاته کړه:
"چې بهرنیان موږته پوځیان رالېږي، نه دي یې رالېږي، زموږ اردو، پولیس او نظام دې پیاوړی کړي، موږ نظام، پولیس او اردو لرو، دا دحل لاره نه ده، یوازي جنګ اوږدولی شي."
په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د سیمه ییزو امنیتي ځواکونو له غوښتنې سره سم، هرې سیمې ته کافي تجهیزات ورلېږل شوي او په شمالي او ځتیخو ولایتونو کې د وسله والو د بریدنو د مخنیوي لپاره هڅې روانې دي.
د دغه وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش ازادي راډیو سره په خبرو کې ډاډ څرګند کړ کومې سیمي چې د وسله والو له ګواښونو سره مخ دي، ټولې به تصفیه کړي.
نوموړي زیاته کړه:
"موږ د افغانستان له خلکو سره ژمنه کوو چې د وینې تروروستي څاڅکي پورې به د دوی په خدمت کې یو، د ښمن ته د پښو ایښودلو ځای نه دی پاتې او په لږه موده کې به هغې سیمې چې سږکال او تېرکال د مخالفینو ترګواښ لاندې وې، تصفیه شي."
د جرګې بل غړی صالح محمد صالح وايي، پرامنیتي ځواکونو د انتقاد پرځای په کار ده چې ملاتړ یې وشي.
راپور:خان محمد سیند