د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ځوانانو د حرفوي روزنې په برخه کې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو له انسټټیوټ سره یو تړون لاسلیک کړ.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، هغو ځوانانو ته چې د دې تړون له مخې حرفوي زدهکړې ورکول کېږي له ډلې بهیې ۶۰ سلنه کسانو ته د کار زمینې هم برابرې شي.
د دې وزارت سرپرست فیضالله ذکي د یکشنبې په ورځ په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې دا د ځوانانو د مسلکیتوب په برخه کې د کارونو پیل دی.
نوموړي زیاته کړه:
"د بېکاره ځوانانو لښکر ته په کتو چې په هېواد کې موجود دي، شاید د زرو کسانو روزنه چې د دې پروګرام له لارې زدهکړې ویني کم وي، خو یو مثبت ګام او د کارونو پیل دی او هیلهمند یو چې په راتلونکو کلونو کې به دا بهیر خورا پراخ وي."
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په دې برخه کې د دولسمو ټولګیو ۱۰۰۰ تنه فارغان جذب شوي چې ۳۰ سلنهیې نجونې جوړوي.
دغه کسان به تر نهو میاشتو پورې د تخینکي او مسلکي زدهکړو په انسټټیوټ کې په ودانیزو، کرنې، بڼوالۍ، کمپیوټر، د موټرو په تخنیک او اداري برخو کې زدهکړې تر لاسه کړي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي چې دغه پروګرام ته د کابل، هلمند او لغمان ولایتونو څخه ځوانان انتخاب شوي چې ورته به د لیلیې یا استوګنې اسانتیا هم برابره شي.
دا وزارت په هېواد کې بېوزلي او بېکاري یوه جدي ستونزه ګني خو وايي چې د ځوانانو د سالمو بوختیاوو لپاره پروګرامونه لري.
د تېر کال څېړنې ښيي چې د افغانستان ۲۳ سلنه وګړي چې د کار په شرایطو برابر دي اوزګار دي.
له دې سره د تخنیکي او مسلکي زدهکړو د انسټټیوټ مسؤله هوسۍ روشن وايي چې د ځوانانو د روزنې پروسه به خورا شفافه وي.
نوموړې زیاته کړه:
"هغه پروژه چې د دې وزارت له لوري ده او زموږ انسټټیوټ ورته انتخاب شوی دی د ا د مهارتونو د لوړولو لپاره لومړی ګډ کار دی، هیلهمند یو چې ګډ کار او هڅې دغه پاک هدف په پوره کېدو کې د پیل تر څنګ د دوام زېری ولري."
نوموړې وویل هیله لري چې د دغو ځوانانو له فارغېدو سره به د مسلکي زدهکړو په برخه کې روزل شوي کدرونه د هېواد دننه او بهر ښې کاري زمینې پیدا کړي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ