د افغانستان په ولسي جرګه کې د خلکو یو شمېر استازي وايي، د سرپرست وزیرانو له لوري د وزارتونو اداره کول یوه جدي ستونزه ده او وايي، خلک په دغو وزارتونو کې د بېپروایۍ له امله شکایت کوي.
د دوی په خبره د ملي وحدت حکومت دواړه مشران کوښښ کوي چې خپل د خوښې وزیران د وزارتونو لپاره معرفي کړي او دا کار د دې لامل شوی چې وزارتونه سرپرستانو ته پاتې او فساد زیات شي.
د ولسي جرګې غړې مسعودې کروخي د پنجشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"نن ورځ چې په حکومت کې چور او چپاول دوام لري اصلاً له چا څخه پوښتنه نهکېږي، پخوا په دې کچه رشوت نهخوړل کېده، ډېری وزارتونه د سرپرستانو لهخوا اداره کېږي، تاسو ولیدل چې موږ اووه وزیران سلب صلاحیت کړل، کله چې موږ د خپلو مؤکلینو د کار لپاره وزارتونو ته ځو دوی حضور نهلري، باور وکړئ چې خلکو له حکومت څخه فاصله اخیستې ده."
د یادونې وړ ده چې اوسمهال د دفاع، اطلاعاتو او فرهنګ، د سرحدونو او قبایلو چار او د کانونو وزارتونه د سرپرستانو لهخوا اداره کېږي.
د دې تر څنګ اووه نور وزارتونه هم چې تر ۷۰ سلنه لږه پراختیایي بودجهیې مصرف کړې وه پنځه میاشتې وړاندې د ولسي جرګې له لوري سلب صلاحیت شول چې دا هم د سرپرستانو لهخوا اداره کېږي.
د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش یوه میاشت مخکې ژمنه وکړه چې ډېر ژر به نوماند وزیران ولسي جرګې ته معرفي کړي چې له دې سره به د سرپرستۍ لړۍ پای ته ورسېږي.
د ولسي جرګې غړي وایي، هر وخت چې د دې جرګې اداري پلاوی له حکومتي چارواکو سره ګوري دوی ورسره ډېر ژر د نوماند وزیرانو د معرفي کولو ژمنه کوي.
په ورته وخت کې د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان په وزارتونو په ځانګړي ډول دفاع وزارت کې د سرپرستۍ ختمولو، د فساد د مخنیوي، امنیت، د ولسې جرګې او ولایتي شورا ګانو د انتخاباتو په ترسره کولو او د بېروزګارۍ د کچې په راکمولو کې د ملي وحدت حکومت پاتې ګڼي.
د سیاسي چارو افغان کارپوه امین فرهنګ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"بدبختانه د ملي وحدت حکومت چې کومې ژمنې له خلکو سره کړې وې په ټولو برخو کې ناکام و، د ناامنیو، د سرپرستانو له لوري د وزراتونو د اداره کولو په برخه کې، په ټولو برخو کې د دغه وضعیت په دوام سره موږ په منفي لور روان یو، دا کار به د افغانستان لپاره ډېرې ناوړه پایلې ولري."
خو د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم وایي چې په نېږدې راتلونکي کې به نوماند وزیران د باور رأیو د تر لاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته معرفي شي.
نوموړي زیاته کړه:
"په حکومت کې ټاکل د مېکانیزم او جوړښټ له مخې دی، د نوماند وزیرانو معرفي کول د وزیر کېدو په معنی نهده، د نوماند وزیرانو د معرفي کولو لپاره خبرې روانې دي څو ژر تر ژره غوره وزیران وزارتونو ته معرفي شي."
میثم مني چې د حکومت په وړاندې د نا امنیو تر څنګ فساد یو لویه ننګونه ده، خو وایي چې د دغې ناوړه پديدې د لهمنځه وړلو لپاره وخت ته اړتیا ده.
له دې ټولو سره-سره امین فرهنګ وایي، تر کومه چې د ملي وحدت حکومت مشران خپلمنځي اختلافات لهمنځه یونهسي او په وزارتونو کې پر وړ کسانو تفاهم ونهکړي، ګومان نهکېږې چې په دغه هېواد کې فساد لهمنځه ولاړ شي.
راپور: سباوون کاکړ